لیکنه: جمشیدعمرعمر
دا چې هر څه له یوې ورځې نه بلې ته نوي کیږي، همداسې ادب هم نوی کیږي. مخکې به د لنډې کېسې جوړښت کې څه څه مهم ول او اوس څه مهم دي؛ نو پدې اړه به درسره د نوې تیورې په اساس د لنډې کیسې جوړښت ته راشم:
۱ـ موضوع انتخاب: تر هرڅه مخکې به یوه سوژه (موضوع) پيدا کړئ. د موضوع په اړه ایلټ وایې چې یوه شاعر ته ځېر شئ، هغه خبرې او شاعرانه ژبه چې تاسو ته دده خپله ښکاري او کمال یې ګڼې، هغه به درته د مړو شاعرانو په شعرونو کې تر ده ژوندۍ ښکاري.
دلته دده مطلب یواځې شعر نه دی بلکې نثر هم راتلای شي، ځکه داسې موضوع نشته چې یو شاعر او یا لیکوال دي پرې نه وي غږیدلی. د مضمون افرینې له مخې ویلی شو چې په زړه موضوع کې نوښت کول، خو د نوي موضوع پيدا کول نشته. مطلب دا چې لیکوال څنګه کولی شي چې زړه موضوع (سولیدلي) په نوي بڼه وړاندې کړي او ایا دا دومره کمال لري چې داسي وکولی شي؟
مثال: مینه، جنګ، سوله، پاکوالی، چاپلوسي، استعدا….
۲ـ د کېسې پېل: وروسته د موضوع نه د کېسې پېل دی.
د کېسې پيل باید تلوسه ولرې یعنې هماغه لومړی جملې چې موږ لولو، باید چې داسې کشش ولري چې لوستونکی اړ کړي چې کېسه تر پایه ولولې. یعنې داسې پېل ورکړئ چې د لوستونکي په زهن کې پوښتنې پيدا کړي.
تلوسه: تلوسه په قاموس کې د لېوالتيا مانا لري؛ خو په کيسه کې د غوټې د پرانيستو خوږلن انتظار ته وايي، چې ښه قاتل به څوک وي؟ دا قتل به يې څنګه کړے و؟ د څه لپاره به يې کړے وي؟ ( استاد اجمل ښکلی)
مثال: احمدي وایي: څه موده مخکې مې يو انګريزي فلم وکوت، لومړنۍ يوې دقيقې يې اړ ايستم چې پوره يونيم ساعت تلويزيون ته کښېنم.
ولې؟ ما څه وليدل؟
يو ځنګل و، ګڼ ځنګل، هسکې ونې يې درلودې، په چوپه چوپتيا کې يو څوک پر وچو پاڼو وخوت، يو تور مار تر يوې وچې څانګې را تاو شو، کمره د يوه بنيادم پښو ته سيخه شوه، سړي منډې وهلې… ما يې د ساه ايستلو غږ اوريده…کمره د سړي مخ ته برابره شوه، دی ځوان و، له خولې يې وينې بهېدلې، ګرين يې په خټو لړلی ښکارېده.
سړی څو ځايه ولوېد، بېرته پورته شو، ناڅاپه ودرېد، په وارخطايۍ يې پورته وکتل، يو لوی سيوری ورباندې راغی، پرې ور ټيت شو. ځوان خپلو سترګو ته لاس ونيو، يوه تيره او وحشتناکه کوکه يې له خولې را ووته. يوه رڼا او د يوې دقيقې ختم.
دوهمه صحنه له عادي ژونده پيل شوه، ښار و، ديوې کورنۍ پنځو غړو( مور، پلار او د دوی دريو اولادونو ميلې ته د تګ تياری نيوه. دا چې د فلم پاتې برخې څنګه وې او څه پېښ شول، په دې اړه به د کيسې د مينځ او تلوسې په برخه کې خبرې وکړو.
