• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د لا زياتو مېوو خوړلو لپاره لس لارښوونې

Home روغتیاد لا زياتو مېوو خوړلو لپاره لس لارښوونې
د لا زياتو مېوو خوړلو لپاره لس لارښوونې

د لا زياتو مېوو خوړلو لپاره لس لارښوونې

لیکنه : ډاکټر ابراهیم شینواری

مېوې مو ر

وغتیا ته ډېرې ګټورې دي. هغه خلک چې په ورځني غذایي رژیم کې زیاتې مېوې او سابه خوري د ځینو مزمنو ناروغیو څخه په امن کې وي. مېوې ځینې داسې غذایي توکي تیاروي چې ارزښت یې حیاتي دی لکه پوتاشیوم، غذایي الیاف، ویټامین سي او فولیت. زیاتره مېوې په طبیعي ډول کم غوړي، سوډیم او کالوري  لري. هیڅ مېوه کولسټرول نلري. د هرې مېوې اوبه د مېوې معنی لري. مېوې کېدای شي تازه، کنګل شوي، وچې او یا مېده شوې وي.

۱). د خوند فکر وکړئ

د موسم تر ټولو خوږې او ښکلې مېوې واخلئ او دسترخوان خوندور کړئ. په خپل موسم کې یې فایده ډېره او غذایي مواد یې پوره وي.

۲). د مېوو بېلابېل ډولونه وخورئ

تازه، وچې، کنګل شوې  او په دبلیو کې بندې هر ډول مېوې ( یا یې ۱۰۰٪ جوس) ښه دی. تازه میوې تر ټولو ښې دي. تاسو باید په هر صورت پوره اندازه مېوې ولرئ، که د هر ډول څخه وي.

۳). فايبر (الياف) مه هېروئ

کوښښ وکړئ، چې مېوې په اصلي شکل او تازه وي، په جوس کې الیاف کم وي؛ پداسې حال کې چې الیاف خپل غذایي ارزښت لري. زیاتره مېوې تر وینځلو وروسته له پوستکي سره وخورئ.

۴). يوه ښه نمونه اوسئ

په هروخت غذا کې د ښو مېوو په خوړلو سره اولادونو ته ښه نمونه شئ.

۵). په سباناري کې مېوې شاملې کړئ

سهارنۍ کې پر حبوباتو سربېره مېوې لکه کېله، شفتالو، توت او نورې مېوې هم وخورئ. د مالټې یا انګورو ۱۰۰٪ جوس هم ګټور وي. مېوې له کم غوړو یا بې غوړو مستو سره هم یوځای کولی شئ.

۶). په غرمنۍ کې هم مېوې وخورئ

د غرمنۍ غذا په څنګ کې کېله، انګور او نورې مېوې یوازې یا په سلاډ کې وخورئ. د شفتالو یا مڼو مربا هم ښه ده.

۷). په ماښامنۍ کې هم مېوې ګټورې دي

له ماښامنۍ غذا سره یو ځای اناناس، مالټې، توت یا انګور او نورې مېوې هم یوازې او هم په سلاډ کې نوش جان کړئ.

۸). اضافي وچې مېوې هم ګتورې دي

وچې مېوې ګټورې دي. انتقال یې اسان دی. ځان سره یې ساتئ، کله چې مو اشتها راغله هر وخت او هر چېرته یې خوړلی شئ.

۹). مېوې مصئونې وساتئ

مېوې تر تیارولو او خوړلو مخکې په پاکو روانو اوبو ښې پاکې ووینځئ. ښې یې وموښئ چې خاورې، دوړې او میکروبونه ترې لیرې شي. بیا یې په پاک ټوکر وچې کړئ.

۱۰). مېوې ښکاره کېږدئ

د میوو یوه ډکه کاسه د خوراک د مېز پر سر، د اشپزخانې پر مېز یا دسترخوان کېږدئ چې اشتها مو راوپاروئ.

لکه د ځانګړو احتیاطونو او مشورو په برخه کې چې وویل شول، د مېوو او سبو په خوړلو کې د موسم تازه مېوو او سبو ته ترجیح ورکړئ. الله تعالی چې کوم خوراک په کوم فصل کې پیدا کړی دی، د همهغه موسم لپاره ګټور دی. که په ښکاره وکتل شي، نو مالټه، لېمو او د دغې کورنۍ نورې مېوې په سوړ ژمي  کې یخې ښکاري، خو په حقیقت کې د ویټامین سي په لرلو د ژمنیو میکروبونو په وړاندې د بدن مقاومت اوچتوي او د خوږو په لرلو د بدن تودوخه زیاتوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

له حده ډېر چاغښت

له حده ډېر چاغښت

Sep 9, 2015

لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری لکه په تېرو برخو کې چې[...]

د کم غوړو او بې غوړو لبنياتو د خوړولو لپاره لس لارښوونې

د کم غوړو او بې غوړو لبنياتو د خوړولو لپاره لس لارښوونې

Sep 5, 2015

لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری د لبنیاتو په ګروپ کې شیدې،[...]

ibrahim shinwari 2

د نوو رسېدلو ځوانو نجونو تغذیوي او روغتیایي تدابیر

Apr 10, 2015

لیکنه : ډاکټر ابراهیم شینواری ځوانې نجونې مو ځکه د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022