ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ زموږ ډېری وخت پرته له دې چې پوه شو د مینې په ګرو کې تېرېږي .
۲ ـــ مینه او خوشالي ارادي لارې دي او بس .
۳ ـــ مینه عمر نه پېژني .
۴ ـــ مینه تل پاتې ده، دا موږ یو چې بې ثباته یو، مینه ژمنه ده او خلک ژمنه ماتوونکي، مینه تل د باور وړده، مګر خلک نه دي .
۵ ـــ د پیسو په وسیله کولای شو، چې جسم او حتی د نورو لږ درنښت پرې واخلو، خو مینه هېڅکله پرې نه شو اخیستلای .
۶ ـــ مینه په طبیعي مرګ نه مري، بلکې د بې تدبیرۍ له امله مري .
۷ ـــ داسې ښکاري، چې موږ د خپلو کامیابیو په پرتله له خپلو ماتو څخه ډېر ژر پند اخلو .
۸ ـــ د مینې تګلاره د ودې او پرمختګ تګلاره ده .
۹ ـــ په ناپوهۍ پسې تل پوهه راځي .
۱۰ ـــ هېڅ څیز د ماتې منلو په پرتله هغه نه شونې کوي .
۱۱ ـــ رښتینې مینه هغه ده، چې د ډېرې ګټې په نه پام کې نیولو سره، نورو ته یې د بښلو غوښتونکي واوسو .
۱۲ ـــ له خطر څخه لرې لوبې کول، یانې بایلل .
۱۳ ـــ ټول په یوه اندازه کولای شو، چې مینه وکړو او د مینې کولو وړ وګرځو .
۱۴ ـــ که د هر دلیل له مخې نړۍ ته تریو تندي ور وښایو، نباید د بل ځواب په تمه واوسو .
۱۵ ـــ که چېرې نور خپلو هیلو ته د رسېدو اسباب وګڼو، نو د هغوی مقام به مو د شیانو تر کچې را ټیټ کړی وي .
۱۶ ـــ که چېرې مینان یو، لکه څنګه چې د مینې له خوښیو څخه خوند اخلو، نو باید بدمرغۍ یې هم ومنو، ځکه چې دواړه د مینې د حقیقت برخه دي .
۱۷ ـــ د هغه چا په لټه کې واوسئ، چې له تاسو سره د ستاسو د توپیرونو او بدلونونو په سبب مینه ولري، نه په خلاف د هغو .
۱۸ ـــ ژوند زموږ ستره شتمني ده او مینه یې ستر سند او شاهد .
۱۹ ـــ د هغه څه اساس او بنسټ، چې تل پاتې ګڼل کېږي، صبر او زغم دی .
۲۰ ـــ کله وخت تر ټولو غوره خدمت، چې کولای شو د هغو له پاره یې ترسره کړو، له کومو سره چې د زړه کومې مینه لرو داده، چې تر څنګ یې ودرېږو، خاموشه واوسو، له صبر او زغم څخه کار واخلو، پوه شو او سترګې په لار پاتې شو .
۲۱ ـــ تر دې ډېر ورانوونکی څیز نه شته، چې پوه شې د هغو کسانو له خوا دوکه شوی یې، چې باور دې پرې درلوده .
۲۲ ـــ هغه مهال زاړه شوي یو، چې خپله دنننۍ خوښي مو له لاسه ورکړې وي .
۲۳ ـــ په مینه کې ماتې شتون نه لري، مګر دا چې وغواړو د خپلې ماتې ګناه په بل چا ور واچوو .
۲۴ ـــ زموږ تر ټولو ارزښتمنه شتمني، زموږ عزت دی .
۲۵ ـــ یوازې بې درملنې درد هغه دی، چې په هغه باندې په اخته کېدلو سره، په موږ کې مثبت بدلون را منځته نه شي .
۲۶ ـــ باور لرل، د مینې تر ټولو ستره او بنسټیزه ځانګړنه ده .
۲۷ ـــ تر کله چې په دې نړۍ کې درد او کړاو، یوازېتوب او لوږه شتون لري، نو موږ د هغو په وړاندې ځواب ویونکي یو .
۲۸ ـــ دا چې په کومه کچه له موږ سره مینه کوي، له دې سره تړاو لري، چې په کومه اندازه مینه ناک یو .
۲۹ ـــ که چېرې خپل وقار مو نا لیدلی وګاڼه، نور نو حق نه لرئ، چې له بې وقارۍ څخه ګیله وکړئ .
۳۰ ـــ په ندرت سره یې منو، چې خپله د خپلو بدمرغیو ځواب ویونکي یو .
۳۱ ـــ زموږ د نېکمرغۍ د سترې برخې بنسټ، زموږ د عزت په حس باندې ایښودل شوی دی .
۳۲ ـــ هماغه تر لاسه کوې، چې بښې یې او هماغه پیدا کوې، چې هیله یې لرې .
۳۳ ـــ د رښتینولۍ له مخې ستاینه کول ډېر آسانه دي او هېڅ لګښت نه لري، مګر نباید ارزښت یې کم وګڼو .
۳۴ ـــ مینه په زړو ټپونو باندې د مالګې دوړول نه، بلکې مرهم او پټۍ لګول، پورته کېدل او پرمخ تلل او دغه راز له ژوند سره پخلا کېدل دي .
۳۵ ـــ مینه له هغه چا سره هېڅ کار نه لري، چې ژر ماتې خوري او ژر نا هیلی کېږي .
۳۶ ـــ بریالي کسان هغه دي، چې د ژوند د مسایلو منونکي دي .
۳۷ ـــ رښتینې مینه ځان غوښتونکې نه ده .
۳۸ ـــ په رښتیا چې هیله د باور لرونکو کسانو له پاره د تل بهانده سیند په څېر ده .
۳۹ ـــ هغه کس چې د دنیا د غلطیو په وړاندې یې ماتې خوړلې ده، ښکاره ده، چې د هغه څه په وړاندې چې ښه او پر حقه دي، ړوند پاتې کېږي .
۴۰ ـــ د یو چا د سمې پېژندنې له پاره باید د خبرو په پرتله یې چلند ته ډېر پام وکړو .
۴۱ ـــ وخت زموږ تر ټولو ارزښتمنه شتمني ده .
۴۲ ـــ په هغه ځای کې چې مینه پیاوړی حضور ولري، اندېښنه، ناهیلي او وېره له منځه ځي .
۴۳ ـــ ځیرکي او هوښیاري تل زموږ تر ټولو غوره لارښود دي .
۴۴ ـــ د هر چا ژوند یې خپل دی، هر هغه څوک چې هڅه کوي، هغه له موږ څخه غلا کړي، باید ترې لرې شو .
۴۵ ـــ مینه یانې ژوند، که چېرې مینه له لاسه ورکړئ، نو ژوند به مو له لاسه ورکړی وي.
۴۶ ـــ په هر کار کې چې ترسره کوو یې، د مینې له پاره فرصت نغښتی دی .
۴۷ ـــ ښکلا او ښېګڼه، د بدرنګۍ او بد ګړې په وړاندې تر ټولو غوره وسله ده .
۴۸ ـــ مهمه نده، چې څه را پېښېږي، مهمه داده هغه څه چې پېښېږي، پرموږ باندې څه اغېزه کوي .
۴۹ ـــ په دې باندې پوهېدل، چې په داسې شرایطو کې یو، چې خپله نېکمرغي په خپلو لاسونو رامنځته کړو، ډېر ارزښت لري .
۵۰ ـــ مینه ژوند ته هو ویل دي .