ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
1 ـــ د ګټې او زیان له پاره خپل عزت له منځه مه وړه .
2 ـــ ملګري ته د راز خبره مه کوه کېدای شي، چې سبا ستا دښمن شي .
3 ـــ د خلکو هومره لحاظ کوه، چې ځان خراب نه کړې .
4 ـــ له جنګ او فتنې څخه په ډډه ګرځه .
5 ـــ په مجلس کې له خلکو څخه مخکې مه ویده کېږئ .
6 ـــ مړي بد مه یادوئ، ځکه چې ګټه نه لري .
7 ـــ د مېلمه په وړاندې چاته غوسه مه کوه .
8 ـــ خلک د خلکو په وړاندې مه رسوا کوه .
9 ـــ بې ځایه وینا کوونکی او لویي کوونکی مه اوسه .
10 ـــ که د ژبې له زیان څخه ځان ژغورل غواړئ، نو چپ اوسئ .
11 ـــ چوپتیا او خاموشي خپله پانګه وګرځوئ .
12 ـــ له بد ذاته خلکو څخه د وفا تمه مه کوئ .
13 ـــ چوپتیا خپل شعار جوړ کړه ، چې د ژبې له شر نه خوندي شې .
14 ـــ که تاسو له چاسره محبت نه شئ کولی نو له هغه څخه نفرت هم مه کوئ .
15 ـــ ما ادب له بې ادبانو څخه زده کړ، ځکه چې دوی به کوم ناوړه کار وکړ، مابه له هغه څخه ځان ژغوره .
16 ـــ په مجلس کې خپله ژبه په کنټرول کې وساتئ .
17 ـــ په کوم حالت کې چې اوسې پر هغه خوښ اوسه .
18 ـــ په هر چا مه بد ګومانه کېږئ کنه نو په دنیا کې به هېڅ دوست او خوا خوږی ونه مومئ .
19 ـــ په لمانځه کې د زړه، په مجلس کې د ژبې ، په غوسه کې د لاس او په دسترخوان د ګېډې ساتنه کوئ .
20 ـــ د خلکو د هوساینې له پاره کوښښ وکړئ له خلکو څخه مه ډارېږئ او په خپل منځ کې په مینه سره ژوند وکړئ .
21 ـــ هغه راز چې له دښمن څخه یې پټ ساتئ، دوست ته یې هم مه ښکاره کوئ ځکه کېدای شي ، چې دا دوست مو یو وخت دښمن شي .
22 ـــ هر وخت خپل مرګ په یاد ولرئ .
23 ـــ ځوانمردي د ځان عادت وګرځوئ .
24 ـــ که چېرې خلک تا په هغه صفت موصوف کړي ، چې ته یې وړ نه یې مه مغروره کېږه ، ځکه د ناپوهانو په وینا هېڅ کله هم له تېږي څخه زر نه جوړېږي .
25 ـــ دنیا د غلو مورچه ده په دې کې په هوښیارۍ او پوهې سره ژوند کول په کار دی .
26 ـــ مرګ داسې شی دی، چې معلوم نه دی، چې کله به راځي له وړاندې ورته تیاری نیول په کار دی .
27 ـــ له ستونزو څخه مه وېرېږه ، ځکه چې ستوري په تیاره کې ځلېږي .
28 ـــ د لمر ختلو پرمهال مه ویده کېږئ ځکه چې د عبادت پرمهال ویده کېدل بدبختي ده .
29 ـــ د غوسې په حالت کې د خپل لاس ساتنه کوئ .
30 ـــ که عزت غواړې تمه غوڅه کړه، له هغه څه چې د خلکو په لاس کې دي او په هغه څه چې خدای (ج) درکړي راضي اوسه .
31 ـــ په کوم نعمت کې چې شکر وي د هغه پای نه شته او په کوم نعمت کې چې ناشکري د هغه پایښت نه شته .
32 ـــ الله (ج) او مرګ هېڅکله له یاده مه باسئ ، خپله ښېګړه د بل بد ګړه هېره کړئ .
