ژباړه: شهاب الدین افغان
سريزه
د کريديت سيستم لايحه د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د لوړو زده کړو په برخه کې يوګټوره او پرمختللي لايحه ده.
په هېواد کې د لوړو زده کړو سيستم د رامنځته کولو او د دنيا د مختلفو هېوادونو له پوهنتونو سره د اړیکې په صورت کې ددې اړتيا ليدل کېږي چې دغه سيستم په بريالي توګه عملي او هغه خنډونه چې د لوړو زده کړو په برخه کې شتون لري ددې سيستم په رامنځته کولو سره له منځه ولاړ شي.
ددغې سيستم له عملي کولو او پر لار اچولو څخه موخه داده چې محصل وکولاي شي هغه فعاليتونو او کړنو کې برخه واخلي چې دده د زده کړې لپاره موثر تمامېږي او ددې سيستم په عملي کولو سره به د هېواد لوړې زده کړې د نړۍ له معيارونو سره عيارې شي، ځکه چې په دغه سيستم کې محصل ته اسانتيا او يو څه ازادي ورکړل شوې او د وخت له ضايعه کېدو څخه مخنيوی شوی او د چټک پرمختګ زمينه ورته مساعده شوې ده او همدارنګه په دغه سيستم کې د استادانو مسوليتونه او فعاليتونه د محصل د علمي کچې د لوړاوي لپاره ډير ګټور تمامېږي.
په دغه سيستم کې د اسانتياوو او امکاناتو لکه وخت، د کار طريقه او اقتصادي اسانتياوې د محصل لپاره په نظر کې نيول شوې دي او په په دغه سيستم کې محصل کولای شي چې په فکري،مالي لحاظ او د وخت په نظر کې نيولو سره ځان عيار کړي.
تعريفونه
الف:ـ کريديت يو درسې واحد دی چې په يوه تحصيلي دوره کې د هر مضمون ونډه په ګوته کوي چې يو کريديت د ۱۶ درسي ساعتونو څخه عبارت دي.
ب:ـ اساسي مضامين: اساسي مضامين هغه مضامينو ته وايي چې د يوې رشتې اساس تشکېلوي.
ج: ـ اجباري او مسلکې مضامين: له هغو مضامينو څخه عبارت دي چې د هغې پوره کول په يو محصل باندې د تحصيلي دورې د پوره کولو د عمده شرايطو له جملي څخه دي. چې په ځينو پوهنتونونو کې دغه مضامين اصلي رشته تشکېلوي.
د:ـ اختياري مضامين: هغه مضامين دي چې د پوهنځي د ديپارتمنت له خوا ټاکل کېږي او د پوهنځي د علمي شورا له خوا تاييدېږي، د دغې مضامينو د انتخاب لپاره محصل کولاي شي چې د شورا له تايد شوو مضامينو څخه يو يا څو انتخاب کړي.
ه: ـ پوهنتون شموله مضامين: دا له هغه مضامينو څخه عبارت دي چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو او همدارنګه ټولو پوهنځيو کې بايد تدريس شي چې له اسلامې ثقافت – معاصر تاريخ – ژبه – چاپېريال ساتنه – کمپيوتر) څخه عبارت دي او همدارنګه د بدنې روزنې مضمون په نا مسلکي پوهنځيو کې اختياري دی.
و: پیش شرط مضامین: د هغه مضامین چې د تخصصې مضامینو څخه مخکې ددې لپاره لوستل کېږي چي د تخصصې مضامینو زده کړی ته لاره هواره کړې، مثلاً د بیوشیمې مضمون څخه مخکي کیمیا او بیولوژې باید مخکي ولوستل شې تر څو د بیوشیمی مضمون په زده کړه کی اسانتیا رامنځته شې.
ی:ـ د مضامينو لنډ کوډ يا شفر شمېره: د يو مضمون لپاره له هغه کوډ څخه عبارت ده چې د مضمون د لومړنیو دوو یا درې حروفو، د دیپارتمنت یو یا دوو حروفو، د پوهنځی دوو یا درې حروفو او همدارنګه د مضمون او سمستر د ګڼې له مخې ترکیب وي.
