لیکنه: محب الله طارق
له کوره چې لمړی د مهترلام ښار او بیا نوي ښار ته چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مقر هم هملته دی رسېدم نو، دژمي ورځې دي طبیعي ده چې وخت به یې نیوه. بېخي ګړندی شوم، ځکه چې یوې ډېرې ارزښتناکې غونډې ته روان وم چېرته چې ټاکل شوې وه دعلومو اکاډومۍ استادان، غړي او د هېواد په سطحه سترلیکوالان، ادیبان او پوهان ویناوې او مقالې پکې واوروي. په هرحال، نهه بجې او پنځه لس دقیقې وې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ته ورسېدم، چېرته چې د( لغمان دتاریخ په اوږدو کې ملي علمي سیمنار) غونډه را بلل شوې وه. انګړته له ننوتو سره مې وليدل چې ډله ډله ځوانان دانګړپه بېلابېلوبرخوکې په خبروسره اخته دي او مجلسونه یې جوړکړي دي. زړه مې ولږېده چې غونډه لا نده پیل اویناوې رانه ندي تېرې شوي، خو د سیمینار بې نظمۍ زړه رامات کړ. لږوړاندې چې د غونډې لپاره خېمه ودرول شوې وه خالي څوکۍ پکې راښکاره شوې، ورغلم. په لمړیو دووکتارنوکې د علومو اکاډومۍ غړي اواستادان چې د پروګرام دپیل له مخه همدلته موجود وو ناست ول. قرار قرار وروستۍ څوکۍ هم په ډکېدوشوې خو غونډه لا هم په نامالوم دلیل ځنډېدلې وه. لس بجې شوې، نطاق د دریځ ترشا ودرېده څو وارې یې وویل؛ زمونږسیمینارپه لنډوشېبوکې پیلېدونکی دی او له هغو ملګروڅخه چې له مسؤولیت پرته دانګړپه ګوټ ګوټ کې ولاړدي هیله کېږي چې تالارته تشریف راوړي، خوپه خبرویې چا سر هم ونه ګراوه. اخرلس نیمې بجې کېدونکې وې چې لغمان والي داطلاعاتو او فرهنګ رئیس په ملتیاتالارته تشریف راوړ او غونډه پیل شوه. دمبارک کتاب تر تلاوت او د ملي سرود له غږولو وروسته داطلاعاتو فرهنګ رئیس مېلمنوته دښه راغلاست ویلو او ګډونوالوته دسیمینار دپېژندلو په پار دریځ ته راغی اوخپل مسؤولیت یې اداکړ. بیا د پیغامونولړۍ پیل شوه، دجمهوري رياست پیغام، داطلاعاتو اوفرهنګ د وزارت پیغام، دننګرهار دولایت دمقام او نورو مقاماتو پیغامونه ولوستل شول. لغمان والي چې دغه ولایت کې یې د نوي حکومت له پیل راپېخوا دنده پیل کړېده او د لغمان دماضي په هکله یې دومره مالومات هم نه لرل له موضوع بهرشو، دخبروسريې ترفېسبوکه را ورسېد او پرځوانانویې غږ وکړچې له فېسبوک نه سالمه ګټه پورته کړي. ترهغې چې غونډه خپل اصلي متن ته رسېده دولس بجې کېدونکې وې او دغونډې له ګډونوالو دستړیا وږم پورته کېده. دسیمینار ناوخته پیلېدل او بیایومحلي چارواکي ته دساعتونو انتظار کول هغه څه ووچې دعلومو اکاډومۍ د استادانو،غړو او نوروګډونوالو د شلو صفحو او له دې هم زیاتو اوږدو مقالو دلوستلو وخت یې تر درېیو دقیقو محدود کړ. نږدې وه چې دنطاق او دعلومواکاډومۍ دیوه غړي رازقي نړیوال ترمنځ دوخت د رالنډولو په وجه لفظي شخړه را منځته شي. رازقي نړیوال وویل؛هېڅ څوک حق نه لري راته ووایي چې وخت په نظرکې ونیسه او خبرې دې رالنډې کړه، له هغه څه مې مه منع کوئ چې ورته مو رابللی یم. د ډېرو لیکوالو او ادیبانو مقالې خو لابېخي ونه لوستل شوې. که دغونډې پای کې دغرمنۍ تابیا نه وی شوې، ګمان کوم ویناوالوبه تشو څوکیوته مقالې اورولې وای. دغونډې پای کې استاد نجیب الله منلی دسیمینار د ارزونې لپاره وبلل شو، استاد د سیمینارپه مثبتوابعادو رڼا واچوله او بیایې دنيوکې په ډول وویل؛ پرسیمینارډېرملاحظات لرم ترې تېربه شم،نیکمرغي داده چې دسیمینار مقالې، ویناوې او نورتوکي به دکتاب په بڼه چاپ شي. لازمه دا وه چې دهېواد په سطحه داسې یو ارزښتناک، ملي او علمي سیمینار ته باید دوه او یا تردوو هم زیاتې ورځې وخت ورکړل شوی وی.
