لیکنه: حبیب الرحمن رحیمی
رڼا تیارې ته د ورتک بلنه ورکړه ،د عرفات ورځې دسیمې چاپيریال شپې ته وسپاره ،مخکې تر دې چې دکلیو په تشیال تیارې خپلې وزرې وغوړوي،هرڅه دالله اکبر خوږو نارو ته سترګې په لاروو چې اذان یې خاموشي ماته کړه مخکې تر دې چې په خوړو پیل وشي د روژې دار له خولې را ووتل چې اې زموږ ربه موږ ستا لره روژه نیولې ده، په ستا مو ایمان راوړی دی، په ستا موتوکل کړی دی اوستا په رزق سره مو روژه ماته کړه په دې خوږ و کلیمو سره د دې سپیڅلې مینې لړۍ دلمانځه اودعا ادا کونې او وینې سره لاپسې اوږده شوه خوکله چې له لمانځه وروسته دعا ته سره لاسونه لکه په ژمې کي دکلي مخ ته دمڼو باغونه اوچت شول د بښنې ،وصال،دیدن ،جنتونو ،د کوثر په جام کې داوبو څښلو ،شفاعت اونورو غوښتنه وشوه .
پدې وخت زیړ نوراني ګرد مخ د درو په سرکې د هسکوغرونو په منځ کې له کنډو را وکتل تا به ویل چې څوک څاري ورو ورویې دکلي سرته دراتلو زړه وکړ تر څو دسبا ورځې دمراسمو دګډون په موخه دخلکوسره په تابیاوو کې مرسته وکړي ، په سپین زړه هر چا ته غیږه ورکړي ،مرورو زړونو ته په غوږ کې څه واویې،دسیموالو د اختریزو جوړو ښکارونه وکړي ،د سینګارونې ښکلا یې وګوري ،درنګونې اوجوړونې نظم ته نظر ورکړي ،دتیاروشویو خوړو خوند وڅکي ، دلوښو په برابرونه کې لاس په کار شي ، دمیوې په اچولو کې برخه واخلي ، دجانان دراتلو په تاو راتاولارو کې هر لورته خوشبویي وپاشي ، دډالیو په چمتو کولو کې مینه موندونکې نو ښتونه وکړي ، چینارونو ته داوچتو شملو رنګ وټاکي نسیم هم په الوتولو را الوتولو شروع وکړي دنوې ورځې نوی څرک یې مسافري ورپه یاده کړي ،په خوب وړوسترګو دمنګیو په بدرګه له ګودره خدای په اماني وکړي اوستړي پردیس په اسماني بیابان کې خپل قدمونه ګړندي کړل له غرونو واوښت یوچا داسې زمزمه وکړه .
دنسیم له تیز ګامی معلومیږي
چې به ږدي قدم دتللو په رکاب ګل
تیارې تور رنګه ټوکر لا ټول کړی نه وو چې دمسجد له غږ لوړونکي څخه په خواږه زړه وړونکي اواز دلمانځه د ورتګ بلنه واوریدل شوه دورځې دلابرکتي کیدو لپاره یوښه پیل وو چې نور یې له ځان سره رڼاګانې ،ښکلاوې اوګڼې ګونې له ځان سره لرلې ،دې هیلې ته په هو ویلوسره دمسجد په غولي کې په ډلیز ډول سجدې ولګیدلې په زړه کې پرتې غوټې یې ټولې په دعا کې وسپړلې خو ترلمانځه وروسته ګډه دعا تر هرڅه خوندوره وه ځګه چې دتاریخ پدې تیریدونکي پړاو کې په سیمه درالویدلو بلاوو څخه دخلاصون په موخه لاسونه لپه شول په اخرت کې دحورو،غلمانو ،دفردوسي جنت ،شفاغت ،دښي لاسي کړن پاڼې غوښتنې په کې وشوې چې په زوره ورته امین وویل شول خلک دخطبې د اوریدو ته ورته په صفو کې دګلې ګلونو په څیرناست پاتې شول واعظ صاحب په سپينو جامو کې لکه دسولې پیغمبر ممبر ته وخوت دلوی اختر دورځې په مناسبت یې پوره ګلونه وپاشل دسرښندنې څوبیلګې یې له ابراهیمي سیرت را واخیستې اوخلک یې سپیڅلې مینې اواسلامي ورولۍ ته راوبلل .
