• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د لنډې کیسې د لیکلو فني اړخ

Home ادبد لنډې کیسې د لیکلو فني اړخ
د لنډې کیسې د لیکلو فني اړخ

د لنډې کیسې د لیکلو فني اړخ

لیکنه: حامدالله ستون
کیسه معمولاً د شعر سره یوه نازکه اړیکه لري. مونږ ګورو چې کله شعر لیکل کیږي، نو الفاظ او ترکییبونه یې تر ډېره سپړلو ته اړتیا لري. یعنې دا چې یو لوی مفهوم د فن له مخې په کمو الفاظو کې را اخیستل کیږي، او تر شعري اصولو وروسته الفاظ او ترکیبونه یو شعري فورم ته لویږي. په دې سلسله کې چې د شعر لپاره کوم اصول مخې ته راځي، ټول د فن او هنر له مخې عملي کیږي. کیسه هم تر ډېره همدا خاصیت لري. کله چې غواړو یوه کیسه ولیکو، نو لومړی مونږ ته د موضوع اړتیا پیدا کیږي. تر موضوع وروسته غوره دا ده، چې د موضوع په کیفیت باندې فکر وکړو. مانا دا چې دا موضوع تر کومه بریده د لیکلو وړ ده؟ د لوستونکو ذوق په دې برخه کې کافي رول لري. باید چې د لوستونکو د ذوق برابره موضوع وټاکو. ډېری وخت داسې هم پيښیږي، چې مونږ ته د لوستونکو د ذوق مسئله نه را مخ ته کیږي. دا په هغه صورت کې چې کله د یوې موضوع لیکلو ته اړ شو، یعنې زمونږ په خپل ځان کې د ننه داسې یو احساس را پیدا شي، چې دې ته مو اړ باسي، څو موضوع د کیسې په چوکاټ کې نورو ته وړاندې کړو. دا احساس ډېری وخت د لیکوال د درد او خوښۍ ښکارندوی دی. نو په دې برخه کې بیا د لوستونکي ذوق ته پاملرنه نه کیږي. خو له دې زاویې چې کومې کیسې لیکل کیږي، ښايي په ډېر کم شمېر او یا هم بیخي ونه موندل شي، چې لوستونکي ورسره دلچسپي ونه ښيي. ځکه کوم څه چې د یو سپېڅلې احساس او درد له مخې لیکل کیږي، هغه ضرور د نورو په احساس او عواطفو باندې اغېزه لري. یوه مهمه خبره دا ده چې کیسه باید لوستونکو ته په عام ژوند کې حقیقي انځور وړاندې کړي. یعنې د کیسې موضوع باید د مکان او حال سره برابره وي. ځکه دا اصل د کیسې په منطق کې مثبت بدلون راولي.
د موضوع تر ټاکلو وروسته د کیسې پیل دی. د کیسې په پیل کې تر هرڅه زیات رول تلوسه لوبوي. ښه دا ده چې کیسه په داسې الفاظو سره پیل شي، چې لوستونکي یې لوستلو ته اړ شي. که د موضوع له مرکزي برخې څخه یو څه د کسیې په پیل کې را واخیستل شي، نو د کیسې پیل تلوسه خپلوي. یعنې په موضوع کې چې کومه تلوسه نغښتې ده، له هغې څخه ښه ده چې یو څه د پیل الفاظو ته را وا خیستل شي، څو کیسه په زړه راښکونکو او له تلوسې څخه په ډکو الفاظو پیل شي. او د لوستونکي په فکر باندې برلاسې شي. تر دې وروسته مونږ د کرکټر له پېژندګلوۍ سره مخ کیږو. د کرکټر په پېژندګولۍ کې منطق ته اړتیا ده. اړینه ده چې کرکټر داسې معرفي کړو، لکه څنګه چې زمونږ په عام ژوند کې موجود وي. د هغه اخلاق، حرکات، خبرې، کردار، سلوک او بلاخره هر څه باید د هغه له شخصیت سره برابر وي. د دې تر څنګ کله چې دوه کرکټران مخې ته راځي، پر ځای د دې چې پېژندګلوي یې لیکوال وکړي، ښه دا ده چې کرکټر خپله بل کرکټر معرفي کړي. ځکه لوستونکو ته د لیکوال تر پېژندګلوۍ د کرکټر پېژندګلوي منطقي او په زړه پورې وي.