33 ـــ ډېر اورئ او لږ غږېږئ .
34 ـــ په خېټه وږي ، خو په حکمت ماړه اوسئ .
35 ـــ په خپله هم نېکي کوئ او نورو ته هم د نېکي تلقین کوئ .
36 ـــ په هر مجلس کې چې د الله (ج) ذکر کېږي ګډون په کې کوئ او بدانو له ناستې نه ځان لرې وساتئ .
37 ـــ رښتیا خبره مه پټوئ او درواغ خبره له سره مه کوئ .
38 ـــ له پوهانو سره ناسته ولاړه غوره کړئ ، دا کار په ربړو او ستونزو کې له تاسې سره مرسته کولای شي .
39 ـــ له احمقانو او ناپوهانو سره انډیوالي مه کوئ، دا په ستونزمن وخت کې ستاسو ربړې او کړاوونه لا زیاتوي .
40 ـــ لکه باران چې وچې ځمکې لمدوي ، دغه راز له عالمانو سره ناسته ولاړه د سړي زړه تاند او رڼوي .
41 ـــ بې روزګاري اړتیا را منځته کوي او اړتیا په دیندارۍ کې خلل اچوي، فکر ته زیان رسوي او مروت ( مېړانه ) له منځه وړي .
42 ـــ که چېرې مو کوم کار بل چاته سپاره ، نو پوه سړي ته یې وسپارئ که پوه په ګوتو نه درتلو نو په خپله یې کوئ که نه نو هېڅ یې مه کوئ .
43 ـــ په علم سره زړه داسې ژوندی کېږي لکه وچه ځمکه په باران .
44 ـــ د عقل په څېر هېڅ دولت نه شته او د جهالت په څېر هېڅ غربت .
45 ـــ د دنیا ربړې او کړاوونه آسان وګڼئ او مرګ هېڅکله مه هېروئ .
46 ـــ د علم په مرسته د انسان وحشت او ډار له منځه ځي .
47 ـــ د دنیا په کارونو کې دومره بوخت اوسه ، څومره چې دې عمر پاتې وي ، هېڅوک نه پوهېږي چې زما عمر به څومره پاتې وي ، کېدای شي یوه ګړۍ وروسته یې مرګ مېلمه شي ، ځکه نو د چا چې دا تصور وي هغه به ولې په دنیا کې ځان بوختوي .
48 ـــ د الله (ج) عبادت د هغو اړتیاوو په اندازه وکړه، چې خدای (ج) پورې تړلی دی . ( ژوند ، مړینه بیا ژوندي کېدل ، وروستی حساب ، جنت ته تلل او همېشنی ژوند ټولې اړتیاوې یوازې په الله (ج) پورې تړلې دي ځکه نو مطلب دا دی چې انسان دې همېشه د الله (ج) په عبادت بوخت وي، البته د الله (ج) له خوښۍ سره سم د دنیاوي اړتیاوو د له منځه وړلو له پاره کار کول هم په عبادت کې داخل دی ) .
49 ـــ د هغه مقام په اندازه عمل وکړه ، چې په قیامت کې یې د ځان له پاره غواړې، هر څو ک غواړي چې په آخرت کې یې تر ټولو لوړ مقام وي، نو ځکه د لوړ مقام تر لاسه کولو له پاره پرله پسې هڅو او زیات زحمت ته اړتیا ده .
50 ـــ پر ګناهونو باندې جرأت باید پر هغه صبر استوار وي ، چې تاسو یې د الله (ج) په عذاب وکړای شئ، د الله (ج) په عذاب خو یوه شېبه هم صبر کول ممکن نه دي ، نو ځکه د لږ وخت له پاره هم د ډېرې لږ ګناه جرأت نه شي کېدای .
You also might be interested in
ژباړه : عطا محمد میاخېل پوره نوم یې بلز پاسکال[...]
ژباړن : عطا محمد میاخېل هر څوک چې یاستئ او[...]
ژباړن : عطا محمد میاخېل پرون شپه مې خوب لیده[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی