ليکنه: مقتصد ستړی
د خیر محمد زوی، خیال ګل د شپاږ کاله مسافرۍ ورورسته له ایرانه خپل ټاټوبي ته را رسیدلی، د مسافرۍ په دوره کښې یي ډیرې روپۍ پلار او وروڼو ته را لیږلي وې، نن یي دریمه ده راغلی د خپل ارمان ارمانونه کوي، غوښتل مي بازار ته ولاړ شم د کور لپاره سودا راوړم په لاره کښې مي موټرسایکل پنچر شوی، د یوې نامعلومې دروازې مخ ته تیریږم، یو هلک راپسي غږ کوي: زمونږ کور کې سامان شته دی که غواړې موټرسایکل دې جوړولی شې؟
ــــ لوی شې، بازار ته به ولاړ شم
ــــــ تر بازاره ډیره لاره ده، موټرسایکل دې جوړ کړه، یواځي ته نه یې دلته یي هر څوک جوړوي، زه به درته سامان راوباسم.
پرته له دې چي څه ووایم هلک ننوت، له لږ ځنډ وروسته د پنچري له بشپړ سامان سره راغی،
ټایر یي پخپله را خلاص کړ، په جوړولو یي بوخت دی له ما پوښتنې کوي، د کوم کلي یې؟
ــــــ د پورته کلي یم،
ــــ خیر محمد پیژنې د تورګل ورور د تاج دین اکا د تره زوی؟
ـــ هو ولي یي نه پیژنم زه د هغه زوی یم
ـــ باور مي نه راځي
ـــ هو تاسو به نه یم لیدلی، مګر څه یي پیژنئ؟
ــــ د تورګل لور زما ورینداره ده
ــــ څه؟ د تور ګل لور ستا ورینداره ده، هو دا دوهمه میاشت ده چې مونږ بر کلي کې د تور ګل سره دوستي کړې،
دا وخت پر ما سر دروند دی، هلک مي سترګو ته دوه، دوه کیږې، په خبرو یي نه پوهیږم،
هلک له ځایه پورته شو، په نیمه، نیمه یي پوه شوم، موټرسایکل یي جوړ کړی زه نور تلای شم،
بازار ته مي حرکت وکړ، په منډه، منډه مي سودا واخیسته، سابه، بوره، شین چای …
ټوله لار همدا فکرونه راسره دي، ګلالۍ به یي رښتیا ورکړې وي،نه کیدای شې کشره غوټۍ یي ورکړې وي، مور خو مي ویل ګلالۍ تاته پر نوم کوو، دا څنګه کیدای شي، دې هلک به بل څوک یادول، رښتیا خو اکا یي هم پيزندل،
پر ځان نه پوهیدم څومره اوږده لار مي لنډه کړې دا دی کور ته را ورسیدم، په بیړه، بیړه د مور کوټې ته ولاړم، مور مي په مثله ناسته ده د مازدیګر لمر تر نیمکښې کړکۍ د ابۍ په وږه پروت دی په زرې کمیس یي ګوتي وهي، دواړه لاسونه یي ددعا لپاره لپه دي له څښتنه څه غواړي، ګمان کوم هغه زما د ارمان په پوره کولو ډیره ستړې وه، زما په لیدو یي مثله ورغبرګه کړه شکر زویه راغلې، اندیښنه مي وه، ولې ناوخته شوې
ـــ ابۍ په ښکته کلي مي موټرسایکل پنچر شو په هغه باندې ناوخته شوم،
ــــ بیا دې څه وکړو، بازار خو ډیر لرې ده؟
ـــ ابۍ د کاریز په غاړه ودریدم اوبه مي څښلې، مخامخ یو کور و، هلک راووت خدای دې ښه ورسره وکړي، دپنچرۍ سامان یي راویست په پټو سترګو یي را جوړ کړ، ډیر ښه هلک ؤ، اکا دوئ يي هم پیژندل،
ــــ د کاریز په غاړه د نظام الدین کور دی.
په خبرو کې ورولویدم، ابۍ ته یي پیژنې؟
ـــ د نظام او تاج دین له دعوې به نه یې خبر، نظام دین د بر کلي اوبه غواړې له ټول کلي سره یي بدي تیره کړه، پروسږ یې دتاج دین اکا زوی سورګل وویشت، تمامه یي وه ځای پر ځای مړ شو، تر اوسه یي بدې وه، درۍ میاشتي مخته کلیوال سره کیناستل، روغه جوړه یي وکړه، د تورګل اکا ګلالۍ او غوټۍ یي په روغه کې د نظام دین زامنو ته پر نوم کړې، بې چاره نیمه خوا شوې، تنکۍ ځوانۍ یي د بدۍ په اور کې ګډي کړې.
د ابۍ له سترګو اوښکي وټ، وټ پر مخ رواني وې سر را باندې وګرځید، ګلالۍ مي تر سترګو، سترګو کیږي، په سترګو یي تیاره شوه، خیال ګل نور د ابۍ په خبرو نه پوهیږې، دزړه دربا یي ورو زیاتیږې ،کمېږي، ساه یي ودریده ابۍ یي پر سینه لاس نیولی، چیغې یي زور ورې شوې، کوچنۍ خور یي د لالا سر ته ناست ده په ګړکوتۍ څڼو یي د ژوند شیبې شمارې، کلیوال د ازان له غږ سره سم د ماښام لمانځه لپاره یو، یو د جومات په وره ننوځي ، دخیال ګل جنازه یي د جومات مخې ته کیښوده، کوچنۍ خور یي په ډک زړه د کلیوالو پوښتني “د لالا مي زړه ودرید، زړه ودرید ځوابولې…
پای