بله خبره دا ده چې کرکټر ته باید ښه او نوی نوم ورکړل شي. تر ډېره باید تکراري نه وي، په مکان او ځای پورې مناسب وي. یعنې د کیسې موضوع چې په کوم مکان او ځای پورې تړلې وي، باید د همغه ځای د خلکو او دود له مخې مناسب مګر نوی نوم وټاکل شي. د کرکټر د نامه ترڅنګ د کیسې نوم بیا د کیسې په بریالیتوب کې د ټولو برخو په نسبت زیات رول لري. د لیکوال فن دا دی چې د کیسې لپاره داسې نوم وټاکي، چې کله د لوستونکي ورباندې سترګې ولګیږي، نو هغه مجبور کړي، څو د کیسې په لوستولو پیل وکړي، او د دې نامه پایله ځان ته څرګنده کړي. معمولاً د ډېرو لیکوالانو هڅه دا ده، چې د کیسې په پیل کې د طبیعت انځورګري وکړي. او دا خاصیت په ډېرو لیکوالانو کې عام شوی دی. کوم لیکوال چې تازه په کیسه لیکلو پیل وکړي، نو تر ټولو په کې دا خاصیت ډېر تر سترګو کیږي. مثلاً وايي ( پاڼې نرۍ نرۍ خوځېدې، شمال له ونو سره په ټکر و، ګلونه غوړېدلي و، هر ځای خوشبويي خپره وه، بوټو نڅا کوله او…) دا خبرې هغه څه دې چې په خپل وخت کې ارزښت لري، خو کله یې چې تکرار زیات شي، نو بیا د دې پرځای چې د کیسې رنګ تازه کړي، نور یې هم پیکه کوي. که چېرې د لیکوال ذهن ته کوم نوی ترکیب راشي، که یې ولیکي کومه خبره نشته. لیکن که همدا خبرې په هره کیسه کې تکراروي، نو ښايي چې په لوستونکو هر ځل دا خبره ونه مني. او د خپلې کیسې منطق له لاسه ورکړي.
لیکوال ته په کار نه ده، څو د خپلې کیسې ژبه مغلقه  او پېچلې کړي. کیسه ساده الفاظو ته اړتیا لري، او په سادګۍ سره ښکلې کیږي. د هغو ترکیبونو او کلمو له کارولو څخه باید ډډه وکړي، چې د عوامو له سطحې څخه لوړ وي، او هغوی ورباندې نه پوهیږي. ژبه یې باید ډېره سلیسه، روانه او ساده وي. لیکوال ته په کار ده چې د موضوع په محتوا باندې زیات متمرکز شي، نه په الفاظو باندې. ځکه کله چې د لیکوال زیات پام الفاظو ته واوړي، نو محتوا ورڅخه کمزورې کیږي. او کله چې محتوا کمزورې شي، نو کیسه خپل کیفیت له لاسه ورکوي.
کله چې موضوع ټاکو، نو د الفاظو پیمانه باید په پام کې ونیول شي. مانا دا چې مونږ دا هڅه ونه کړو، چې موضوع وړوکې وي، او مونږ یې د الفاظو په وسیله اوږده کړو. په دې صورت کې بیا لیکوال مجبوره کیږي، چې ځینې اضافي خبرې را واخلي، او یا د یوې خبرې لپاره بله خبره را وړي، یعنې د دواړو خبرو مطلب یو وي، خو دوی هڅه کوي، چې په الفاظو سره تغیر ورکړي، او کیسه د الفاظو له مخې وغځوي. په دې صورت کې د کیسې د محتوا کوم خوند او رنګ چې دی، هغه په الفاظو باندې و وېشل شي، او خوند یې له منځه لاړ شي. نو ښه دا ده چې محتوا له الفاظو څخه قوي وي. یعنې موضوع تر الفاظو اوچته وي، او پر الفاظو یې خپلې وزرې غوړولې وي.
