ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Selection of Superplasticizers for High-Performance Concrete
په کانکریټو کې د مخلوطولو لپاره ټاکل مقدار اوبه اچول کیږي .ډیر وخت کانکریټ ددې وړ نه وي چې سم ولیږدول شي او په ښه توګه په قالب کې خپل ځای ته ورسول شي او سخت وي .نو ددې لپاره چې دا ستونزه حل سوپر پلاستیک سیزر مرکب په کانکریټو کې د هغې د مایع والي لپاره اچول کیږي .ډیری سوپرپلاستیک سیزرونه مرسته کوي چې د کانکریټو سلمپ قیمت له 30 تر 45 دقیقو پورې لوړ وساتي .خو یو شمیر پورتلنډ سیمنټ له سوپرپلاستیک سیزر سره ښه کار نه کوي .دا ستونزه یواځې هغه وخت ډاګیزه کیدای شي چې د سوپرپلاستیک سیزر عمل تشریحي مطالعه شي.
د سیمنټ او سوپرپلاستیک سیزر غبرګون او موافقت . Cement and Super plasticizer Reactivity and Compatibility
دا ستونزمنه ده چې د سوپرپلاستیک سیزر دقیق تشریح وشي .خو له ډیره ستونزو یې یوه مهمه ستونزه داده چې د لوړ کارکردګۍ کانکریټ جوړولو پروخت د هغې سلمپ قیمت له لاسه ورکوي.کله چې موخه د اوبو –سیمنټو له ټیټ نسبت سره لوړ قیمت سلمپ وي ،دغه ستونزه بیا حتما راښکاره کیږي.
په عام ډول له 120 تر 135 L/m3 پورې اوبه د لوړ کارکردګۍ کانکریټو په تولید کې کاریږي په داسې حال کې چې په عادي کانکریټو کې له 160 تر 180 L/m3 اوبه کاریږي .د اوبو مقدار د داخلې کړای شوي هوا په مقدار ،د جغل په ترټولو غټ سایز ،طبیعي حالت او یو شمیر نور فکتورونو پورې اړه لري. د لوړکارکردګۍ کانکریټو ریولوژی د لاندې عواملو په واسطه اغیزمن کیږي.
- هغه اندازه په کوم کې چې د پورلنډ سیمنټ بیلابیل منرالي پړاوونه د اوبو له مالیکولونو سره تعامل کوي.
- د سوپرپلاستیک سیزر هغه مالیکولونو اندازه چې د اوبو او سیمنټو نوو مرکبونو په واسطه ایسار شوي وي.
- کلسیم هیمي هایدرایټ (پاریس پلستر ) کوم چې د ګچو او اټرینګایټ د ډیهایډریشن په واسطه منځ ته راځي دا هغه پړواونه دي چې زیاتي اوبه مصرفوي او چټک هایدریشن په کې منځ ته راځي .
مطالعاتو ښودلې چې له پورتلنډ سیمنټو سره د سوپرپلاستیک سیزر ورزیاتول ،ددوي مالیکولونه د ډای او ټرای کلسیم سلیکایټونه پرمخ جذب کیږي.دا ددې لپاره کیږي چې دو هایدریشن پروسې کنترول کړي او له غوښتل شوو شرایطو سره سم یې ورو کړي.د سیمنټو ریولوژیکي تعامل کیداشي هغه اندازه وګڼل شي په کوم کې چې د سیمنټو په لومړیو مخلوطولو کې د سیمنټو په واسطه اوبه مصرفیږي.
لیدل شوي چې د هایدریشن د پروسو پرمهال یو شمیر پلاستیک سیزر مالیکولونه هم مصرفیږي .له مخلوطولو وروسته د سوپرپلاستیک سیزر مالیکولونو مصرف لحظه د سیمنټ /پلاستیک سیزر د موافقت په توګه پیژندل کیږي.دا ستونزمنه ده چې لوړکارکردګۍ کانکریټ د اوبو-سیمنټو له ټیټ نسبت سره جوړ شي هغه باید بیا هم باید له 200mm ابتدايي سلمپ سره تر 30 دقیقو پورې 50mm سلمپ ولري .تجربو ښودلې چې د وخت په تیریدو سره د کانکریټ سطحه ځلا لرونکې کیږي. او دا ښه نه ده چې د سلمپ د زیاتیدو لپاره نور سوپرپلاستیک سیزر ورزیات کړای شي.په داسې حالاتو کې د سلمپ ترلاسه کیدو لپاره کیدای شي یو کم مقدار اوبه ورزیاته کړای شي،خو کله چې په کې تعاملات صورت ونیسي دا سلمپ به هم ورسره کم شي.نو د لاندې څیړونو په ترسره کولو سره لوړکاردګۍ کانکریټ کیدای شي مشخص شي.
