د لامبو وهونکو سلبونو جوړول –د کارولو ځای او ګټې . Floating Slab Construction – Applications and Advantages
لامبو وهونکي سلبونه هغه کانکریټي سلبونه دي چې پرته له هرډول نښلونې په ځمکه پراته وي .دا په ساده ډول په ځمکه فرش کیږي لکه لامبو چې او لامبو وهي.لامبو وهونکی سلب ،لکه له نوم څخه یی چې څرګندیږي ،دا سلب د یو پلیټ په شکل ښکاري چې په ساده ډول د اوبو لپاره پروت دی او له اوبو سره هیڅ نښلول نه لري.د لامبو وهونکو سلبونه د د تولیدي ورکشاپونو ،کور کې اضافي کوټې او ګراچونو د تهداب اساس په شکل کاریږي.دا په هغوځایونو کې اقتصادي دی چیرته چې سټندرډ تهداب ورکول نه غوښتل کیږي .ددې ډول تهدابونو تشریح دلته د بحث لاندې نیول شوي .کله چې مونږ د ودانۍ لپاره لامبووهونکی ترتیب په پام کې نیسو ،مونږ باید د ودانۍ یو سټندرډ فیته یې تهداب په ذهن کې مجسم کړو ،کوم چې د ځمکې د سطحې له لیول څو پتې لاندې جوړوي .بیا مونږ د ځمکې د سطحې ترلیول پورې دیوال جوړ پرې کړی .بیا مو د ځمکې سطحې په لیول کې په افقي ډول سلبونه جوړ کړي .دلته د ځمکې چمتو کولو ضرورت ډیر اندازه راکمیږي .لامبووهونکو سلبونو ته یو ریخت سلبونه هم ویل کیږي ځکه دا له تهداب سره نښتي نه وي .
د لامبو وهونکو سلبونو جوړول .Construction of Floating Slab
د لامبووهونکو سلبونو جوړولو لپاره پوره تشریح ته ضرورت وي ،او په دې وخت یو مکمل ډک سلب ته اړتیا ده چې ټول ساختمان اتکا کړي.لکه وړاندې مو چې وویل دا سلبونه په ګراجونو ،دکور په پراختیا او داسې نورو برخو کې کاریږي چیرته چې غټ تهداب جوړول ضرور نه وي .دا ودانۍ سپک وزن ساختمانونه وي .په دې لحاظ لامبووهونکي سلبونه نظر نورو عامو سلبونو ته ډیر اقتصادي او مناسب دي .ددئ سلب پیړوالی په څنډو کې لږ زیات او نورو برخو کې له 4 تر 6 انچو پورې وي .د لامبو وهونکو سلبونو جوړول په لاندې ډول دی .
A. د لامبو وهونکي سلب جوړولو لپاره د ساحې کیندل .Site Excavation for Floating Slab Construction
د لامبو وهونکي سلب د جوړولو لومړنی پړاو دادی چې ځمکه پاکه شي او ساحه د پلان مطابق وکیندل شي.د ا د جوړولو لپاره لومړنی چمتو کول دی .
په دې پړاو کې په دواړو څنګونو کې د اوبو ایستلو لښتی هم شاملیږي .د اوبو ایستلو لښتی د(Geotextile)جیوټکسټایل او جغل په واسطه پوښل کیږي ،کوم به چې له کانکریټي سلب اوبه لرې کړي.
()
B. د اوبو ایستلو لپاره د جغل اساس فرشول . Laying Gravel Base for Drainage .
ددې لپاره چې له لاندې خوا څخه اوبه راپورته نه شي د جغل یوه طبقه په ټوله ساحه کې فرش اچول کیږي.
C. د سلب لپاره سیخان . Reinforcement for Slabs
د سلب جوړولو لپآره لومړی قالب بسته کیږي .د سلب د تقویه کولو لپآره د کوډ سره سم سیخان ځای په ځای کیږي.
D. د لامبو وهونکي سلب اچول: Casted Floating Slab
په قالب کې کانکریټ وراچول کیږي .کانکریټ په لاس یا هم ویبراتور په واسطه تخته کیږي.تخته کول باید په سم ډول ترسره شي څو تخلل په کې پاتې نه شي.لږترلږه اوه ورځو پورې اوبه ورکول شي.
د لامبووهونکي سلب ښیګنې . Advantages of Floating Slabs
i. لامبووهونکي سلب جوړول په هغو ساحو کې چې د ساحې بار اخستو ظرفیت ټیټ وي او د خاورې تقویې لپاره د زیات لګښت بې ګټې وي .
ii. دا سیسم مرسته کوي چې دکمزورې خاورې ساحه وکارول شي او یا هم متغیرو خواصو درلودونکې ساحې څخه په سمه توګه ګټه واخستل شي.
iii. لامبو وهونکی سلب په هغې عمودي واردیدونکي بارونه په یوه پراخه ساحه ویشي.
iv. د لامبووهونکي سلب تهداب جوړول د هغو ساحو لپاره یوه ښه حل لاره چېرته چې دکورونو او ودانیو پراختیا په پام کې وي .په دې سره به یوې شته ودانۍ د هغې د پراختیاورکولو پروخت کوم زیان ونه رسیږي .
v. لامبووهونکی سلب به د ځمکې لاندې اوبو څخه دنم تیریدو پروړاندې د یو ښه خنډ په توګه کاروکړي.دا کولی شي د اوبو څکیدو او یخ نیونې پروړاندې مقاومت وکړي.په سړو سیمو کې ددې کارول ډیر ګټور تمامیږي .
vi. لامبووهونکی سلب دورلاندې طبقې لپاره کوم خطر نه پیښوي او نه یی کیفیت خرابوي .
vii. چیرته چې دلمدبل د شتون له امله دخاورې طبقې پړسیږي او راپورته کیږي د لامبو وهونکي سلب کارول ترټولو غوره حل لاره ده .
د لامبو وهونکو سلبونو تاوانونه .Disadvantages of Floating Slabs
i. چیرته چې دا سلبونه وکارول شي هلته بیا د ځمکې لاندې خدماتي وسایلو لکه پایپونه او لینونه نښلول ستونزمن وي .
ii. دا ډیره پخوانۍ ټکنالوژي ده .
iii. د ډیزاین کفیت یې ټیټ دی .