لیکنه: جاوید امیری
د لوط علیه السلام د هلاک شوي قوم د هلاکت سبب څلور صفتونه چې اوس زموږ په ځوانانو کې هم شته
لمړی : شپیلاق وهل :
د لوط علیه السلام د قوم دا صفت وو چې بل به یې بد کار ته را بللو نو په خوله به یی شپیلاق ورته واهه او دا کړنه اوس زموږ په ځوانانو کې تر بل هر وخت ډیره شوې ده ….
دوهم : د لاری او کوڅې پر سر دریدل.
یا د تلو راتلو د لارې داسې څنډې ته دریدل چی د تلونکو او راتلونکو پیغلو او تنکیانو مزاحمت وکړي چې دا کار په لوطیانو کې بیخي ډیر وو آن چی د الله ج لخوا د لوط علیه السلام کور ته د انسان په څیره لیږل شویو ملائکو یې لا مزاحمت وکړ او د هغوی څخه یې د ناروا کار غوښتنه وکړه !
پیغمبر علیه السلام ددغه کار څخه په کلکه منع کړيده
صحابه ؤ ته یې فرمایل چې که چیرته داسې ځآی د دریدو ضرورت درته پیدا شو نو ددغه لارې حق به خامخا ورکوۍ
او حق یې دادی چې سترګې به مو کښته وي او غوږونه به مو کاڼه وي یعنې علیحده به خلګو ته غوږ نه نیسی ، که چا سلام درته ووایه نو ځواب به ورته ورکوی او لاره به نه بندوی بلکه ښه پوره د تیریدو لاره به پریږدی .
نن سبا موږ وینو چې سړکونه او لارې د ځوانانو د لاسه ډکې وي او د لارې په منځ کې ولاړ وي څو مخامخ راتلونکو پیغلو ته وګوري او مزاحمت یې وکړي ، هیڅ د لارې د پراخۍ اهتمام نه کوي.
دریم : پرانیستی ګریوان ګرځیدل:
دوی به خپل ګریوانونه خلاص کړي وو تر څو خلک یې سینو ته وګوري او نن سبا خو موږ او تاسو هم لیدلي دي چې ځینو ځوانانو تر نامه پوری خپل ګریوانونه خلاص کړي وي څو خلک یې دا پراخ ځیګرونه او ورباندې شنه ویښتان ننداره کړي
څلورم: د پرتاږه یا پتلون ډیر لاندې تړل :
دا صفت د لوط علیه السلام د قوم په یوه خاصه ډله کې وو چی خلکو به بد کارونه یا لواطت ورسره کول او دا یې د پیژندلو یو ډول نښه وه ،
نن سبا دا عادت په ځوانانو کی بیخي ډیر شویدی چی خپل پتلون د خاصری د لګن هډوکي ته څیرمه تړي او متأسفانه نه پوهیږي چې ددغه کار سرچینه او پایله څه ده
دا رواج د ستایل ترنامه لاندې د لویدیځوالو څخه را وارد شوی دی چې د بدکاره ځوان یا پیغلې نښه بلل کیږي ( مخکې له دی چې په یو کار کې د یو چا تقلید وکړو باید د هغه کار سرچینه ځانته معلومه کړو ،
هسې نه شخصیت او دین ته مو په زیان شي )
ددغه ډول پتلون یا پرتوګ تړلو یا کالیو ته لوړ بارچاک ورکولو سره د معمولی حرکت او خوځیدو سره د انسان شهوت پارونکي اندامونه ښکاري او ګناه ته بلنه ورکوي.
یا الله مسلمانو ځوانانو او پیغلو ته ددغو عادتونو د پریښولو توفیق ورکړه
او یا الله موږ د لوط علیه السلام پر قوم د نازلې شوی ټکی څخه وژغوره – آمین