خو دا وخت لمرتازه خپلې وړانګې په غروکې اچولې وې ، دخوړو بویونو کلی په سر اخیستی وو، عطرو اوخوشبوییوهم طبیعتونه خوشحاله ساتل ،دپرون د همدا وخت دشپونکیو نارې غلې وې چې نن يې دکلي په منځ کې وختي ماشومانوددې سحر هرکلی کړی وو، دکلي پنډ غالي ته دمزه لرونکو خوړو ،تودوڅښاکونو ،رنګینو جامو لړۍ راماته شوې وه ترڅو په ګډه دښکلا ،مینې ،لورې اواخلاص په فضا کې دلوی اختر دلومړۍ ورځې لمانځنه وکړي په یوالي ،سرښندنې ،پیرزوینې او ورکړې باندې ورته ښه راغلاست ووایي چې د قرانکریم په خواږه اواز ،دلاسونو په لپه کیدو او دخدای دنامه په اخستلو سره دسبا ناري پرانسته وشوه دکندورې دپاسه ډیرخوړو ښاري جوړښت درلود دکلیوالو خوړو بڼه اوخوند تر هرڅه زیات وو،دا وخت لمر هم په کلي کې اړولي وو،په دې ښکلي تشیال به یې سترګې درندې شوې وي چې خپلې وړانګې یې لا پسې غښتلې کړي اودشته ناستې ښکلا یې کمزوریې کړه په همدې پلمه کلیوالو لږمخکې پدې ستاینه خولې خلاصې کړې ثنا اوصفت هغه ذات لره دی چې موږ ته یې خواړه راکړل ،ماړه یې کړو او موږیې دمسلمانانو له ډلې وګرځولو درنګینوګلانو دکتار دوره داسې ودریده چې هسکو شملو یې دبل پوړ دګل دخوریدو زیری راوړی وو ،پرشونډویې موسکا خوروله اوله خولې یې دا خوږې جملې اخترمومبارک شه ،عبادتونه ،لمونځونه ،روژي ،تراویح اونیک عملونه مو قبول شه، حاجیان اوغازیان مو په کې دا خل شه چې له ښي لوري راتاویدونکي دورې لکه دلرغوني باختر په لوړو کوتلوکې دوریښمو تیریدونکي کاروانونه د مبارکۍ لړۍ لاپسې وغځوي یوڅوک داسې لنډۍ واوروي :
دلوی اخترمبارکۍ کې
زه به مي يار ته، لويه غیږه ورکومه
همدا ورځ به وه چې په کلي دستورو ځلا اوریدلې وه ، دماشومانو ډلې دپرونیو اشرپه څیردکلي په تاو راتاو کوڅوکې د راتلونکي زمانې دډاډینې پیغام په پوره زوږ اوشور سره مشرانو ته وړاندې کړ په مینه ناکو ژبو یې د طوطیانو په انداز کې اختریزې ښکلا ترانې زمزمه کولې اود اخترمبارکۍ متن یې هر مشرته په هره خلاصه دروازه کې ولوست خو د دوی په رنګینیو سره دکلي حریم ډک ښکاریده چې د سترګو پاملرنه یې ور ګرځوله په لربر کې دغځيدلو لارو خاموشي يې ماته کړې وه له کورنویې عیدۍ را ټولولې په خپلو سیمه ایزو لوبو بوخت شول ،ټول هغه څه یې نندارې ته وړاندې کول چې له اختره وړاندې یې تابیا ورته نیولې وه او خپلې هیلې یې په عمل کې ښودلې .