تردې وراخوا په لغمان کې نور ادبي فعالیتونه هم ډېرځپلي اوپه نشت حساب دي. تردوه کلن ځنډ وروسته دسمسورلغمان پسرلنۍ مشاعره رابلل شوې وه،چې دګډونوالو کمرنګۍ پکې دلغمان فرهنګي چارواکي دمېلمنوګډونوالو او په نورو ولایاتوکې مېشت لغماني فرهنګیانو له لوري د سختونیوکوسره مخ کړل. ځوان نقاد عماد الدین دوران چې اوس په کابل کې استوګن دی وویل؛ دالفت(رح) په کورکې داسې یوه کمرنګه مشاعره مو په چاروکې د نه همغږۍ ثبوت اوښکاره نیمګړتیا ده. دوران پرچارواکوسربېره ځوانانوته هم ځینې سپارښتنې درلودې، ځوانان یې یووالي ته راوبلل اوزیاته یې کړه چې وخت په ډېره بېړه روان دی او همدا مو دکارشپې او ورځې دي، هیله ده سمه ګټه ترې پورته کړئ.
ډېرې داسې بېلګې شته،چې په لغمان کې د بد ادبي اوفرهنګي وضعیت ښکارندویي کوي. کاوون، الینګار،روښان، زرکمر، شینکی لغمان او ګڼ شمېرنورې مجلې چې نومونه یې دلته ندي ذکرشوي او له لغمانه به یې خپرونې کولې، یاپه ټپه درېدلي اویا که خپرېږي نوپه کال کې یې ایله یوه ګڼه له چاپه راوځي. اوسمهال په لغمان کې داسې کوم فعال ادبي بهیر هم نشته چې اوونيزې اویا نورې داسې ناستې ولري چې د دغه ځای مېشت ادیبان اوشاعران په یوه ټغرسره راټول کړي او هنروال په شوق سره خپل هنرته ادامه ورکړي. د لغمان شاعرانه لمنې په شعراو د ادب په نورو برخوکې ډېر تنکي ګلان غوړولي چې په راتلونکي کې ترې دښه هنر رامنځته کولو ستره توقع کېږي، خو دیوسالم ادبي چاپېریال نه شتون ناهيلي کړيدي. زلمی او نښتګرشاعر دوست محمد عارف یوله همدغو ځوانانوڅخه دی چې له لغمان څخه ننګرهاراو د امکان په صورت کې نورو ولایاتوته په ادبي اوفرهنګي غونډوکې دګډون لپاره ځي. عارف چې د دې ځای ادبي چارو ته هیله من اوګیله من دی وایي؛ دا مې ارمان دی چې دلته داسې یوادبي ماحول ولرو،چې شته فرهنګیان موسره په یوه ټغر راټول کړي او د ادبي تندې دماتېدو سبب مو شي.
په لغمان کې د روانو ادبي چارو بهراني وضعیت بېلا بېل لاملونه لري. د مسؤولو چارواکونه پاملرنه، دځوانانو ترمنځ نه همغږي، د نورو چاروپه څېرد ناسمو امنیتي حالاتو ناوړه اغېزې او له دغه ځایه د دندوپه موخه د یوشمېرلوستو فرهنګي او ادبي څېرو لرېوالی هغه څه دي چې دلغمان د ادبي فضاشوریې ترډېره تت کړی دی. سنګر اوشاهي دالینګارپه ولسوالۍ کې پرتې له طبیعي ښکلاډکې هغه ښکلي سیمي دي، چې دهېواد په سطحه سترادیبان اوشاعران پکې هست شوي دي او یو وخت به یې په ادبي غونډو کې دهېواد سربېره د کوزې پښتونخوا شاعرانو او ادیبانوهم ګدون کاوه خواوسنیوبدو امنیتي حالاتویې وضعه دومره ستونزمنه کړېده چې د ادبي چارو پرودرېدو سربېره د دې ځای ډېرکم رتبه دولتی مامورین هم کډه کولوته اړشوي دي. له بده مرغه باید ووایم چې د روان مات فرهنګي بهیریو علت په شته فرهنګیانوکې د یوشمېرځوانانو له لوري شخصي ګټوته لومړیتوب ورکول دي. دوی سربېره پردې چې ادب ته په کارکولوکې پاتې راغلي، ادب یې دیوشمېر ډلو اوفردي ګټوقرباني کړی دی او د هغو ځوانانو د کارخنډ ګرځېدلي چې پدې برخه کې کارکولوته لېوال دي. پدې اړه نورڅه لیکل به د یوچا د تورنولو او خصوصي حدودوته د ننوتوپه مانا وي، پدې هیله چې دوی په راتلونکي کې خپل اصلي مسؤولیت درک کړي. له مسؤولو چارواکوڅخه مو هم هیله دا ده چې د هنر، ادب او فرهنګ د غوړېدا او ژبې د پرمختګ په لیارکې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ دپیداکولو لپاره پراخې هلې ځلې وکړي ترڅو مو یادې فرهنګي برخې وده وکړي او لغمان دخپل هغه ادبي برم په لار چې پخوا یې درلوده، روان شي.