له ټولو د مخه د لومړیتوب د ښکلې پښتو وېب پاڼې لومړۍ کلیزه د همدې وېب پاڼې اداري پلاوي، د هېواد لیکوالانو، شاعرانو، مینه والو او ټول افغان ولس ته وړاندې کوم.
له نېکه مرغه چې په دې وروستیو کلونو کې پښتو ژبې نړیوال ډګر ته مخه کړې او په آنلاین توګه هم د نړۍ په کچه ډول ډول خپرونې کوي چې په دې برخه کې د پښتو برېښناپاڼو جوړول، ژونالېستیک دریځ، انکشاف او پراختیا یو ښه ګام دی چې ګڼ شمېر ډول ډول نثري او شعري مطالب، تصویرونه، وېډیوګانې او په زړه پورې مطالب یې خپاره کړي او د مینه والو مخې ته یې اېښي دي. باید وویل شي چې ټول افغان، بینوا، لروبر، تاند، روهي، تل افغان، غورځنګ، هېواد، سمسور، وردګ، لیکوال، کتابتون، قاموسونه او داسې نورې هغه برېښناپاڼې دي چې د همدې لړۍ مخکښانې ګڼل کېږي او د پښتو ژبې د خدمت لپاره یې د پام وړ رسنیز او خپرنیز خدمتونه سر ته رسولي دي. لومړیتوب برېښناپاڼه پوره یو کال د مخه یانې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه په دې لاره کې ګام کېښود، بنسټ یې کېښودل شو، و غوړېده او په خپرونو یې پیل وکړ. موږ غواړو چې د لومړیتوب په هکله لږ په تفصیلي ژبه له درنو لوستونکو سره د زړه خواله وکړو او د دې ګلالۍ برېښناڼې پر منځپانګه یو ِِِځغلنده نظر واچوو. د لومړیتوب د خپرونو په عمومي لیکه کې دغه عنوانونه شامل دي: ملي بنسټونه، حکومتولي، پښتو لیکوالي، پښتو ژباړه، لیکنې، سکالرشیپونه، جرګه ځای، کتابتون او اړیکه. غواړو چې د لومړیتوب وېب پاڼې په یادو عنوانونو کې پراته مطالب لږ په تفصیل له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو.
ملي بنسټونه: د ملي بنسټونو تر عنوان لاندې د افغانستان پوهنتونونه، روغتونونه، ښوونځي، سړکونه، برېښنا، انرژي، کانونه، او داسې نور راځي چې په ښه توګه معرفي او تشرېح شي خو تر کومه ځایه چې په لومړیتوب کې ښکاري نو د تېر یو کال په جریان کې په دې هکله د اړوندو اړخونو له لوري له دغې برېښنا پاڼې سره د معلوماتو د تامین په لاره کې د پام وړ همکاري نه ده شوې. لومړیتوب باید دغې لړۍ ته په فعالانه ډول دوام ورکړي او په دې برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.
حکومتول: لومړیتوب په پام کې لري چې د حکومتولۍ په برخه کې د ولسي جرګې ټاکنیز بهیر تر پاملرنې لاندې راولي او پر دې سربېره د افغانستان د حکومت وزارتونه، عمومي ریاستونه او ولایتونه په موثر شکل معرفي کړي خو په دې هکله هم د تېر یو کال په جریان کې لازمه اندازه معلومات نه دی تر لاسه شوی.
پښتو لیکوالي: د پښتو لیکوالۍ په برخه کې ځینو مهمو اړخونو ته اشاره کېږي لکه کوم کتاب لومړی ولیکو، د کال غوره لیکوال به څوک وي او په دې برخه کې د نړۍ مشهور نړیوال کتابونه هم معرفي کېږي.
پښتو ژباړه: پښتو ژباړه چې د لیکوال د وېب سایټ یوه مهمه برخه ده په دې برخه کې هغه کتابونه معرفي کېږي چې د لیکوالو له لوري تر ژباړه لاندې وي، د کال غوړه ژباړن معرفي کېږي او هغه لنډې ژباړې هم په دې برخه کې خپرېږي چې د لیکوالو له لوري لومړیتوب ته لېږل کېږي.
لیکنې: د لیکنې برخه چې د لومړیتوب تر ټولو مهمه، د پام وړ او هر اړخیزه برخه ده په هغه کې د اسلام، سیاست، انجنیري، ټولنې، اقتصاد، ادب، تاریخ، فلسفې، کرنې او مالدارۍ، روغتیا او حقوقو په برخه کې خورې ورې لیکنې خپرېږي او د لومړیتوب مهمه برخه آرشیف هم تر دې عنوان لاندې ساتل کېږي.
جرګه ځای: د لومړیتوب په جرګه ځای کې د جرګې غړي په بحث او خبرو اترو بوخت وي او له دې لارې د چټ کولو آسانتیا تر لاسه کولای شي.
کتابتون: د لومړیتوب په کتابتون کې مختلف ډول کتابونه ساتل کېږي چې ناولونه، کیسې، تاریخ او داسې نورو پورې اړه لري.
اړیکه: د لومړیتوب د اړیکې برخه لیکوالو ته د اړیکې د لېږلو چل ښيي، دوی ته د لومړیتوب ایمیل آدرس په لاس ورکوي او داسې نور.
پر دې سربېره لومړیتوب د فېسبوک د لارې هم د پیدا کېدو وړ دی، په فېسبوک کې یوه ځانګړې پاڼه لري او ځینې مطالب یې د فېسبوک د لارې هم په لیکه کېږي او یا هم د ځانګړي لینک د لارې د لېدلو او لوستلو وړ کېږي.
لومړیتوب وېب پاڼه د همکارانو لیکوالانو ژوند لیکونه او تصویرونه هم خپروي او د نن څېره په نامه د هغوی انځورونه په لیکه کوي چې د لیکنې لور ته د افغان لیکوالو د تشویق باعث کېږي. همدارنګه نړیوالې څېرې، په زړه پورې تصویرونه او وېدیوګانې هم د لومړیتوب برېښناپاڼې د لارې د لیدلو وړ دي.
سره له دې چې له لومړیتوب څخه د افغانانو هېلې، آرمونه او توقعات زیات دي خو د دې خبرې یادونه ضروري ده چې دغې برېښناپاڼې په تېر یو کال کې ښه اوږد مزل وهلی دی، ګڼ شمېر علمي او معلوماتي مسایل یې خپاره کړي، انځورونه یې په لیکه کړي او زیات شمېر افغان لیکوالانو ته یې زمینه برابره کړې چې تشویق شي او د لیکنې خوا ته په زیات فعالانه شکل مخه کړي. زموږ هیله به دا وي چې لومړیتوب خپل مزل نور هم ګړندی او بنسټیز کړي او هغه نقشه ګام پر ګام عملي کړي چې د افغانستان د لومړنیو کلتوري اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې کښلې ده.
ګل آغا احمدي وردګ
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.