ژباړه: کوچۍ
کمونیزم ( Communism)
کمونیزه یوه ایډيالوژي ده چې د چلندونو او د تولید لوښو لرګیو (ابزارو) د ګډ مالکیت په بنسټ هڅه کوي چې د خصوصي مالکیت په غیاب کې یو داسې ټولنیز او د دولت پالنې ضد یو سازمان چې د ټولنیزو پاړکیو (طبقو) درلودونکی نه وي انځور کړي. ډیری کمونیزم د سوسیالیزم د ښوونځي یوه څانګه بولي.
د مارکسیزم په ښوونځي کې د انساني ټولنیزو سازمانونو لومړني ډولونه او بڼې د( لومړني کمون) په نوم پيژندل شوې دي، سره له دې هم کمونیزم د ټولنیزو سازمانونو یوبیل ډول جوړوي.
د کمونیستانو په منځ کې ډير نوي ښوونځي منځ ته راغلي دي لکه مائوئزم،ترتئوئزم، مشورتي کمونیزم، لوګزامبورګیزم، انارشیست کمونیزم، مسیحي کمونیزم چې په پایله کې د چپ کمونیزم هغو بهیرونو ته اشاره کولای شو چې ډیر زیات ډولونه لري، له دې سره د شوروي اتحاد بیلابیل پاتې شوني ( چې نیوکه کوونکي ېې ستالینیزم بولي)،او مائویي مارکسیزم ـ لنینیزم د کمونیزم نوی ښوونځي منځ ته راوړی دی، په شلمه پيړۍ کې لوښي لرګي (ابزار) په نړیوالو اړیکو کې د کمونیزم ار (اصلي) ځواک ګڼل کېده خو د ترتئوئزم څانګه دا ډول متمایز ځواک نه لري.
له پانګوالۍ تولیدي وضعیت نه د کمونیزم تولیدي حالت ته د یوې ټولنې د بدلیدو لپاره کارل مارکس ګروهمن دی چې باید زماني پېر ووهل شي او په یو ځل بدلون شونی نه دی، مارکس دغه زماني پېر د کمونېست انقلاب پرولتاریایي دیکتاتوري نوموي، د مارکس د پام وړ کمونېستي ټولنه چې له کاپېتالیزم نه راپورته کیږي، تر دې دمه یې هیڅکله دعمل جامه اغوستې نه ده او د یوې نظریې په ډول پاتې شوی ده، په اصل کې مارکس د کمونېستې ټولنې په تړاو ډير زیات غږیدلی نه دی، له دې سره سره د کمونیزم اصطلاح په تیره چې له کپیتالیزم سره یو ځای راشي ډیر هغو د کمونېستې ګوندونو تر واک لاندې سیاسي او اقتصادي رژیمونو ته اشاره کوي چې د پرولتاریاي دیکتاتورۍ( د کارګر پاړکي دیکتاتورۍ) استازي دي.
د نولسمې زیږدیزې پېړۍ په پای کې د مارکس اندونو او نظرونو د ټولې نړۍ په ګوټ ګوټ کې سوسیالېست ګوندونه فعال کړل خو په پای کې د دغو ګوندونو سیاستونه د کاپېتالیزم ( اصلاحي) پلوې بڼه غوڼه غوره کړه چې په دې برخه کې یواځې د روسیې سوسیال دیموکرات ګوند استثنا و.
د روسیې د سوسیال دیموکرات ګوند یوه څانګه د ولادیمیر ایل ایچ لنین ګوند و چې په بلشویک پیژندل شوی دی او د روسیې د موقت دولت له رانسکورولو وروسته په ۱۹۱۷ زیږدیز کال واک ته ورسېد.
په ۱۹۱۸ زیږدیز کال کې د روسیې د سوسیال دیموکرات ګوند نوم په ( د شوروي جمهوری د اتحاد کمونېست ګوند) واوښت چې دغې کړنې د کمونیزم او د سوسیالیزم د نورو څانګو تر منځ اختلافونه منځ ته راوړل.
په روسیه کې د اکتوبر انقلاب له بري وروسته د نړۍ په ډيری هیوادونو کې سوسیالېست ګوندونه په کمونېستو ګوندوبدل شول چې د شوروي اتحاد د کمونېست ګوند په وړاندې د دغو ګوندونو د درناوي او سرټيټي کچې یو تر بله توپير درلود.
له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته په ختیخه اروپا کې ډيری کمونېست ګوندونه واک ته ورسېدل، په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې د چین د خلکو په جمهوریت کې د چین کمونېست ګوند(CPC) بنسټ د مائوزدونګ په مشرتابه کېښول شو، دغه ګوند خپله د کمونېستې ودې ایډیالوژیکه لار په بیل ډول ووهله.
د دریمې نړۍ په هغو هېوادونو کې چې د کمونیزم د ښوونځي په پلوي دولتونه یې جوړ کړل، کولای شو له کیوبا، شمالي کوریا، شمالي ویتنام، لائوس، انګولا او د موزامبیک له دولتونو نه یادونه وکړو.
د ۱۹۷۰ زیږدیزې لسیزې په پيل کې د سیاست ډګر ته د( یوروکمونیزم) اصطلاح ننوته چې دغه اصطلاح په لویدیځه اروپا کې د کمونېستو ګوندونو سیاستونو ته اړوند کیږي چې غوښتل یې د شوروي اتحاد د بې قید او شرطه ملاتړاو پیروي دود مات یا یې نقد کړي. دغه ډول ګوندونو په ایټالیا او فرانسه کې ډير زیات کار کاوه او د ټاکنیزې درنې تلې څښتنان هم ګڼل کېدل.
د امریکې په متحده ایالاتو کې د کمونیزم او سړې جګړې ضد یوه لیوالتیا شته، له دې سره سره د سویلې افریقې او مرکزي امریکې په ډيرو سیمو کې کمونېستي ګوندونه او خوځښتونه بیلابیل ډير قدرتونه لري.
د ۱۹۸۰ زیږدیزې لسیزې په وروستیو کې د ختیځې اروپا کې د کمونیستي دولتونو په زوال او ۱۹۹۱ زیږدیز کال د دسامبر په ۸ د شوروي اتحاد په ټوټه ټوټه کېدو سره په اروپا کې د کمونیزم ځواک ډیر زیات راټيټ شو، له دې سره سره دا مهال د نړۍ یو پر څلورمه برخه وګړي په کمونېستي هېوادونو په تیره د چین په جمهوریت کې ژوند کوي .
نور بیا