ز:ـ هر تحصيلي کال کې بايد دوه سمسترونه شامل وي او په هر سمستر کې بي له ازموینې څخه ۱۶ درسي هفتي په بر کې نېسي. نو په دي بنسټ يو کريديت برابر له ۱۶ درسي ساعتونو او ۵۰ دقيقو څخه عبارت دی چې په يوه هفته کې بايد دوه ځلي ولوستل شي، دوه ساعته عملي کار يا لابراتوار او يو ساعت ستاژ يعني ساحوي کار د يو درسي ساعت سره برابر دی.
اساسات
اوله ماده
افغانستان د لوړو زده کړو پوهنتونونو او خصوصي موسساتو کې د لسانس تحصېلي دوره د (۲۵ او ۲۷) مادې په استثنا لږ تر لږه څلور کاله ده ، او همدارنګه د ماسترۍ دوره يو نيم او يا دوه کاله ده، ممتاز محصلين کولای شي دغه دوره په لږ وخت کې هم سرته ورسوي.
د تخنېکې او طبي علومو پوهنځي لپاره د لسانس دوره د تحصېلي نصاب تر پای ته رسولو وروسته تعېنېږي.
دوهمه ماده
د لسانس دوره لږ تر لږه بايد (۱۳۶)کريديټه وي ، اوهمدارنګه د یو سمستر کریدیتونه باید د (۲۱) څخه زیات نشي.
دريېمه ماده
د لسانس دورې ټول مضامين په څلورو کټګوريو ويشل شوي چې له اساسې مضامينو، رشتوي مضامينو، اختياري مضامينو او پوهنتون شموله مضامينو څخه عبارت دي. چې په دغه سيستم کې د يادو کټګوريو سلنه عبارت ده له: اساسي مضامين زيات نه زيات (۳۰٪) ، رشتوي مضامين يا تخصصي مضامين (۵۰٪) اختياري او د پوهنتون شموله مضامينو په شمول (۱۲٪) مونوګراف سيمينار دولتي ازموينه پروژه او ديپلوم (۸٪) تشکېلوي ددغو مضامينو د ازموينو نومري له (۱۰۰٪) څخه محاسبه کېږي د مضامينو سلنه بايد په علمي پلان کې مشخصه شي.
څلورمه ماده
د مضامينو د کټګورۍ چې له اساسي مضامينو رشتوي يا تخصصي مضامينو، اختياري او پوهنتون شموله مضامينو څخه عبارت دي فهرست یې بايد د پوهنځي د ديپارتمنټ له خوا ترتيب او د اکاډیمیکو مراحلو وروسته د اجراء وړ ده.
پنځمه ماده
يو مضمون بايد په ورځ کې له دوه ساعته څخه زيات تدريس نشي عملي کار په ورځ کې استثناً څلور ساعته او ساحوي کار کیدلای شي ټوله ورځ په بر کې ونېسي.
شپږمه ماده
يو مضمون يا کورس په يوه هفته کې زيات نه زيات بايد پنځه کريديټه تدريس شي او د کريديټونو شمیر بايد په درسي پلان کې مشخص شي.
په کورس کې ګډون او د مضامينو انتخاب
اوومه ماده
د يو محصل مکلفيت په يو سمستر کې له (۱۷ – ۲۱) کريديټونه دي او د کريديټونو دا انټروال د هغه محصلینو لپاره ندي چی د تیرو سمسترونو مضامین ورباندی پاتی وی.
محصل کولای شي چې د کريديټونو لپاره تر ثبت نام وروسته دوه هفتې له يو يا دوو مضامينو څخه صرف نظر شي په دې شرط چې د سمستر د کريديتونو عمومي مجموعه يې له (۱۷) څخه کمه نه وي.