لویان هم دا وخت داختر مبارکۍ وروسته کورونو ته راستانه شوي وو نور یې بیړه درلوده چې دخپلې غاړې دخلاصولو په موخه دابراهیمي سنتو د پرځای کولو لپاره څاوري ذبح کړي ، برخې برخې یې کړي دهرچا برخه بیله کړي ، نور د اختر دنورو بوختیاوو لړۍ وغځوي ،د بې وسه کورونو له نغري هم لوګی دخوړو بوی راوړي چې د قربانیو له برکته دوی هم خواړه ومومي او په خپلو دعاګانو کې ورته ځای ورکړي او د هیلو د پوراوي لپاره یې لاسونه دغړشتي دونې په څیر چې د غره په ډډه کې ښکاري پورته شي.
کلی ښکلي وو خونن به پرې هرچا زړه بایللی وي ، چیرته چې روښانه لمر خپلې زیړې وړانکې لیږي، نرمه هوا دخوځيدلو ته هڅوي ،ټکنده غرمه کې وریځې د سوزونکو وړانګو مخ ته دریږي ، پدې ښکلې سیمه د ژغورنې لاس ونیسي ، دغوړیدلو ګلانو تازه ګي ساتي ، پر دې سربیره دا وخت لمرهم پوره مزل داسمان په شنه ورشو وهلی وو ،دغرونو څخه راوښتی وو،د سیمې په ژبه د ناشتې وخت وو، چې دابادیو له اړخه دسالمې انرژی دنشتون له امله دا وخت په کلي کې شنې لوخړې راپورته شوې اود دې لامل به شوې چې دسیمې شته شنه ښکلا دڅو شیبو لپاره له سترګو پټه کړي چې د نظرکیدلود مخنیوي ښه بانه کیدی شوای بلخوا دا یو ښه پیل وو چې دغرمې لپاره دهمدې شنو لوخړو پربرکت خواړه خوراک ته چمتو کیدل.
څاوریو ذبحې د اختر مراسمو ته لانوره ښکلا هم بښلې وه چې ناتوانه وګړو ته یې هم دا توان ورکړی وو چې ځانونه په اخترکې شریک او له نورو سره یوشان وګڼي دنورو کلیوالو سره په ګډه د سحرنۍ ،غرمنۍ او ماښامنۍ دسترخوان ولري چې دهر ډول ارزښت لرونکي خواړه او څښاکونه به پرې ایښودل شوي وو چې کله ناکله به دمرورو سترګو مخامختیا هم دخاموشی غوټۍ پرې راسپیړلې ، دځینو ځیرکتیا به تر دې اندازې لوړه وه چې د رازونو شالید ومومي او د بنډار په جوړښت کې تفریح او دمه ځای کړي.
اختر ته په درناوي هر زړه غوښتل چې مینه را وټوکوي همدا خواږه څه له خپلو خبرو سره ملګري کړي په الفاظو کې یې راونغاړي تر څو پرې هغه څه مات نکړي چې وروسته پیوند نه مني دا به وو چې دناستو ښکلا به تر دې اندازې زیاته وه چې څومره به یې زماني لړۍ زیاتیدله تلوسه او د بر خې اخیستنې لیوالتیا به یې ډیریدله دا موکې به هم ورسره ملې وې چې ځینې د خپل ژوند خوږې خاطرې دنورومخ ته کیږدي په خوښیو پیل دا بهیر لا پسې تاند وساتي.
دا وخت زیاتره رسمې اوغیرې رسمي چارې به ځنډیدلې له همدې ښه اوپرځای وخت څخه په ګټه اخیستنې اختریزوناستو کي به دکلي ګډ مسایل،پيښې او ستونزې څیړل کیدلې ،مشورې اخستل کیدلې دحل لارې ورته په ګوته کیدلې اوګډ تصمیم به د ټولو دمنلو کیدو څخه وروسته عملی کونې ته به راوړاندې شو چې دبیلګې په ډول دولس دخیر په پلمه دلارو دجوړولو عمومي حشرته دخلکو د راوتلو نوښتونه هم په کې تر سترګو شوي دي.
