لیکنه: جیف جاینس
ژباړه: شفیق امیرزی
لیکوالي کوم جادويي یا عرفاني عمل نه دی، یوازې پرېکړه وکړئ، پورته شئ او په کار پيل وکړئ؛ پر څوکۍ کښېنئ، ګوتې مو پر کېبورد کېږدئ، لیکل پيل کړئ.
تر ډیره هغه لیکوالان چې نن دنړۍ به کچه مشهور دي؛ ښايي یوه کلیمه به یې هم نه وه لیکلې، ښايي دوی به د لیکوالۍ په اړه په څه نه پوهېدل خو لیکولان شول، په لیکوالۍ کې پرېکړې او پيل ته یې اړتیا ده؛ ډير داسې کسان به پېژنئ چې د لیکوالۍ په اړه یې مطالعه کړې ده، کتابونه یې لوستي خو آن یوه کلیمه یې هم نه ده لیکلې، لیکوالي یوازې پرېکړې ته اړتیا لري ما مخکې هم وویل چې لیکوالي روحاني وړتیا یا کوم جادويي کار نه دی.
د لیکوالۍ بنسټ څه دی؟
د لیکوالۍ بنسټ (کلیمه ده). تاسې به مخکې په دې اړه پرېکړې وي چې یو کتاب ولیکئ، وخت تېر شوئ، کلونه تېر شوي دي خو کتاب مو نه دی لیکلی. یا مو کله غوښتي چې یوه مقاله ولیکئ، خو همداسې پاتې شوې پوره کړې مو نه ده. دا کتاب او مقاله ولې نه دي پوره شوي؟
ځکه تاسې لویه موخه ټاکلې. مخکې له دې چې د کتاب د لیکلو په اړه په پوره تګلاره او پلان فکر وکړئ تاسې یو ځلي د یوه کتاب لیکلو ته ملا تړلې. ، په دې توګه ستاسې فکر او ذهن ستړی شوی. لیکلو ته مو سترګې سپينې شوې دي. په دې اړه فکر کوئ چې اوس په څنګه یو کتاب په یوه میاشت یا یوه مقاله په یوه ورځ یا یوه اونۍ کې لیکم، خو داسې نه ده د کتاب او یا یې یوې علمي مقالې لیکل د یوې ورځې او یوه ساعت کار نه دی، د لیکلوالۍ به اړه په یوه خبره زه باوري یم هغه دا چې ګام پر ګام مخ ته ولاړ شئ، له وړو ټوټو پيل وکړئ، اول کلیمې څنګ تر څنګ کېږدئ، جملې جوړې کړئ، پراګرافونه پوره کړئ په همدې توګه د خپل کتاب هره برخه برابره کړئ. مخکې له مخکې باید دا فکر درسره وي چې په څومره وخت کې د خپل کتاب څومره برخه باید برابره کړم. د دغې برخه په اړه غواړم یو شعار ورکړم هغه هم دا چې: (لیکوالي له کلیمو پيل کړئ یوه یوه کلیمه ولیکئ)
د پایلې په اړه فکر مه کوئ یواې خپل کار وکړئ!
زه یو کتاب لیکم. هغه د مرګ په اړه دی، کېدای شي ما ته ستونزه جوړه شي زه ډارېږم چې که زه ناروغ شم یا – پر ژوند باور نشته ـ که مړ شم نو دا کتاب به همداسې نیم پاتې شي، یا له دې هم ډارېږم چې که کتاب چاپ شو د نقادانو له غبرګون سره به مخ شي ستاسې په نظر زه اوس څه وکړم؟
همداسې په ډار کې ژوند وکړم؟ که داسې وکړم نو ښايي کتاب لیکل رانه پاتې شي، د کره کتونکو له ډاره هر څه پرېږدم؟ که د دوی له ډاره په کتاب کې ادلون بدلون راولم نو بیا زما د فکر مانا څه شوه؟ ښايي د خپل زړه خبرې مې نه وي لیکلې، نو ستاسې په اند زه څه وکړم؟
هېڅ نه کوم؛ یوازې خپل کار کوم، د نقاد له وېرې د کتاب لیکل نه پرېږدم. د خپل مرګ له وېرې د کتاب لیکل نه پرېږدم. یوازې غواړم دا پروسه پایه ته ورسېږي او زما کتاب ولیکل شي؛ زه هیڅ نه کوم هره ورځ خپل کمپیوټر ته مخامخ کښېنم او ۵۰۰ کلیمې د خپل کتاب پر متن ور زیاتوم. همدا ښه کار نه دی؟
۳۱ ورځنۍ کار
هره ورځ یواې ۵۰۰ کلیمې ولیکئ؛ دا کار ډیر کم وخت نیسي، او پنځسوه کلیمې هومره شی هم نه دی خو که د یوه منظم مهال ویش له مخې هره ورځ ۵۰۰ کلیمې ولیکئ ۳۱ ورځې وورسته به هرومرو له هغه یو څه جوړ شي، که تاسې غواړئ چې ۵۰۰ کلیمې لیکل وکړئ ښايي ځای ته په کتو مو د ۳۰ تر ۶۰ دقیقو وخت ونیسي، خو که همداسې دا لړۍ اوږده کړئ د ۹۰ ورځو په اوږدو کې تاسې یو کتاب لیکلی شئ، زه مې د نوي کتاب د پای ته رسولول لپاره دغه پلان لرم چې هره ورځ به ۵۰۰ کلیمې لیکم او په ۹۰ ورځو کې به خپل کتاب پای ته رسوم، لیکوالي همداسې کمال دی، هره ورځ هر اونۍ او هره شېبه باید یو څه د لیکلو لپاره ولرې په همدې توګه د لیکوالۍ کانونو د ګران بیه څېزونو د را ایستلو لپاره تمرین ته اړتیا لرئ، هره ورځ ۵۰۰ کلیمې لیکل د لیکوالۍ د ورځني تمرین لپاره تر ټولو ښه لاره ده، هم اسانه ده او هم دومره وخت نه نیسي له ۳۱ ورځو وروسته به ستاسې مهارت پوره څرګند شي ستاسې لیکوالي به پوره پرمختګ وکړي، پر ځان به مو باور ډیر شي او په دې به پوه شئ چې دغه لنډ تمرین ستاسې په وجود کې څومره توپير راوستی دی.
د خپلو راتلونکو لیکنو لپاره دا درې عادتونه ولرئ په دې توګه به مو لیکوالي پراخه او قوي شي بیا هم وايم ( لیکوالي کوم روحاني یا جادويي کار نه دی) یوازې پرېکړه وکړئ چې هره ورځ به یو څه لیکئ.
لاندې عادتونه ولرئ
۳۱ ورځې هره ورځ ۵۰۰ کلیمې ولیکئ.
تاسې تر دې ډیر لیکل هم کولی شئ خو ۵۰۰ کلیمې پر ځان حتمي وګنئ.
په لومړي سر کې اېډېټ مه کوئ یوازې ولیکئ.
که مو یوه ورځ یاد عادت هېر کړ یا مو کومه ستونزه لرله همدا چې وخت مو پیدا کړ هغه جبران کړئ.
کولی شئ خپلې لیکنې پر فیسبوک یا وېبلاګ شریکې کړئ.
وروستۍ خبره مې دا ده چې ( لیکوالي پیل کړئ هغه وړیا ده، خو بېل خوند لري.)