خو زما په ذهن کې د فلم لومړنۍ يوې د قيقې پرله پسې پوښتنې را ولاړې کړې:
دا سړی څوک و؟ په ځنګله کې يې څه کول؟ ولې يې منډې وهلې؟ له څه شي وېرېدلی و؟ له لاړو سره يې وينه ولې راتله؟ چا لاس ور اچولی و؟ ځناورو بريد پرې کړی و؟ څه خبره وه؟ هغه سيوری د څه و؟ سړي ولې چيغه کړه؟ ايا مړ شو، ايا ايا ايا….په لسګونو نورې پوښتنې، .داسې پوښتنې چې ما يې ځواب غوښت ، بله لاره نه وه، د فلم د پيل يوې دقيقې پوره يونيم ساعت تلويزيون ته کينولم.
له تخيل څخه به رښتيني ژوند ته راشو.
که په کور،کلي کې يو څوک د يوې پيښې کيسه را ته کوي، نو اصله خبره په پيل کې يادوي:
_ خبر شوې؟
دلته اوريدونکی په طبيعي توګه له موضوع سره دلچسپي ښيي.
_نه! څه خبره ده؟
_فلانی مړ شو.
اوريدونکی ټکان خوري ، يودم يې په ذهن کې پوښتنې را ولاړيږې:
_ ولې؟ هغه خو روغ .جوړ و؟ تېره ورځ مې وليد، غنمو ته يې اوبه ور خوشې کړې وې، څه ټکه پرې پريوته؟ چا وواژه، که له بامه را ولويد؟….
اوريدونکی غواړي چې د خپلو پوښتنو د ځواب له پاره په کيسه خبر شي، دی تلوسه لري، نا ارامه دی، خو لومړی تن شايد په عادي توګه کيسه داسې پسې وغځوي:
_سهار له کوره ووت، ويل يې چې سودا راوړم، خپل زوړ بايسکل يې تر ښکرو ونيو، خو کله چې پاخه سړک ته وخوت، موټر وواهه!
يا شايد د کيسې بيان تر دې هم سوړ وي، خو د اورېدونکي تلوسه لا نه ده سړه شوې، دی لا د خپلو پاتې پوښتنو ځواب ته ماتله دی، که څه هم وروسته د هغه يوه يوه پوښتنه په خپل وار سره ځواب شوه، خو دی يې اړ کړ چې کيسه تر پايه واوري.
يا يوه بله خبره،. احمد راځي، ناڅاپه محمود ته وايي چې ( علي ) کور واخيست. محمود ته پوښتنې پيدا کيږي:
_ ده خو د بيګاه نه لرل، دومره پيسې يې له کومه کړې؟ غلا به يې کړې وي، نه والله، حتما يې د پيسو لپاره څوک وژلی دی، . نور نور نور….
دلته محمود ته تلوسه پيدا شوه او غواړي چې پوښتنې يې حل او په کيسه پوه شي.
په دغو مثالونو کې قوي خبره او داسې څه چې وروسته تشريح ته اړتيا لري او اوريدونکی تر پايه ورسره ساتي، په پيل کې وشوه.
زموږ ډېر ليکوالان کيسې له هماغه ( وو نه وو د خدای کړه وو) څخه پيلوي، خو د کيسې د پيل او نوښت له پاره ډېرې لارې لرو چې يو څو نمونو ته په لنډه توګه اشاره کولای شو:
١_ موږ کولای شو چې کيسه وار له واره په لنډو ډيالوګونو پيل کړو:
_ته د باز ګل قاتل يې!
_ نه ! باور وکړه! زه هغه نه پېژنم!
_ دا چاړه مې ستا په موټر کې پيدا کړه، عدلي طب وايي چې د چاړې پر لاستي ستا د ګوتو نښې دي.
د ځوان سر وځړيد، سلګۍ يې شوې، يوه شېبه غلی و، وروسته يې په بيړه پورته وکتل، د څارنوال غټې سترګې له سرو رګونو ډکې وې.