اتمه ماده
استادان او مربوطه ديپارتمنت مکلف دئ چې د سمستر له پیل څخه وروسته د هر مضمون کورس پالېسي ارايه کړي، په کورس پالېسۍ کې بايد مربوطه استادان د کورس د پالېسۍ د ترتيب لپاره د مفرداتو عنوانونه، درسي پروګرام ، د درس مخته وړلو طريقه، د تدريس د ارزيابۍ طريقه او همدارنګه نور ضروري معلومات ارايه کړي.
نهمه ماده
د يوه کورس مخته وړلو لپاره بايد زيات نه زيات کوښښ وشي چې د محصل د انکشاف لپاره زياته برخه په درس کې ورکړل شي، لکه د لکچر دارايه کولو پر ځای باید د مناقشو په ترتيبولو، د سمينار په وړاندې کولو ، عملي او لابراتواري کارونو او نور کارونه د کورنۍ دندې په توګه ورکړل شي (ضميمه ۳)
لسمه ماده
محصل بايد د سمستر له پیل څخه يوه هفته وروسته د ياد سمستر لپاره ثبت نام وکړي، کومو مضامينو لپاره چې محصل ثبت نام کړي بايد د لارښود استاد او همدارنګه ددغې لايحې د نورمونو په بنسټ د مضامینو د لارښود استاد، لایحی او پوهنځي د نورو اسنادو له لارښوونې سره سم مخته ولاړ شې، او همدارنګه لارښود استاد باید د پوهنځي د علمې شورا لخوا د هرو شلو محصلینو لپاره وټاکل شي چه د محصلینو د مشکلاتو د حل لپاره کوشش وکړې چه دغه فعالیت د استاد په علمې ګړنو کې محاسبه کیږې. (ضميمه شماره ۲)
يولسمه ماده
د پوهنځي اړونده ديپارتمنونه مکلف دي چې د اختياري مضامينو لست ترتيب او په نصاب کې یې شامل کړي او د محصل په واک يې ورکړي. (ضميه ۱۰)
دولسمه ماده
۱. محصل کولای شي چې په ټوله تحصېلي دوره کې يوازې د یو وار او زيات نه زيات د يو کال لپاره تاجيل واخلي محصل بايد د سمستر له پیل څخه مخکې او يا هم د سمستر په لومړۍ هفته کې پشنهاد وکړي، د تاجيل د اخيستلو لپاره د پوهنځي رياست او د پوهنتون رياست موافقه شرط ده.
۲. په هغه صورت کې چې محصل د ځينو غير مترقبه حوادثو يعني شديد زخمي کېدل رواني او داسې نورو په اساس په مسلسله توګه غايب شي او ونشي کولای چې خپله حاضري تکمېل کړي محصل بايد د مربوطه حادثې لپاره داسې اسناد ولري چې د اعتبار وړ وي، نو په دې اساس د پوهنځي علمي شورا دا صلاحيت لري چې د نوموړې غيابت په یو کلن تاجيل کې محاسبه کړي.
۳. ټول هغه ښځينه محصلانې چې متاهل وي او د حمل له وجې ونشي کولای چې خپله حاضري تکمېل کړي نو محصله بايد د حمل کېدو داسې اسناد په لاس ولري چې د پوهنځي رياست ته د اعتبار وړ وي، پدې لړ کې د پوهنځي علمي شورا کولای شي د نوموړې د غيابت موده په يو کلن تاجيل کې محاسبه کړي.
۴. په هغه صورت کې چې محصل د دوهم ځل لپاره د غير مترقبه حوادثو په اساس غير حاضر وشميرل شو ، د لايحي له مخې د تحصېلي دورې لپاره د ټاکل شوې معيار په نظر کې نيولو سره د پوهنتون علمې شورا کولای شي د محصل په اړه تصميم ونېسي.
دیارلسمه ماده
د اساسي مضامينو ټاکنه د ديپارتمنټونو مکلفيت دی، چې د پوهنځي د علمي شورا له خوا تايدېږي.
