ليکنه: ذکريا رحيمي
کله کله لیکوال داسې څه ولیکي چې یوه کرښه وي خو په مطلب رسېدل یې یوه ورځ غواړي.
خو کله کله لیکوال د دې یوې کرښې زده کولو لپاره ټول ژوند ضایع کړي وی او کله کله ورته قدرت طبعي تحفه ورکړې وي چې زمونږ توجه جلبوي او د ډېر څه د زدکړې سبب ګرځي. کله کله زمونږ په ذهن کې داسې انځور جوړ شي چې خپل ځان پکې په تېر وخت، حال او راتلونکي کې وینو مونږ ته بینایې رابښي.
خلک پر نورو د تور لګولو لپاره ډېر زیات وخت ضایع کوي، خپله زیاته انرژي د دې لپار کاروي چی هغه څه تری جوړ نه شي کوم چې کېدای شي، خو لژ انرژي د دې لپاره نه کاروي چې په حال کی ژوند وکړي او تر ژوند پورې ځان ورسوي.
حق دا نه دې چی څوک یی درکړي، حق دادې چی هیڅوک یې له تا نشي اخیستی
کله چې ته د تېرې ورځې د فکر په اړه د فکر کول بې له پښېماني زده کړې او د سبا باره کې فکر بې له وېرې د بریا په لور روان یې
د انسان بې عیبې د هغه په شخصیت مه اندازه کوه د هغه په رفتار او سلوک یې اندازه کړه
وظیفه قدرت درکوي او له نورو سره ښه رویه د نورو احترام درکوي.
د ډېر ښه او خورا ډېر ښه ځواب وېلو لپاره خپل ځان پیژندنه تر ټول لازمي شرط دې.
د تېروتنې نه کولو نه پر ځان باور نه جوړیږی له غلطي نه وېردلو نه پر ځان باور جوړیږي
دانسان د ارزښت مهر د هغه داخلاقو په لاس کی دې.
خپل غلیم ته تل په لیک کی غصه کوه خو ورلیږه یې مه.
خدای تعالی مونږ په ستره نړۍ کی پیدا کړي یو چې ته څومره پکې لوېېدل غواړې په تا پورې اړه لري.
هغه څوک چې ارام اخیستي شي بهتر دی تر هغه چا چی ښارونه اخیستې شي.
له فاصله نه هر څه یو څه دي خو له نژدې نه هېڅ نه دي.
د خپل وجود ډېر خېال ساته ځکه دا یوازینی ځای دی چیرته چی ته ژوند کوې.
ستا له وخت نه، نه څوک وخت کمولی شي نه ېې پکې زیاتول شي.
صرف مسول کس کولاې شي خپل وخت ضاېع کېدل پر هغه څه کوم چې ضرور نه دي.
وژغوري او خپل هدف ته دوام ورکړي او خپل زېات وخت هدف ته د رسېدو لپاره وکاروي
ژوند دوه قسمه کېږي یو هغه ژوند چې مونږ هر څه تعینوو او مونږ پرې عمل کوو خپله راتلونکی ټاکو یو هغه ژوند چې نور ېې راته ټاکي او هغه څه چې هغوي غواړي زمونږ راتلونکې کې واقع کیږي کوم خلک چې بی هدفه وي په دوېمه طریقه ژوند تېروی
نا امېدي: کله چې انسان په دې فکر کې شي (کول خو ېې دومره اسانه نه وو څنګه چی ما فکر کاوه )
له ستونزمنو خلکو سره یو څه مقابله کولای شي هغه ستا نظر او فکر دې, تر ټولو اول باید خپل نظر ډېر زېات پراخ کړو
یا خو خپله ته شه یا خو چی هغه څه کوې هغه شه! داسی امکان لري ؟ خدای تعالی انسان ېو ډېر لوی سمندر پېدا کړی چی څه کوې هغه نه دې صرف د ده یو حصه ده که بد کوي مونږ نشو وېلای دا انسان بد دې ځکه نور ډېر اړخونه هم لری