لیکنه:محمد حامد اکبـــــــــري
د یو ښه او پرمختللي اقتصاد لرل د ټولنې د هر وګړي هیله او غوښتنه ده،ډېر کســــان شته چې په ورځني ژوند کې د اقتصادي حالت د غوره والي په هڅه کې دي،دوی غواړي چې باید زیات عواید تر لاسه کړي،له همدې کبله ورځ تر بلې د هغوی غوښتنې هم د زیاتیدو په حال کې دي،غواړي چې د ځان او کورنۍ لپاره ښه او پرمختللی ژوند مهیا کړي،ښه کور،ښه موټر،د لوی دوکـــان یا مغازې لرل،زده کړې او نور هغه فکتورونه دي چې د ټولنې هر وګړی یې په ذهن کــــــې ګرځوي.
په ټولنیز ژوند کې د ټولنې هر وګړی اړ دی چې د خپلو ورځنیو چارو او ژواک د پرمخ بېونې لپاره یو لړ لګښتونه وکړي چې دا لګښټونه د انسانانو د اړتیاوو او خواهشاتو پر وړاندې رامنځ ته کیږي،داسې چې انسان له هغه اړتیاوو پرته ژوند نشي کولی د بېلګې په ډول:خوراک،څښاک او پوښاک د ژوند ډېرې مهمې اړتیاوې ګڼل کیږي او هر انسان د هغه د تکافو لپاره منډې ترړې کوي،خو د هغه تر څنګ د خواهشاتو خبره هم یاده شوه،خواهشات او غوښتنې د ژوند له اړتیاوو سره توپیر لري،اړتیاوې په نېغه توګه د ورځني ژوند سره تړاو لري لیکن خواهشات او غوښتنې د انسان په زړه او فطــــــــرت کې نغښتې احساسات دي چې انسان یې په خیالي ډول د ترلاسه کولو هیله لري او ښايي په عملي ډول د هغه د تر لاسه کولو لپاره ګام واخلي،د خواهشاتو او غوښتنو شتون د دې سبب ګرځېدلی چې ننۍ نړۍ په ډېره زیاته کچه پرمختګ وکړي؛تکنالوژیکي او ټولنیز پرمختګ خپل اوج ته رسېدلی او ورځې تربدلې د نوښتونو او بدلونونو خبرې کیږي.
په اقتصاد کې د اړتیاوو او خواهشاتو رفع کېدل یوه ډېره اړینه او د اقتصاد مرکزي موضوع ګڼل کیږي،اقتصاد هڅه کوي چې د اړتیاوو او خواهشاتو اړوند راپیداکیدونکو پوښتنو ته ځواب ووایي او هغه لارې چارې ولټوي چې د بشري ژوند د سوکالۍ سبب ګرځي،خو که د اړتیا او غوښتنو موضوع په ښه ډول ونه پېژندل شي او په ژوند کې ترې په سم ډول کار وانه خیستل شي ښايي په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د انسان د وروسته پاتې والي سبب وګرځي.په دې لیکنه کې زه د انسان په اړتیاوو نه غږېږم لیکن هغه څه چې زموږ د بحث موضوع جوړوي د انسان غوښتنې دي.
له دې سترګې نشو پټولی چې د انسان غوښتنې نامحدودې دي،د یوې غوښتنې په پوره کېدو سره ممکن نورې غوښتنې رامنځ ته شي چې په بشري ژوند کې دا لړۍ همداسې روانه وي.
د مثال په ډول په ورځني عادي ژوند کې ممکـــــــن زما غوښتنه دا وي چې په خپل کور کې د ننۍ نړۍ ځیني عصري او تکنالوژیکي توکي وکـــاروم،غواړم په خپل کــــور کې لوکس تلویزون،د لوړې بیې کمپیوتر او موبایل،د کالیو پریوللو ماشین او داسې نور اسباب ولرم،د دې ټولو توکو سره سره ښايي دا هیله هم ولرم چې د خپل زاړه کور پر ځای باید په نوي کور کې د ژوند چارې پرمخ یوسم،فرض کړی چې زه په نوي او عصري کور کې ژوند غوره کوم،د همدې غوښتنې د تر لاسه کولو لپاره اړ یم چې د خپلې پانګې یوه زیاته برخه د کـــــور د پېرودلو لپاره په لګښت ورسوم،د وخت په تېریــــــدو سره مې د یو لوکس موټر د پېرودلو هوس په زړه کې را زرغونیږي نو په دې ځای کـــې د خپلو عایداتو یوه برخه د موټر د اخیستلو لپاره ځانګړې کوم؛په داسې حال کې چې د لوکس کور،موټر او د کور له عصري اسبابو پـــــرته هم زه خپل ژوند پر مخ بېولی شم،د خپلو عوایدو د مصرفولو لپاره د هغه ګڼې بدیلې لارې شتون لري چې د بشري ژوند د پرمختګ سبب ګرځي که زه د موټر د پېرودنې لګښت د خپلو اولادونو د ښې روزنې،زده کړې او روغتیا لپاره په پام کې ونیســــم ممکن په اوږدمهاله کې د سوکاله ژوند پر لور نوی ګام واخلم.