ځوان د مېز پر سر ايښې چاړې ته سترګې ور واړولې، تر لاستي پر وينو سره وه، يودم يې وويل:
_خو دا چاړه زما نه ده، قسم خورم!
څارنوال د ځوان ګرين ته لاس ور واچاوه، جټکه يې ورکړه، د مېز پر سر ايښی تليفون وشرنګيد، د ځوان ګرين يې پريښود، ګوشۍ يې ور پورته کړه، په ستړي غږ يې وويل:
_ هلو؟
يوه شېبه غلی و، وروسته يې يودم چيغه کړه:
خو زه ثبوت لرم!
دا وخت د کوټې دروازه وټکېده….
٢_ کيسه له تصوير نه هم پيلولای شو:
_ نجلۍ منډې وهلې، ټکری پسې څخېده، لوڅې پښې وه، ناڅاپه کېناسته، له ښۍ پښې څخه يې ازغی ويست، بېرته يې منډه کړه، شېبه وروسته د رود غاړې ته ورسېده، اوبو ته يې وکتل، سره اوښتې، پر سر يې سپين ځګونه روان ول، د ټوپک ډز شو، مرمۍ يې پښو ته نږدې په يوه پلنه ډبره ولګېده، شڼهاری يې پورته شو.
نجلۍ شا ته وکتل، د غونډۍ په پيڅکه کې دوه تنه ښکارېدل، د دې خواته يې منډې ور وهلې، يو ودرېد، د ټوپک نلۍ يې ور واړوله، نجلۍ ټوپ کړل، په سپينو ځګونو کې ورکه شوه…
٣_ په پيل کې د يوې پوښتنې پرېښودل:
خداينور سړه ساه واخيسته، کولبه يې د پټي په مينځ کې ودروله، روان شو، د لښتي په غاړه د توت د ونې سيوري ته کېناست، پټې ته يې وکتل، د کولبې غوايانو د شديارې په وچو لوټو بوی کېښ.
خداينور يو سوړ اسويلی ويست، تندي يې ګونځې پيدا کړې، له ځان سره يې وويل:
_نه کيږي! دا پردۍ دهقاني به تر کومه کوم؟ زه پيسو ته ضرورت لرم، ډېرو پيسو ته، ولور مې په مخکې دی.
يوه شېبه فکر يوووړ، وروسته يې يو دم وويل:
_اته لکه! ډېرې پيسې دي، خو څنګه؟!
ولاړ شو، ګړندي ګامونه يې واخيستل، د کلي خواته يې مخه کړه…د ملک غوايان په شدياره کې ولاړ ول….
٤_ د کيسې په پيل کې د دوو متضادو نظرونو راوړل:
ګلدين د پړي په يوه سر کې له اوسپنې جوړ لوی چنګک وتاړه، پورته يې وکتل، د سپوږمۍ په رڼا کې د کلا هسک دېوال ويروونکی ورته وايسېد، دېوال تر سره هوار و، يواځې ځای ځای د راوتليو لوټو سيوري ښکارېدل، تر څنګ ولاړ په عمر پاخه سړي ته يې وکتل، ورو يې وويل:
_ له وسه مې تېره ده!
سړی په خبره کې ورولوېد:
_ مه کوه! ته ځوان يې، بايد تر دېواله واوړې، اوس يې وخت دی! د پلار غچ دې واخله!
ځوان يودم شاته شو، په ټيټ وېرېدلي غږ يې وويل:
_ما خو سهار هم درياده کړه! زه څوک نه شم وژلای!
سړي د واسکټ جېب ته لاس کړ، توپانچه يې راوايسته، د ځوان په لاسو کې يې کيښوده….
دا يواځې يو څو نمونې وې، موږ کولای شو چې د کيسې لپاره تر دې ښه پيل انتخاب کړو، په پيل کې پوښتنې راولاړې کړئ، له نوښت څخه کار واخلئ او هره کيسه له يوې نوې زاويې پيل کړئ !