څوارلسمه ماده
۱. هر مضمون يو مشخص کوډ نمبر لري چې په هغې کې د انګلېسي ژبي دوه لمړنې حروف د پوهنځي لپاره او درې وروستنې حروف يې په مضمون او سمستر پورې اړه لري.
۲. دوه لومړنې حروف د پوهنځي لپاره ځانګړي شوي دي چې دغه حروف په اصل کې د مختلفو پوهنځيو د نومونو لمړني توري دي د بېلګې په ډول د زراعت لپاره Ag ساينس Sc، ادبيات Li، ستوماتولوژي St او داسې نور.
۳. په ياد کود نمبر کې له (۳) اعدادو څخه یو لومړنې په سمستر پورې اړه لري او وروستنی دوه عدد يې د يوه مضمون څرګندوی دی.
د بېلګې په ډول په (۲۱۱) عدد کې د ۲ عدد معنی د تحصيلي دورې دوهم سمستر او وروستني دوه عددونه (۱۱) د مضمون د نمبر څرګندوی دي او دغه دوه وروستني عددونه په عين پوهنځي کې د تکرار وړ نه دي (ضميمه ۱۰)
پنځلسمه ماده
۱. هر ديپارتمنت د خپلو امکاناتو په نظر کې نيولو سره د محصلينو لپاره بايد په هر صنف کې د يو کال لپاره يو لارښود استاد وټاکي.
۲. لارښود استاد بايد د محصلينو له اړونده رشتې څخه تعين شي او د محصلينو د ټولو اکاډيميکو چارو مسوليت په غاړه واخلي (د استادانو د مکليفيتونو لايحه)
ازموېنه او د هغې ارزيابي
شپاړلسمه ماده
په يو مضمون يا کورس کې د حاضرۍ پوره کول حتمي شرط دی، چې د نهايي ازموېنې د شموليت لپاره بايد محصل په يو مضمون کې (۷۵٪) حاضري تکميل کړي. (صميمه شماره ۴)
اوولسمه ماده
د (۲۵٪) څخه زياته غیر حاضري د اړونده مضمون د نومرو د محروميت سبب ګرځي.
اتلسمه ماده
۱. هر مضمون لپاره د کاميابۍ نومره (۵۵) یي او د هر سمستر لپاره لږ تر لږه (۶۰٪) عمومي فيصدي لازمې شرط دی. (ضميمه شماره ۶)
۲. د نومرو اوسط په دې ډول محاسبه کېږي چې په هر مضمون کې اخيستل شوې نومرې د مضمون له کريديټ سره ضربېږي، د ضرب شوو نومرو د ضرب حاصل جمع کول او د سمستر په مجموعي کريديټونو تقسيم کړل شي. (ضمیمه شماره ۷)
نولسمه ماده
د هر مضمون د نومرو ارزيابي په لاندي ډول صورت نېسي.
الف – نهايي ازموينه (۶۰٪) (ضميمه شماره ۶)
ب – صنفي ازموېنه ، کورنۍ دنده او د صنف داخلي فعاليت (۲۰٪) (ضميمه ۶)
ج – تطبيقات (۲۰) (ضميمه ۶)
د- هغه مضامين چې عملي کار او تطبيقاتو ته ضرورت نه لري د هغو د نومرو ارزيابي زيات نه زيات له (۸۰٪) څخه محاسبه کېږي.
ه – د صنفي پروژې ستاژ او تدريس د پوهنځيو خپل صلاحيت دي.
شلمه ماده
۱ :ـ که چېري يو محصل په يو يا څو مضامينو کې چې د سمستر د مجموعي کريديټونو له نېمايې څخه کم وي د کاميابۍ نمري ترلاسه نه کړي په هماغه مضامينو کې ناکام حسابېږي اړونده مضامینو د تکمیل لپاره د دوه سمسترونو تر منځ رخصتیو او یا په راتلونکې سمسترونو کې د تسلسل په مراعت کولو سره د لاندیي امکاناتو څخه استفاده کیدای شي:
الف: د څلورو نه تر اتو هفتو پورې (هغه مضامینو تعداد په نظر کی نیولو سره چې محصل پکې د کامیابۍ نومري ندې اخیستي) کورس تعقیبیږې او په اخیر کې د دغه مضامینو ازموینه اخیستل کیږې.