که د اړتیاوو او غوښتنو ترمنځ غزیدلي نازک تــــار ته پام ونشي،د عوایدو او لګښتونو تر منځ نا انډولي رامنځ ته کیــــږي،ډير مهال داسې کیږي چې انسان د خپلو غوښتنو د تر لاسه کولو په هڅّه کې د ژوند ډېر خواږه له خاورو سره خاورې کړي.
په اقتصاد کې یو لویه ستونزه د سر چينو کمښت او د هغه په مقابل کې د غوښتنو او خواهشاتو زیاتوالی دی.
اقتصاد په دې هڅــــــه کې دی چې له موجوده لږو سرچینو څخه په زیاته توګه کار واخیستل شي او همدغه لږې سرچینې باید د انسان د ډېرو اړتیاوو او غوښتنو په ترلاسه کولو کې اغېزمنې واقع شي.
نو له همدې کبله کورنۍ مجبوره ده چې محدودوسرچینو ته پام سره د خپلو غوښتنو تر منځ «ټاکنه» وکړي او داسې تصمیم ونیسي چې د کورنۍ ټول غړي د خپلې خوښې وړ «مطلوبیت» ته ورسیږي.
دا چې څه شی په لګښت ورسوو؟ څومره په لګښټ ورسوو؟ څرنګه یې په لګښټ ورسوو؟ څوک کار وکړي؟ څو ساعته کار وکړي؟ له عاید څخه څرنګه اعظمي ګټه پورته شي؟ په کور کې کوم څیزونه تولید کړو؟ او نورې هغه پوښتنې دي چې هره ورځ په کورنیو کې مطرح کیږي.
د لندن سکول اف اکنامکس مشهور استاد رابنزپه کال ۱۹۳۴ز کې په خپل کتاب ( د اقتصاد د علم نوعیت او اهمیت) کې اقتصاد داسې راپېژندلی: اقتصاد داسې یو علم دی چې انسان خپلې نامحدودې غوښتنې په خپلو محدودو وسایلو پوره کړي او وسایل په بېلابېلو لارو وکاروي.
زموږ د کورنیو د اقتصاد د زیانمن کېدو یو ستر علت دادی چې وګړي مو په خپلو کورونو،ورځنیو چارو،پېراو پلور،د اړتیاوو او غوښتنو په برخه کې د لګښتونو د کنترول لپاره مناسب پلان نه لري،خپله پانګه د سپما پر ځای په غیر اړینو توکو ورکوي له شته وسایلو څخه په ښه ډول کار نه اخلي،د معنوي ارزښتونو پر ځای مادي شیانو ته اهمیت ورکوي،له روحي پلوه د غښتلې کورنۍ د شتون پر ځای غواړي چې له مادي اړخه ځان سمبال کړي او ځان تر نورو سیالانو وړاندې کړي،حال دا چې اړینه داده چې د بېځایه اوبې پلانه پیسو زیاته برخه باید په سپما تبدیله شي او یا هم د هغه د لګښت لپاره د سپما سربېره نورې بدیلې لارې وپلټل شي تر څو د اقتصاد د بنسټیزو اصولو سره مطابق ترې اعظمي ګټه واخیستل شي.
د دې لپاره چې د ټولنې او کورنیو اقتصاد مو وغوړیږي نو؛تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې وګړي په خپلو غوښتنو کې کمښت راولي،دوی باید د خپلو غوښتنو تر منځ انتخاب وکړي چې د شته سرچینو په واسطه باید کومې غوښتنې تر لاسه شي او له کومو غوښتنو څخه صرف نظر وشي،هره کورنۍ باید یو غوره اقتصادي تصمیم ونیسي، د خپلو لګښتونو لپاره منظم چوکاټ او پلان جوړ کړي،د خپل ژوند لومړیتوبونه په نښه او د نامناسبو خواهشاتو بدیلې لارې په نښه کړي،همدارنګه د خپلې پانګې یوه ټاکلې اندازه وسپموي،چې سپمول شوې پیسې په راتلونکې کې د اړتیاوو او غوښتنو د رفع کولو او د نویو کاروبارونو او پانګونو سبب کېدای شي چې د کورنیو اقتصادي څرخ په خوځښت راوستلی شي.
باید یادونه وکــړو چې د عایداتي سرچینو د کمزورتیا ستونزه هم د یو منظم اقتصادي پلان په واسطه له منځه تللای شي یعنې هغه اشخاص چې لږ ورځني عواید هم لري کولی شي چې له ځواکمن اقتصاد څخه برخمن شي.
پای