ژباړه: کوچۍ
د دغو څو اصطلاح ګانو له ورته والي سره سره اړینه ده چې د دوی تر منځ توپیرونه هم وارزو:
۱. کمونیزم (communism)
د فرید ریګ انګلس او کارل مارکس فرضيي وايي چې کمونیزم هغې ټولنې ته ویل کیږي چې طبقه په کې نشته، یانې د تولید په وسایلو د خلکو واحد ټولیز مالکیت، د ټولنې د ټولو غړو تر منځ بشپړه ټولنیزه برابري. د کمونیزم رېښه د لاتینې ژبې له (commons) نه اخېستل شوې ده چې د ګډون یا اشتراک معنی لري، کمونیزم د نړۍ یو له تر ټولو پخوانیو سیاسي ښوونځيو نه ګڼل کیږي چې په ۱۸۴۸ زیږدیز کال ( کارل مارکس) او فرید ریک انګلس په جرمني کې د کمونیست (مانیفست ) په خپرولو سره د نړیوال کمونیزم په غورځنګ کې یو نوی خوځښت منځ ته راوړ.
له اقتصادي او فلسفي پلوه کمونیزم او سوسیالیزم د یوې واحدې جرړې درلودونکي دي او دواړه د تولید د وسایلو په ټولیز مالکیت تکیه کوي، د دواړو تر منځ دا توپیر دی چې کمونیزم د سوسیالیزم وروستی او پرمخ تللی پېر ګڼل کیږي.
ماركس په خپلو بیلابیلو اثارو کې له کمونیست (مانیفست) اثر نه نیولې تر ( کاپيتال) کتاب پورې، د نړۍ د بدلونونو تاریخ د تاریخي ماتریالیزم په بنسټ ، یا دیالکتیکي مادي فلسفه بیانوي، ماركس د تولید د وسایلو وده او له دغه وسایلو نه د ګټې اخېستنې او تملک ډول د ټولنیزو بدلونونو بنسټ یا زیر بنا بولي او د بشر تاریخ د طبقاتي جنګونو، د ظالم او مظلوم تر منځ لانجو او د استثمار کوونکو او استثمار کېدوونکو د تاریخ په ډول څیړي، ارزوي او تجزیه کوي یې. تاریخي دورې د مارکس له نظره عبارت دي له:
۱ـ لومړنی کمون: په دې دوره کې په بې طبقې ټولنه کې د تولید په وسایلو او لوښو لرګیو هیڅ ډول تملک نشته.
۲ـ مریتوب دوره
۳ فیوډالي یا ځمکوالۍ دوره
۴ـ بورژوازي یا پانګوالۍ دوره
۵ـ سوسیالیزم : دلته (کار د توان په کچه او معاش د کار په کچه) قانون پلې کیږي.
۶ کمونیزم دوره: دلته (کار د توان په کچه او معاش د اړتیا په کچه) قاونون پلې کیږي.
2 . مارکسيزم(Marxism)
د مارکس د فلسفې سرلیک په څرګند ډول د نوي کمونیزم فلسفه ده، د مارکسیزم د فلسفې نوم هم د پوهنیز سوسیالیزم د بنسټ اېښودونکي کارل مارکس له نوم نه اخېستل شوی دی.
په لنډ ډول کولای شو چې د مارکسېستي تفکر یا ګروهې اساس په لاندې ډول راغونډ کړو:
الف: اقتصاد د تاریخ د لوري ټاکوونکی دی او تاریخ پرته له طبقاتي جګړو او د هغو ډلو تر منځ مبارزه چې اقتصادي ګټې یې یو له بل سره متعارضې دي بل څه نه دی، نو د دغه تعبیر پر بنسټ طبقاتي جګړې د تاریخ په بیلا بیلو پېرونو کې منځ ته راغلې دي چې لومړی د مریانو او د هغوی دڅښتنانو تر منځ، بیا د فیوډالانو( ځمکوالو) او بې وزلو لږ ځمکې کروندګرو یا بې ځمکې کروند ګرو ترمنځ او
په پای کې د کارګرو او پانګوالو ترمنځ جګړې منځ ته راځي او په پای کې د کارګر پاړکي (طبقې) یا پرولتاریا په ګټه یا د ټولنیزو پاړکیو په بشپړه ګټه پای ته رسیږي.
دولتونه د حاکم پاړکي د تامین پرته بل رول نه لري او په پانګوالي یا بوروژوازي ټولنو کې بیا دولت د پانګو یا سرمایو دڅښتنانو د ګټو ساتونکی او ملاتړی او د کارګر پاړکي استثمارکوونکی دی او دغه استعمار به هله پای ومومي چې خصوصي مالکیت او د تولید د لوښو لرګیو یا ابزارو ځانګړی مالکیت له منځه لاړ شي او کارګر پاړکی د حکومت واګی په لاس کې ونیسي.
هماغه ډول چې له مارکسیزم نه مخکې کمونیزم شتون درلود، مارکس په حقیقت کې کارګري کمونیزم ته یې فرمول جوړ کړ او مارکسیزم د کمونیزم تئوري ده، که چیرې د (مانیفست) څلورم څپرکی ولولئ نو خپله مارکس او انګلس وايي چې له هغوی نه دمخه هم غیر کارګري سوسیالیزم شته و، خو وروسته د مارکس کمونیزم د کمونیزم په ار یا اصلي پلې کوونکي بدل شو.
3 . سوسياليزم «socialism»:
د سوسیالیزم اصطلاح د فرانسوي ژبې له سوسیال ویې نه اخېستل شوې ده چې سوسیال په فرانسوي ژبه کې ټولنې ته ویل کیږي، دغه اصطلاح ډيرې نورې معناوې هم لري خو د اکسفورد په انګریزي قاموس کې د دغې اصطلاح پيژندل شوی تعریف داسې بیان شوی دی ( سوسیالیزم تئوري یا هغه سیاست دی چې موخه یې په مالونو، مځکې، شتمنیو او د تولید په وسایلو په بشپړه توګه د ټولنې مالکیت او څارنه ده چې اداره یې د ټولو په ګټه ګڼل کیږي) .
په یوه راټولونه کې ویلای شو چې سوسیالیزم د ټولنې د اصالت او د تولید دلوښو لرګیو یا ابزارو اشتراکی یا ګډوالي په بنسټ د یوه ښوونځي په توګه، کمونیزم په ټولنه کې له داسې وضیعته د یوې ایډه ال مرحلې ویوونکی او په پای کې مارکسیزم د دا وړ تفکر یو له نظریه جوړونکو نه دی.
نوربیا