نوښت د کيسې مالګه ده. (نصیر احمد احمدی)
۴ـ منځ: د کېسې منځ هم هماغسې باید تلوسه ولري لکه پېل یې چې لري. ډیری کیسې دي چې منځ یې تلوسه نه لري او د اصلې خبرو پر ځای پکې اضافي خبرې شوي. دا چې پېل یې تلوسه ولري او منځ نه، نو بیا څوک نه اړ کیږي چې نوره کېسه ولولي.
اضافې خبرې کولی شو په هغه وخت راوړو چې د کېسې په لا تشریح کولو کې زموږ سره مرسته وکړي او کنه نو بیا د کېسې ناکامې ده.
۵ـ پای: د کېسې پای باید له پېل سره یو شان وي یعنې کومه موضوع چې له مخې یې کېسه لیکل شوی باید په همدې موضوع پای ته ورسیږي، نه بله خوا ته لاړ شي. ځېنې بیا وایې چې د کېسې په پای کې باید یو څه پوښتنې راولاړي شي او لوستونکی فکر کولو ته مجبور کړي.
مثال: ګلو مړ شو. خبره خلاصه شوه او نور نو لوستونکی پوه شو چې ولي مړ شو؟ او که ګلو د یو چا سره دښمنې لره او ووایو چې: سهار یې مور غوښتل چې ګلو لمونځ ته پاڅوي او له لمانځه وروسته د خپل کار په لور روان شي. مور یې پري غږ کړل، ګلو و ګلو، پاڅه چې کار ته دي ناوخته کیږي. موري څو ځلې پري غږ کړ او ګلو لا هماغسي ویده دی د ګلو د خولې نه غږ هم راپورته نه شو، ورخطا شوه. ورغله او کمپله یې تري لري کړه. وی زویه ستا د خولې نه خو سپین قف راوتی….. کرکټر خو لاړو خو د کېسې پای یو څه پوښتنې پيدا کړي:
دا سپين قف د څه شی له امله؟ ایا تربورانو خو یې زهر نه وي ورکړي؟ خپله خو به یې ځان نه وي وژلی؟ ….
۶ـ پلاټ: پلاټ د کیسې هغه برخه ده چې له دې څخه د کېسې خاکه جوړیږي.
پلاټ د پېښو منظم تکرار ته وایې. یعنې یوه پېښه پیدا شي، همدا پېښه چې تر پایه تعقیب شي نو یو پلاټ رامنځ ته کوي او که یوه پېښه پریږدي او بلې پسې لاړ شئ نو بیا د کېسې نیمګړتیاو کې راځي.
مثال: د سنګر وروستۍ ننداره چې ډاکټر صالح محمد (زیری) لیکلی. یو څو کېسو پلاټونه یې سره منظم ندي. ځینې پيښې او یا که ووایم چې پلاټونه یې خوړلي او بیا یې کېسه پيل کړي.
په ټول کې ویلای شو چې په طرحه کې څو ټکي ډېر مهم دي، طرحه باید دمنلو وي، قوي انځورونه او تصویر ولري، تضاد پکې وي، چې دا کشمکش غواړي او کشمکش له ګڼو لارو داستان ته لار موندلای شي، لکه د کرکټر کشمکش له خپل ځان سره، یا هم د کرکټر کشمکش له طبیعت سره، په طرحه کې شک او تردید چې وکولای شي لوستونکی یا اورېدونکی له ځانه سره تر پایه یوړلای شي له بل مهم ټکي دی، دغه راز یې موضوع نوې او وي، ساده وي او تر ټولو مهم دا چې موخه ولري. (عبدالله الهام جمالزی)
۷ـ کرکټر: اتل او اتله چې دوی په دي کېسه کې رول لوبوي. کیدای شی یواځې اتل وي او کیدای شي اتله. کرکټر چې څنګه دی باید چې انځور شي، نو طبیعي شي. یعنې کرکټر یو ډریور دی. ته یي د هغه ظاهري بڼې، چال چلند، خبرې اترې… وګورئ او همداسې یې انځور کړی. که تاسي اوس ده ته د ډاکټر او یا د یو ملا رول ورکړی، نو طبیعي نه شو بلکې مصنوعي شو.
(( ځېنې وخت یو لیکوال کوښښ کوي چې د خپل اتل او تلي خویونه، عادتونه، کړنې، مېړانې، ستاینې، غندنې، د څېرې ځانګړنې، چال چلند… په هلکه خبرې کوي او هڅه کوي چې هغه ښه وښیي، چې دغه کار ته شخصیت جوړونه وايي، یعني هغه د لوستونکو پرځای ښه وښی. (سید نظیم سیدی)
کوښښ دي وشي چې طبیعي شي په دي به د تور او سپین نه هم ووځې او رنګه به شي.
۸ـ پېښې: پلاټ د پېښو منظم تکرار ته واي او پېسه د ناول روح تشکیلوي؛ چې لمخې یې کېسه لیکل کیږي. کېسه وایې د ژوند او ژوند له پېښو څخه خالې نه وي. ځینې پيښې بیا ډېري مهمې وي چې دا بیا د لیکوال له سترګو وایو چې پېښه یې په څه ډول را اخیستي او وړاندې کړي.
پېښه باید چې ترډېره حقیقت ته نږدي وي او چې په احساساتو مو راولی.
لکه: په ګاونډ کې مو یو غریب اوسیږي. د بیګاه لري او د سهار نه لري. دی په ځان ولږه تېره وي، خو په زوی تعلیم کوي. بلاخره زوی یې خپل هېلې ته رسیږي. اوس نو لیکوال دده په ژوند یوه لنډه کېسه لیکې چې دده په ژوند کې څه څه تېر شوي. سپوره، ولږه، خوشحالی، خفګان، مریضي او د پېسو نه درلودل….
۹ـ عینې انډول: دا معنا چې د تشریح پرځای د کرکټر احساساتو ښوولو ته وايي. ایلیت وایې چې د هنري اظهار (موخه یې حس کول دي) یواځینۍ لار د عیني انډول موندنه ده چې د همدغه انډول لمخې لوستونکی په پنځونه کې شته احساسات مس کوي. دا د څو لارو نه رامنځ ته کیږي:
۱ـ د حالت انځورول: لکه: د سختې غوسې پرځای باید وویل شي چې فلانۍ یا فلاني اور واخیست.
۲ـ پرلپسي پېښې راوړل: پر ښي لاس یې زور راوست. لاس یې پوست ولګېد. ورو یې وروکتل. لاس یې د یوه بنیادم پر لوڅه ببره سینه پروت و. خوله یې وازه کړه. د چیغي غږ راونه ووت. خرهار یې شو. کیڼ بغور یې لوند ورته وایسید. ورو یې پروته وکتل، پر تندي یې دیوه بنیادم له مړو ویښتو ډکه زنه ایښي وه. یو دم کښیناسته، د سپوږمۍ رڼا د سړي پر لوڅو سپینو سترګو لګیدله. ښځې څو ځله خوله وازه کړه، غږ ترې راونه ووت، دومره پوهیده چې ځان یې ریږدي.
۳ـ د پېښو د خپلو اوازونو کارونه: د زمري د اواز پر ځای مسقیماً غړمبیدا، ددیوال د غورځیدو پرځای درب، وۍ وۍ، دا څه کاني راوشوې، خدایه دا ورځ به مو هم لیده. هه هه، هه، مورې هسې ټوکې مې کولې، هیڅ هم نه دي شوي.(( استاد اجمل ښکلی)).
۱۰ـ خبرې اترې: د اتل او تلې او یا نورې فرعي څېرې یې په خپلو منځونو کې کوي. هر چاته باید وکتل شي (اقتصادي، رواني، روحي، جنسي، غوسې جالت، خوښۍ حالت، ښوونیزه سویه، استعداد، موقف، دنده او کسب) او دا ټول په نظر کې ونیول شي. یعنې خبرې باید له سویې سره برابري وي.
مثال: د ښوونکي خبري له دهقان سره فرق لري. د یو ډاکټر خبرې له یوه ښوونکي سره. زما له احمد سره او د احمد له محمود سره.
که د ډیالوګ په بڼه وي نو باید چې د یوه پرګراف وروسته دي پاتې برخه مخته یوړل شي. پرګراف د پنځلسو کلمو څخه جوړ وي. انګلسي کرکتونکي)). ډیالوګ باید لنډ وي اوږد سړی ستړی کوي.
په ډیالوګ کې باید د تکرار څخه ډډه وشي، لکه:
ـ احمد!
ـ په کور کې څه خبرې وي؟
ـ محمود:
ـ په کور کې کراره کراري وه.
(په کور کې) د لومړي ډیالوګ تکرار دی او باید چې یواځې داسي ولیکل شي چې کراره کراري وه، ځکه لوستونکی پوهیږي چې کور یادوي.
کله چې څو کرکټرونه سره یوځای خبرې کوي، یوځای یې مه راوړئ، یعنې ډیالوګ د لیسټ په بڼه مه راوړئ، بلکې د هریو نوم واخلئ چې لوستونکی پوه شي چې کومه خبره چا کړي. د ډیالوګ په منځ کې تصویر ورکول کرکټر راپېژنې، لکه:
یاره احمده سږ کال خو وچکالي راغله.
محمود وټوخل، سر یې وخوځاوه او ورو یې وویل:
ـ احمد ریښتیا وایي، د کاریز اوبه هم کمې دي.
شریف مخامخ رقشي ته وکتل، ژیړه ورته ښکاره شوه، محمود ته یې مخ ور واړوه:
ـ څه به کوو؟ فصلونه وچ شول. ( باډیوی)
هره کېسه باید داسي مکالمې ولري چې اضافي ښکاره نه شي، لکه: سلام، علیکم، کورته کراره کراري وه، خو که د کرکټر په لاپېژندلو کې مرسته کوي ښه، کنه اضافي ده.
چیخوف وايي: که په دیوال ټوپک را ځوړند وي، باید چې د کېسې تر پایه ډز وکړي، کنه نو یادونه یې بې ځایه ده.(( پسرلی))
۱۲ـ صحنه، منظره: هغه ځای چې پېښه پکې پېښیږي. صحنې باید چې هغسې انځور کړئ چې لوستونکی پکې خپل ځان ووینې یعنې لوستونکی داسي فکر وکړي چې هغه پخپله په دي پېښه کې موجود دی او یا داسي یې انځور کړئ چې هغه سم له واره په خپل ذهن کې د هغه صنه مجسم کړي. له افراط او تفریط څخه به کار نه اخلې. ریښتیا ووایئ.
صحنې: کور، کلی، ځنګل، سیندونه، سړکونه، ښارونه ….
۱۳ـ تلوسه، غوټه، سپنس: د کېسې د پېل په برخه کې مو پري خبرې وکړي.
۱۴ـ ژبه: ژبه باید هنري وي، هغه په دي معنا چې وچه نه وي یو څه خوند باید ولري.
هنري پدي معنا چې (تشبه، استعاره، کنایه، مجاز… ولري). ژورنالیستیکه، څیړني او د خبرو ژبه نه وي، ځکه لنډه کېسه یو هنري نثر دی، نه تحقیقي.
د ناول جملې باید لنډي، خو معنا ولري. ترکیبونه او اصطلاحات یې نوي وي. نادري تشبېګانې وکاروئ. لنډۍ، متلونه، غزلې او لنډلنډ نظمونه وکاروئ، چې کېسه مو لا خوندوره شي.
۱۵ـ پېغام: هره کېسه هرومرو یو پېغام لري. تر ډیره کېسې د ټولنې د صلاح لپاره لیکل کږي، چې هغه ناوړه او منفی شیان تري لري او خلک په ځانونو کې مثبت تغېر راولي.