لیکنه: روح الله سروان
دا خبره به زما په اند ټولو ته ښکاره وي چې د هرې لیکنې لوستل ګټه لري. که هغه په کتاب کې خپره شوې وي، مجله کې خپره شوې وي، ورځپاڼه کې خپره شوې وي او یا که په وېبپاڼه کې خپره شوې وي.
ځکه لیکوال یوه لیکنه د ټولنې د سمون له پاره کوي، د يوې مسالې د حل له پاره یې کوي، د فکر د بدلون له پاره یې کوي او د معلوماتو د ورکړې له پاره یې کوي. نه دې له پاره چې خپل وخت بېځایه تېر کړي او زموږ هم.
لنډه کیسه هم د نورو لیکنو په شان ډېرې ګټې لري، چې لوستونکي ترې اغېزمن کېږي. تر ټولو د لنډو کیسو ستره ګټه چې ده، هغه د نورو ژوند سره شریکول دي، موږ د نورو له تجربو نه خبروي. د انسانانو ستره هیله هم همدا ده چې د نورو له ژونده خبر شي، دهغوی کړنې وګوري، خپله ټولنه د هغې څخه په کارونې خپله ټولنه سمه کړي.
د لندې کیسې لیکوال چې کله کیسه لیکي د کیسې پېښې یې د لیکوال په سیمه کې تېرې شوې وي، یعنې د لنډو کیسو ډېره برخه ريښتيا وي. ځينې وخت د کیسې پېښه خپله لیکوال ته ورپېښه شوي وي او هغه یې په بله ژبه بیانوي، چې ټولې پېښې خیالي نه وي. دا خبره څرګندوي چې په حقیقي ژوند کې هم داسې پېښې ډېرې وي. همدا کیسې چې څوک لولي د خپلې سیمې په رغولو کې ترې ګټه اخلي، یعنې د ناسمو کړنو مخه نیسي. په کیسو کې ورته د دوی د ټولنې ستونزې هم په ګوته کوي. د دوی له تجربو څخه یې زده کوي چې د ژوند تېروتنې کمې کړي، یعنې د لږو تېروتنو مرتکب شي.
انسان په ژوند کې یو ځل تېروتنه نه کوي بار بار یې کوي، خو ژوند یو ځل کوي. نو هېڅوک د بیا ژوند کولو هیله نه لري، نه هم بیا ژوند کولای شي، چې خپلې کړې تېروتنې بیا تکرار نه کړي.
د لنډو کیسو بله ګټه دا ده، لکه څنګه چې ناول خلک په مطالعې کولو روږدي کوي، لنډه کیسه هم خلک د مطالعې په کولو روږدي کوي. مطالعه ورته د ژوند ډېره مهمه برخه ګرځي، چې مهمه شوه بیا نه شي کولای چې له مطالعې پرته وخت تېر کړي. زما په اند لنډه کیسه له ناول نه زیات مینه وال لري، ځکه چې لوستل یې ډېر وخت نه غواړي، په لږ وخت کې لوستل کېږي.
بله دا چې لنډه کیسه د هرې سیمې په باره کې وي، لیکوال هڅه کوي د هماغې سیمې په ګړدود یې ولیکي چې دا د کیسي په ريښتینوالي کې ستر رول لوبوي، خوند یې زیاتوي، ژبه یې خوږه کوي. بله دا چې لوستونکي له مختلفو ګړدودونو سره اشنا کوي.
لنډه کیسه کې د مختلفو سیمو له دودونو، ژبو او د خویونو له ارزښتونو مو خبروي، ځکه په دې کې د یوې ټولنې انځور وړاندې کېږي، چې دا کار په هنري ژبه کوي.
که راژباړل شویو لنډو کیسو ته وګورو، د هغوی په لوستلو موږ کولای شو له نورو ټولنو څخه پرمختګ وکړو، متمدن شو. د لنډو کیسو لوستل خلک اړباسي چې له نورو سره همدردي وکړي، ځکه په دې کې ډېر لوی حکایت پروت وي او دې باندې د انسانانو په اخلاقي ښېګڼو کې مثبت بدلون راولي، د خوا خوږئ احساس یې پیاوړي کوي.
له دې سربېره لنډه کیسه موږ لیکلو ته هڅوي، ځکه په لنډه کیسه کې یوه پېښه رانغاړل شوې وي او موږ هم کولای شو چې يوه پېښه په ساده توګه بیان کړو، یعنې پېښې ته لیکنۍ بڼه ورکړو او له نورو سره یې شریکه کړو تر څو چې هغوی ته هم عبرت شي او هم معلومات.
You also might be interested in
ليکنه: مشفق حريت مل په پښتو ادب کې د پخوا[...]
لیکنه: نقيب احمد عزيزي په ماشومتوب کې به ما ته دې[...]
ـ د جذابیت قانون زه د ښکلا او ظاهري جذابیت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی