فيچر/ نورولي سعيد شينوارى
معمولا هر سهار مهال د كابل ښار له ګڼې ګونې يو څه لرې او بګرام زندان ته نږدې د ( نوي كابل) خالي سړك ته يو موټر په ډېره بېړه وځي.
دا موټر د افغانستان د بايسكل ځغلونې د فډراسيون په امر دې ځاى ته راځي، شيبه وروسته په سپورټي لباس كې د لسو په شمېر افغانې نجونې بايسكلونه له غوږه نيسي او له موټر څخه راكوزېږي.
دوى كرۍ ورځ سوځنده لمر ته پر بايسكل د ځغاستې سيالي كوي، كوم بايسكل كه خراب شي په خپله يې جوړوي، له كورونو څخه ځان سره راوړې ډوډۍ په ګډه خوري او بيا په پرله پسې تمرين بوختېږي.
داسې ښكاري چې دغه نجونې يا خپل كلك افغانې غرور اخستي يا هم له وسپنې جوړې دي، ځكه دوى ستړيا نه لري.
موټر هم بايد تر مازيګره ورته ولاړ وي، څو دوى له ښاره لرې د دښتې په سينه پر تور غځېدلي سړك د ۲۰۲۰ كال اولمپيكي لوبو اتلولۍ ته تابيا ونيسي.
دغو نجونو تر دې دمه د بريا له اسمانه ۸ مډالونه خپلې خاورې ته راكوز كړي، خو رښتيا خبره دا ده چې دوى د بايسكل ځغلونې د تمريناتو لپاره په ټول كابل كې د بګرام زندان له دښتې (د نوي كابل سړك) بل ښه او له اسانتياو ډك ځاى نه ويني.
يوه بله خبره هم ده، هغه دا چې څو لسيزې وړاندې په افغانستان كې د نجونو بايسكل ځغلونه كومه كلتوري ستونزه نه وه بلكې يوه عادي خبره وه، خو اوس كه افغانې نجونې پر بايسكل پښه اړوي، نو دا په دې معنا چې له خپلو ټولو كورنيو او ټولنيزو دودونو بغاوت كوي.
د دې بغاوت سزا به په خپل كور كې ويني يا نه، خو په لارو كوڅو كې ځېنې بدمعاشان ضرور د بايسكل چلوونكو نجونو د ازار سبب ګرځي او هغوى دې ته اړ كوي چې بيا له كوره په بايسكل راونه وځي يا هم په خپلو هيلو پسې دې دښتې ته سر را ونه وهي.
لينا چې د بايسكل ځغلونې د فډراسيون غړې نه ده، له مودو راهيسې د بايسكل چلولو مينه په زړه كې ساتي مګر نه شي كولى چې د كوڅې د هلكانو له لاسه پر بايسكل وګرځي.
هغه وايي، په كور كې يې انګړ كوچنى دى او خپل بايسكل نه شي په كې ځغلولى، خو په كوڅه كې هم دا كار ځكه نه شي ترسره كولى چې د كوڅې خلك هم دې ته بدرد وايي او هم به يې پلار ته د ټول عمر پېغور وګرځي: (( بايسكل به خپل ولرم، كور كې به هم كوم ممانعت سره مخ نه شم، خو بېرون پر بايسكل وتل په دې معنا دي چې خپله كورنۍ به وشرموم، زه ملي ټيم ته د تلو تابيا لرم، خو خپلې كورنۍ ته پېغور هم نه شم پرېښودلى.))
فروزان بيا د لينا په څېر بې زړه نه ده، هغه وايي، د كور او كوڅې د خلكو لعنت ملامت يې پر ځان وړى نو هله د بايسكل ځغلونې ټيم ته رارسېدلې.
فروزان چې د بګرام زندان په دښته كې يې خپل بايسكل لكه د مرمۍ په څېر ځغلاوه، د اوبو د څښلو لپاره ودرېده، تر ملا تړلى بوتل يې لا راخلاص كړى نه و چې مخې ته يې ودرېدم، ورته مې ويل تاسو د بايسكل ځغلولو اجازه له چا اخستې؟
هغې يوې ډډې ته د ولاړې مېرمنې پر خوا اشاره وكړه او زياته يې كړه زما مور زما په برياو كې راسره شريكه ده.
د فروزان مور چې په تور څادر كې يې ځان نغښتى و، په وياړمنه لهجه د خپلې لور خبره تاييد كړه او د خپل كوچنيتوب د بايسكل ځغلولو د ارمان كيسه يې هم ټكي په ټكي راته وكړه: (( زما لور زما هيلې ژوندۍ کړې، دا زما هيله وه چې بایسکل وچلوم. زما مور او پلار ماته د بايسکل ځغلونې اجازه نه راکوله او زه نه غواړم له خپلې لور سره هماغسې وكړم. ځكه مې اجازه وركړې، ما او مېړه مې له خپلو خپلوانو دا خبره پټه ساتلې چې ګواكې زموږ فروزان د بايسكل ځغلونې په ملي ټيم كې ده، ځكه هغوى په دې خبره هېڅكله سر خلاصول نه غواړي، په كوڅه كې مې هم لور د خلكو لخوا له بد غبرګون سره مخ شوې ده.))
تر دوى لږ ور اخوا د افغانستان د نجونو د بايسكل ځغلونې د ټيم مشره او مرستياله روزونكې مرجان صديقي يوې بلې نجلۍ ته تر لنډو لارښوونو وروسته د خپل بايسكل په پاكولو بوختېږي.
دغې سرشاره نجلۍ ته د خداى په ارته نړۍ كې خپل بايسكل تر هر څه ګران دى، دا نجلۍ خپل ارمان ته د رسېدو په لاره كې تر نورو زياته كړېدلې. مګر له ډېرو سختو او مرګونو ګواښونو وروسته هم له خپلې پولادي حوصلې سره يو ځاى بايسكل ځغلولو ته ادامه وركوي.
د ۲۶ كلنې مرجان تر ټولو بده خاطره دا ده چې يوه ورځ يې په خپل كابل كې پر سړك تمرين كاوه چې درې موټرسايكل سورو اوباشانو لكه د معصومې هوسۍ په خپله مخه واخسته، دا هغه مهال سخته اوتره شوه، د بايسكل توازن يې تر ډېره ونه ساتلى شو او اخر يو موټرسايكل چلوونكي په څنګ ووهله، راپرېوته او ژور ټپونه يې وخوړل: (( خلكو به زموږ د ډلې د تمرين پر مهال په حيرت راكتل، موږ پوهېدو چې ځينو احساساتي خلكو ته به سخته غوسه هم ورتله. يوه ورځ موږ د پغمان په لاره روان وو چې درې اوباشانو موټر سايكل راسره ټكر كړ، زه وغورځېدم، په ملا او پښو مې سخت ټپونه وخوړل، خو ښه و زموږ روزونكي د پوليسو په مرسته يو ترې ونيو.))
مرجان اوس خپل بايسكل پاك كړى او د دې لپاره يې چمتووالى نيوه چې د سړك اخر سرته د بايسكل ځغلولو مسير وګوري، خو له ماسره يې خبرې خلاصې نه وې، بيا ودرېده او د خپل وروستي پېغام په ډول يې راته وويل، بايسكل چلونه په رښتينې معنا د ښځو د خپلواكۍ ذريعه ده.
د دې په وينا، ورسره راغلې نجونې د همدې خپلواكۍ په لار كې مبارزه هم كوي. د دې لپاره ورسره كوم سياسي شعار نه شته او نه دا كار كوي، خو يوازې دومره چې خپل ټيم له لسو تنو نجونو څخه ۵۰ ته لوړ كړي او همدا راز نورې ښځې هم د سپورټ دې ډګر ته تشويق كړي: ((كه دا كار زموږ وروڼه كولى شي نو موږ هم دا ښودل غواړو چې موږ يې هم كولى شو.))
د نجونو د بايسكل ځغلونې په تمريناتي ډله كې يو نارينه هم شته، دغه نارينه په ډله كې د پلار حيثيت لري، نجونې د ده هره لارښوونه په غور اوري او د بايسكل ځغلونې په برخه كې يې هر تاكتيك په مينه زده كوي.
دا سړى محمد صديق نومېږي. نوموړي په ۲۰۰۳ كال كې د ښځو د بايسكل ځغلونې ملي ټيم له مودې وروسته په پښو ودراوه.
په دې لړ كې يې مشكلات هم ليدلي، له ګڼو مايوسيو، كلتوري بنديزونو او حالاتو سره تر مبارزې وروسته يې لس افغانې نجونې داسې وروزلې چې يو كال وړاندې يې د پاكستان په لاهور كې د بايسكل ځغلونې د سياليو په ترڅ كې د برونزو ۸ مډالونه د افغانستان په نوم كړل.
د محمد صديق په خبره، افغانستان په دې سياليو كې يوه اوونۍ مسابقې وكړې او درېيم مقام يې خپل كړ: ((په هند كې هم د ۴۱ هېوادونو تر منځ سياليو كې افغانستان ښې مسابقې وكړې، خو دا چې هغه مهال زموږ د لوبغاړو تجربه او روزنه كمه وه، نو پام وړ مقام يې خپل نه كړ.))
محمد صديق چې خپلو شاګردانو ته تر لارښوونو وروسته سخت ستړى ښكارېده، د سړك په يوه څنډه كېناست او په هېواد كې د بايسكل ځغلونې د تاريخچي په اړه يې راته وويل، افغانستان په ۱۳۶۳ كال كې د المپيك كمېټې په چوكاټ كې د بايسكل ځغلونې د فډراسيون څښتن شو، خو تر دوو كلونو پورې لا هم په كې د ښځو لپاره ځاى نه و پيدا شوى: (( له هغې وروسته د نجونو د بايسكل ځغلونې ټيم جوړ شو، هغه وخت يې پنځه لوبغاړي درلودل او لوبې يې هم د كابل تر جادو محدودې وې، وروسته سياسي حالاتو په دې اړه د خلكو نظر بدل كړ، بايسكل ځغلونه د ښځو لپاره د شرم وړ وګڼل شوه، موږ بيا هم په ۲۰۰۳ كال كې دې ډګر ته د نجونو په راجلبولو پيل وكړ، اوس په كې د هرات، پروان، باميان او كابل نجونې لوبېږي، هيله ده چې زموږ دا كوچنۍ لوبډله به ډېر ژر په نړيوالو سياليو كې مهم ځاى خپل كړي.))
دى وايي، د بايسكل ځغلونې د تمرين لپاره دمګړۍ په ټول كابل كې بل ځاى نه لري، له دې كبله اړ دى چې له خپل ټيم سره د نوي كابل سړك ته راووځي او تر ماښامه د افغانستان لپاره خولې تويې كړي: (( نور خلك په دښتو كې د هېواد د بربادۍ تمرينات كوي، موږ راځو چې په سرو غرمو كې خپل هېواد ته د وياړونو راوړلو لار وسنجوو، په دې ځاى كې زما شاګردانې څوك نه ازاروي، پر سړك د موټرو ګڼه ګوڼه هم نشته، يوه خاموشي خوره وي چې شور به يې ډېر ژر د نړۍ د بايسكل ځغلونې ميدانونه ولړزوي.))