- ایا سیمنټ ټیټ ریولوژیکي فعالیت لري؟
- ایا کارول شوي سوپرپلاستیک سیزر به د اټټرنګایټ له کریستالونو سره سیالي ونه کړي.؟
نو داسې کوم نظزي میتود نشته چې پورته خاصیتونه پیدا کړي.نو ځکه باید د خطا-اصلاح میتود سره مخ ته لاړ شو.د شهربوک پوهنتون لخوا یو تجربوي ازمایښت ترسره شو.ښکاري چې دا میتود موثر او نهایت د باور وړ دی.د سیمنټو بیلابیل ډولونه چې ټرای کلسیم المونیمیت ،تتراکلسیم المونیم فریت ،چونه ډکوونکي ،ډای او ټرای کلسیم سلیکایټ مقدارونو کې متغیروالی له میده والي کارونو سره له دې ازمایښت موافقت کړی.دی ټول ترتیب ته ریوپمپ پروسه وايي.په دې ازمایښت کې یو وړوکی پمپ وي کوم چې د اوبو –سیمنټو 0.35 نسبت لرونکي سیمنټي دوغې ته دوران ورکوي.دوغه کې به نپتالین سوپرپلاستیک سیزر کارول شوي وي.د پلاستیک سیزر مقدار به په دوغه کې دکارول شوو سیمنټو په ډول پورې اړه ولري.دا مقدار د څلورو دقیقو لپاره نیول شوی وي.کله چې د ابتدايي وخت اندازه کول ختم شي ،دوغه په بل پلاستیکي کانټینر کې اچول کیږي او تر راتلونکي اندازه نیونې پورې مسلسل حرکت ورکول کیږي .بله اندازه کونه به څلویښت دقیقي وروسته وشي.اوس نو له یو وروسته د غوره شوو سیمنټو او سوپرپلاستیک سیزر توافق په اړه مالومات لاس ته راځي .
د لوړ کارکردګۍ کانکریټو لپآره د سوپرپلاستیک سیزر غوره کارول . Selection of Superplasticizer for High-Performance Concrete
یو شمیر هغه عام اصول چې د کانکریټو هرتولیدونکی یی باید په پام کې ونیسي.
د سوپرپلاستیک سیزر ډول .
یواځې په جامد مقدار کې وړاندیز دادی چې کله له میالامین سره پرتله شي نو نپتالین سوپرپلاستیک سیزر وکارول شي .نپتالین سوپرپلاستیک سیزر له جامد مقدار سره له 40 تر 42% پورې وي .میالامین سوپرپلاستیک سیزر جامد مقدار له 22 تر 30% پورې دی .
تجربو ښودلې چې د سوپرپلاستیک سیزر اغیزمنتیا په لاندې پارامیترونو پورې اړه لري.
- د شته جامدو موادو مقدار فیصدي.
- جامدو موادو مقدارکیفیت.
- د باقي مانده سلفایټو مقدار.
نو باید ویلی شو چې د سوپرپلاستیک سیزر غوره کول یواځې په جامد مقدار پورې اړه نه لري بلکي همدارنګه اقتصادي اغیزمنتیا پورې هم اړه لري.نور فکتورونه چې د سوپرپلاستیک سیزر په کیمیاوي او تخنیکي ستونزو پورې اړه لري.لکه د علاوه کوونکي مرکب تولیدونکي کمپنۍ خدماتو کیفیت ،د پلاستیک سیزر کیفیت غلظت ،د پلاستیک سیزر لیږد او په هغو کمپنیو باور .
د سوپرپلاستیک سیزر برانډ. Brand of Superplasticizer
د سوپرپلاستیک سیزر تولیدونکو که هغه نپتالین وي او یا میالامین وي شمیر محدود دی.دا ددې لامل کیږي چې څو تجارتي سوپرپلاستیک سیزر یو شان خواص او یوشان ریکتور ولري.خو د سوپرپلاستیک سیزر اصلیت له دې مالومیدای شي چې هغه له حرارتي تحلیل سره مخ شي.پخوا به په بازار کې یواځي یو برانډ سوپرپلاستیک سیزر موندل کیده خو نن سبا ډیر برانډونه پیداکیږي .سوپرپلاستیک سیزر هم په جامد او هم په مایع شکل پیداکیدای شي.خو ډیری وخت له مایع ډول څخه ګټه اخستل کیږي.باید په یاد ولرو چې سوپرپلاستیک سیزر د چاپیریال له تودوخې سره پوره حساس وي ،د نپتالین سوپرپلاستیک سیزر کیدای شي په منفي څلور درجې سانتي ګرید کې کنګل شي.کله چې تودوخې درجه له منفي پنځه ټیټه وي د هغې سلیښت ناک والی به کم شي.دا هغه خاصیت دی چې د سوپرپلاستیک سیزر په واسطه تضمین ورکول کیږي.که کوم سوپرپلاستیک سیزر کنګل شوی وي نو هغه باید په مثبت 35 درجې سانتي ګرید کې د 24 ساعتونو لپآره پریښودل شي.که سوپرپلاستیک سیزر په ډیره لوړه تودوخه کې کیښودل هغه به خراب شي .هغه به بد بوی وکړي ،فنګس او باکتریا به په کې پیدا شي .نو غوره داده چې سوپرپلاستیک سیزر له 10 تر 30 درجو سانتي ګرید کې وساتل شي.
د سوپرپلاستیک سیزر دکارولو مقدار . Dosage of Superplasticizer
د سوپرپلاستیک سیزر مقدار په کانکریټ پلانټونو کې په لیتر سره په في مترمکعب کانکریټو کې نیول کیږي .که چیرې هدف دا وي چې د کانکریټو کاروړتیا زیاته شي نو په یو مترمکعب کانکریټو کې له یو لیتر څخه تر درې لیترو پورې سوپرپلاستیک سیزر اچول کیږي.که هدف دا وي چې په کانکریټو کې د اوبو مقدار راکم شي نو بیا په یو مترمکعب کانکریټو کې له 5 تر 20 لیترو پورې اچول کیږي .