ب: د مربوطه دیپارتمنت لخوا هغه کورنۍ دنده چی دکورس دمحتوا مطابق د څلورو نه تر اتو هفتو ورکړل شوې د پوره کولو په صورت کې ازموینه اخیستل کیږې.
د پوهنځې او دیپارتمنت په ګډه مشوره د ناکامو محصلینو لپاره د ازموینو مهالویش ترتیبوې او د ازموینې وروسته دیپارتمنت د دغو ازموینو نتیجه د یوی هفتې په اږدو کې په رسمي ډول پوهنځي ته استوې.
۲. په هغه صورت کې چې محصل د سمستر نېمايي کريديت پوره کړی وي نو دنومرو اوسط يې د باقي مضامينو له تکمېل وروسته محاسبه کېږي.
۳. هر هغه محصل چې د سمستر په ټولو مضامينو کې يې د کاميابۍ نومرې تر لاسه کړې وي خو د سمستر اوسط يعنې (۶۰٪) يې نه وي پوره کړي راتلونکی سمستر ته ارتقاء کولی شی د اخطاری سره.
۴. په هغه صورت کې چی یو محصل په یو یا څو مضامینو کی ناکام وي خو د سمستر د کریدیتونو پنځوس فیصدي یي پوره کړې ده (په استثنا د اختیارې او پوهنتون شموله مضامینو) او په دوهم چانس کې د بیا ځل لپاره په یو مضمون کې ناکام شو نو ناکام شوي مضمون به د څلورو هفتو په جریان کې تعقیبوې او که په دریم چانس هم ناکام شو نو ناکام شوی مضمون به په راتلونکی سمستر کی تعقیبوی او که د بیا تعقیب په صورت کې هم ناکام شو محصل د پوهنځی څخه په دایمی ډول منفک حسابیږی، خو د پوهنتون شمول او اختیارې مضامینو ناکام محصلینو ته د مخکیني ازموینې وروسته زیات نه زیات دوه هفتي د بل چانس لپاره ورکول کیږي، خو هغه محصلین چې په دوهم چانس کې د یو څخه په زیاتو مضامینو کې ناکام شې په همغه سمستر کې تکرار شمیرل کیږي.
۵. په هغه صورت کې چې د يو يا څو مضامينو د نهايي ازموينې د نتيجې راپور د استاد له خوا نېمګړي (Incomplete) ورکړل شو، لکه د ازموېنې د پايلو يوه برخه چې عبارت ده له صنفي فعاليت ، کورنۍ دندي تطبيقات او يا هم نهايي ازمويني نه ورکړه)، د اړونده سمستر مجموعي اوسط له نېمګړي مضمون نه بغير نه محاسبه کېږي. نېمګړی (Incomplete) مضمون بايد د راتلونکې سمستر د پيل وړاندې بايد تصفيه شي.
یویشتمه ماده
۱. محصل په هغه صورت کې راتونکې سمستر ته ارتقاء کولای شي چې د سمستر لپاره د ثبت شوو کريديټونو نېمايي تکمېل کړي.
۲. که يو محصل د سمستر لپاره د ثبت شوو کريديټونو له نېمايې څخه په زياتو کريديټونو کې ناکام ، محروم او يا غايب شي نو دغه محصل د ياد سمستر ناکام ګڼل کېږي، یوازی ناکام مضامین به په راتلونکې کال کې په همغه سمستر کې تعقیبوي او نمراتو اوسط د ناکامو کریدیتو د پوره کولو وروسته محاسبه کیږی.