په کیسه کې انځور ګري قوي فن ته اړتیا لري. لیکوال ته ضرور ده چې کومې صحنې او انځورونه یې په ذهن کې دي، هغه په الفاظو کې لوستونکو ته وړاندې کړي. مګر په داسې انداز چې لوستونکی پکې ستړیا احساس نه کړي، یعنې انځور ګري تر خپل حد پورې وکړي. داسې ونه شي چې یوې صحنې ته په هرځل راتګ سره د هغه ځای منظر بیا تکرار کړي. ځکه منظر ډېری وخت تغیر نه کوي، که تغیر هم په کې راځي، نو هغه د تغیر پورې اړوند خبره دی. خو په کار نه ده چې د صحنې انځور بیا تکرار شي. هره خبره باید منطقي اوسي، داسې نه چې کرکټر په یو ځای کې ډېر کمزوری معرفي شوی وي، او په بل ځای کې یو لوی کار ورڅخه صادر شي. ځکه دا لوستونکي ته غیرې منطقي ښکاري، او کله چې د کیسې منطق کمزوری شو، نو لوستونکی ورسره دلچسپي نه ښیي، او کیسه هم له لوستلو پاتې کیږي.
پیغام د کیسې مهم اصل دی. کله چې لیکوال کیسه لیکي، نو هغه په الفاظو کې خپل یو پټ پیغام ځای پر ځای کوي. زیاتره لیکوالان دا هڅه کوي، چې د خپل پیغام د وړاندې کولو په منظور له کیسې څخه مرسته وغواړي، او یوازینی هدف یې د خپل پیغام لېږدول وي. خو ډېری وخت داسې هم کیږي، چې کیسه د پیغام لپاره نه لیکل کيږي، او ښايي چې پیغام هېڅ ونه لري. دا په هغه صورت کې کیږي، چې کله لیکوال د کوم درد له وجې کیسه ولیکي. او مقصد یې د خپل درد خورول وي. نو په دې صورت کې ښايي په کیسه کې پیغام موجود هم نه وي. خو خوند او کیف یې حتمي دی، ځکه چې کیسه د یو دردوونکي احساس له مخې لیکل شوې ده، او کوم څه چې د درد له مخې ولیکل شي، نو په طبیعي ډول د هغه خوند د نورو په نسبت زیات وي.
تر ډېره دا ښه ده چې د مستقیمې مکالمې لپاره ډېره هڅه ونه شي. ځکه په دې صورت کې خو یو د مکالمې لپاره الفاظ پیدا کول ستونزمن دي، او بله دا چې په مستقیم ډول پوښتنه او ځواب قوي منطق ته اړتیا لري. باید هم پوښتنه منطقي اوسیږي، او هم ځواب. نو په هره صحنې کې د مستقیمې مکالمې کارول په ذهن باندې فشار راولي. ښه دا ده چې د غیرمستقیمې مکالمې څخه هم ګټه واخیستل شي.
په کیسه کې قضاوت او د پوره فکر لېږد یوازې د لیکوال کار نه دی، چې لیکوال خپله ټوکه فکري انرژي ورباندې مصرف کړي. په دې برخه کې لوستونکی هم مکلف دی، چې د کیسې په اړه فکر وکړي. او ورباندې قضاوت وکړي. نو کله چې لیکوال کیسه پای ته رسوي. نو باید په داسې الفاظو کې یې غوڅه کړي، چې لوستونکی په تلوسه کې پرېږدي. فکر کولو ته اړ شي، او په خپل فکر باندې د کیسې په اړه قضاوت وکړي. او د موضوع اړوند مناسبه پایله ځان ته پیدا کړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د نثر او شعر تر منځ د پالنې تسلسل

د نثر او شعر تر منځ د پالنې تسلسل

Mar 18, 2016

لیکنه: حامدالله ستون په ژوند کې عمومیت په یو وخت[...]

د بدلون را منځ ته کولو لپاره مصمم کېدل

د بدلون را منځ ته کولو لپاره مصمم کېدل

Mar 16, 2016

لیکنه: مارټین م آنټوني ژباړه: حامدالله ستون دا څپرکی په[...]

حامدالله ستون

حامدالله ستون

Jun 15, 2016

Share this:TwitterFacebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022