دخپلوۍ پالل د هر وګړي دنده ده چې داختر په بهیر کې د خپلوالونو لیدو ته ورشي ،مبارکي ورکړي ، دنیکو اعمالو دقبلیدو دعا ورته وکړي، دحال او احوال پوښتنه یې وکړې ، دزړه راز په پلمه روغبړ د ژوند په ټولو اړخونو داسې راچاپیر کړي چې پوښتنې لپاره به هم څه پاتې نه وي ،زړه راښکونکې ګلورینې ډالۍ له ځان سره یوسي پدې سره ددې لړۍ دغځولو ډاډ ورکړي .
مینه ګر دمیاشتې له پیله د ارامی ساه نه لري چې دخپلې مینې د لړۍ په اوږدلو پسې دزړه د راخپلولو په لټه کې دهنرله زیرمې،دښکلا له ارزښتپانګې، دمینې له خزانې ،دطبیعت له بډاینې ، د ژبې له خوږوالي، دزړه له لورینې اود اخلاص له ورکړې ټولې هغه ښکلې،ګلورینې ،په رنګینیو پوښل شوې، د مينې په تورو کاږل شوې ،ارزښتمنې ډالۍ را اخلي چې یوبل ته په زړه کې دځای ورکولو راز له ځانه سره لري دواړه ستړي لوري یې پدې شپو او ورځوکې دراتلو او راوړلو په موخه تاو راتاو په ونو اوبوټو پټې لارې څاري چې دزیري په اوریدو سره یې دسترګو وړانګې له لراوبرڅخه ورټولیږي .
داختر دلمانځلوپه اړوند د خوښۍ داسې بل رنګ هم شتون درلود چې له کلي وړاندې یې هم نښې څرکندیدلې هغه دا چې ډلیزې ولسي لوبې یې ترسره کولې توپ بازي يې نندارې ته وړاندې کوله ، دکلکان دهسک شوي توپ نیولو ته لاسونه هوا ته پورته شوي وو ،غیږې نیولو ته څادرونه ترملاشوي وو،کم عمره ماشومانو دغوزانو ګټلواوبایللو ته حلقه جوړه کړې وه ، ولیبال دزلمیانو دهر مازدیګري بوختیا ګڼل کیده او په کرکټ اخته ځوانانو ځانونه د دوزره اتلسم کال دکرکت دنړیوال جام ګتونکي بلل.
په کلي کې دننه هم خوښۍ زوږ په جوش کې روان وو ،دمبارکۍ په پلمه جوپې جوپې خلک راتلل او وتل چې سترګې دجومت مخې ته دویالې په غاړه هسکې ونې ته وراوښتې دپاسه درنګا رنګ مرغانو دزمزمو برسیره ډیری حشراتو او الوتونکو په کې ځالې جوړې کړې وې اوپه زړه وړونکی ترنم یې دکلي سره دیووالي اوهمغږۍ ترانې ویلې دهمدې لویې ونې لاندې چې کله نا کله به دکلي مشران ترې راټولیدل،شپانه به هم دپسرلي په غرمه کې ورته ډډه وهله خو داختر په شپو اورځوکې به دزانګو رسۍ په کې ځوړونده وه تنکیو ځوانانو اوځوانانوبه په کې ټالونه وهل دې لوبې دا دود چې له نیکونو را پاتې اوله دې ونو یې زیاته لرغونتیا لرله د دې لامل شوی ووچې ډیر روایتونه ،کیسې ،خاطرې اونور دزمانې په تیریدو ورسره مله شي چې ځینو مشرانو به د خپل عادت له مخې دا ټول څه ګډونوالو ته اورول .