دوه ویشتمه ماده
که چېري يو محصل په عين سمستر کې دوه ځلي د اړونده سمستر نېمايې کريديټونو څخه په زیاتو کی ناکامی د محصل د اخراج لامل ګرځي. (ضميمه ۷)
در ویشتمه ماده
۱. که چېرې يو محصل د لومړي ځل لپاره په يو سمستر کې د نومرو اوسط (۶۰٪) پوره نه کړي محصل ته په عين سمستر کې شفاهی اخطار ورکول کېږي او د نتایجو په جدول کې باید ولیکل شی، او که چېرې په مسلسل ډول په دوهم سمستر کې هم پوره نه کړې لیکلی اخطار ورکول کیږی او د محصل څخه لکلی تعد اخیستل کیږې، که چیری په مسلسل ډول په دریم سمستر کی هم د نمراتو اوسط پوره نه کړی محصل د پوهنځی څخه په دایمی ډول منفک کیږی.
۲. که چېرې يو محصل په يو سمستر کې د نیمایي کریدیتونو د نه پوره کولو په صورت کې اخطاريه واخلي او په راتلونکې سمستر کې د دوهم ځل لپاره د ارتقاء لپاره معياري شوي کريديټونه پوره نه کړي، محصل په اړونده سمستر کې ناکام او د پخواني سمستر له اخطاریې سره سم به اړونده سمستر په راتلونکې کال کې تعقېبوي.
څلور ویشتمه ماده
هغه پوهنځي چې دوره يې څلور کاله وي، ټوله موده يې شپږ کاله حسابېږي او هغه پوهنځي چې تحصېلي دوره يي له څلورو کلونو څخه زياته وي اضافي موده يې درې کاله ده ، د پورته تحصېلي دورو په نظر کې نېولو سره که چېري د محصل موده چې په لايحه کې ځانکړې شوې زياته شي محصل له پوهنځي څخه په دايمي ډول منفک کېږي.
پنځه ویشتمه ماده
د کاميابو او ناکامو مضامينو د نومرو درجه بندي په لاندي ډول ده:
ګڼه د نومرو انتروال درجه تشريح
1 100 ~ 90 A
2 80 ~ 89 B
3 70 ~ 79 C
4 55 ~ 69 D
5 55 > 0 F
هغه نومرې چې له (۵۵) څخه کمې وې ناکام حسابېږي او په F توري ښودل کېږي. (ضميمه ۹)
شپږ ویشتمه ماده
با استعداده او لايقه محصلين کولای شي چې د تحصېلې دورې لپاره ټاکل شوي کريديتونه د اړونده دورې لپاره له ټاکل شوې مودې څخه وړاندي پوره کړي.
اوه ویشتمه ماده
هغه موضوعات چې په دغه لايحه کې نه دي تشريح شوې د پوهنتون علمي شورا په تصميم نېولو او د لوړو زده کړو وزارت تر تايد وروسته د اجراء وړ دي.
اته ویشتمه ماده
دثبت نام لپاره ځانګړي شوې موارد، سندونه او فورمونه د دي لايحي په اساس بايد د محصلانو مديريت او تدريسي مديريت تري استفاده وکړي.
ضميمه (۱) د نویو شاملیدونکو فورم او تعهد نامه.
ضميمه (۲) د مضامينو د انتخاب فورم .
ضميمه (۳) د کورس پالېسی په شمول اصلي او فرعي موضوعات او د
يو سمستر لپاره مربوطه فعاليتونه.
ضميمه (۴) د حاضرۍ توحيدي جدول.
ضميمه (۵) په ليليه کې د شموليت فورم.
ضميمه (۶) د ازموېنو شقه.
ضميمه (۷) د نتايجو جدول د کريديټ د لايحې له مخې.
ضميمه (۸) د محصل د تحصېلي فعاليت فورمونه .
ضميمه (۹) د ترانسکريپت فورم.
ضميمه (۱۰) د کريديټ سيستم د تحصېلي پلان فورم
نهه ویشتمه ماده
دغه لايحه يوه مقدمه (۲۹) مادې او لس ضميمي لري چې وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا تايد او د عملي کیدو وړ ده.