لیکنه: اسد سعید
اوسنۍ لنډه لیکنه د هغه کس په اړه ده چې دیرش کاله د الحاد، شک او بې ایمانۍ په اقیانوس کې غرق و. داسې غرق چې خوا ته به یې د نجات کښتۍ تلې راتلې خو مرسته یې ورسره ونکړه. د دې پر ځای چې لاس یې ونیسي، نور یې هم ټیل واهه. دا کس د شلمې پیړۍ هغه سلمان دی چې د خدای په لټه کې و او کله یې چې وموند، ایمان یې پرې راوړ، خلکو ته یې بلنه ورکړه او داسې پرې مین شو چې په لاره کې یې د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه ډار نه درلود. هو! دا سلمان بل څوک نه بلکې مصطفی محمود دی، نوموتی مصری طبیب، فیلسوف او ادیب.
مصطفی بې کسه سرکښ و. خواخوږی یې نه درلود چې مرسته یې وکړي او لارښود یې شي. ټولو به له ځان نه شړلو. چا یې پوښتنو ته ځواب نه درلود او که له چا سره به ځواب و، نه یې غوښتل چې بحث ورسره وکړي. دې ټولو مرسته وکړه چې دی نور هم د بې ایمانۍ پړۍ ټینګ ونیسي او ځان په حقه وګڼي. نوم یې د مصطفی خو په زړه کې یې بتان ول. هیچا مخلصانه و نه غوښتل چې دا بتان ړنګ کړي. ځینو د دې پر ځای چې بتان ړنګ کړي د مصطفی زړه ته زیان ورساوه.
د (رحلتي من الشک الی الایمان) او (الشیطان یحکم) په کتابونو کې یې د خپل ژوند دا سخت او حساس پړاو توضیح کړی. د دې په لوستلو دا جوتیږي کوم کسان چې د شک په پړاو کې دي، رټل یې نه یوازې دا چې د هغوی د لارښوونې لامل نه ګرځي بلکې نور یې هم ګمراهۍ ته هڅوي.
کله چې د مارکسیسم بازار ګرم او د ړون اندۍ سمبول ګرځېدلی و، مصطفی محمود هم د مارکسیستانو په لومو کې ښکېل شو. د (الله والانسان) تر نامه یې کتاب ولیک چې غیب او میتافیزیک یې رد کړل او په ټوله عربي نړې کې یې غوغا خپره کړه. په دې کتاب نوموتي مصري مارکسیست «محمود امین عالم» هم سریزه لیکلی.
له دیرشو کلونو وروسته مصطفی محمود د حق لاره پېژني او اسلام مني. هغه په بېلابېلو څانګو کې څېړنه وکړه چې بالاخره خپل ځوابونه یې په اسلام او اسلامي عرفان کې وموندل. خپل پخوانۍ فکر یې رد او د اسلام څخه په دفاع کې یې ګڼ شمېر کتابونه ولیکل. د دې کتابونو له خپرېدو وروسته په ډیرو محفلونو کې د مارکسیزم نکریزو خپل رنګ بایلود.
مصطفی محمود په خپلو لیکنو کې اقرار کوي چې مسکو یو وخت ورته د نوي مذهب قبله وه. نوموړی وايي چې د مارکسیستانو له لیکنو او شعارونو څخه ډیر اغیزمن و. دا چې څنګه یې مارکسیزم پرېښود. بېلابېل لاملونه لري. د مثال په توګه د (اکذوبة الیسار الاسلامي) تر نامه کتاب کې یې لیکلي: «د دې خوبونو څخه زمونږ لومړنۍ ویښتیا، بهر ته د سفر پر مهال وه. په دې سفر کې مو ویراني، بیوزلي او د مجارستان، رومانیا، آلمان او ټولو ختیځ هېوادونو څیرې څېرې ولیدلې. د سوکالۍ او ځمکني جنت په لټه پسې وتلي و خو څه مو ونه لیدل. دوهمه او لویه ضربه مو هغه وخت وخوړه چې خروشچف د سټالین دوسیه پرانیسته او د سټالین په زندانونو کې یې د میلیونونو کارګرو، بزګرانو او روڼ اندو د مسلسلو وژنو او اعدامونو څخه پرده پورته کړه. هغه وخت یې مونږ ته ویل: (ستونزه په اجرا کې ده.) اصلي کمي په بده سرته رسونه کې ده، تیوري له دې ټولو نه پاکه ده. دا مسأله د مارکسیزم په اصلي متنونو کې مطالعیې او څیړنې ته اړ وه تر څو پوه شو چې دا خرابي او ستونزه په اجرا کې نه بلکې اصلي ستونزې په خپله تیوري کې دي. دا ټول انقلابي شعارونه خلک راټولوي او تاریخي غچ ته یې هڅوي تر څو نړۍ د ظلم له منګولو خوشې کړي او د هغه نه یې له ستر ظلم سره مخامخ کړي.»
مصطفی محمود پر مارکس اړنګ نیسي او د تیورۍ تیروتنې یې په ډاګه کوي. د دې نقدونو نچوړ دا دی:
۱. د تاریخ په اړه د مارکس تیورۍ د تاریخي پړاوونو په ځینو برخو تکیه کړۍ وه. مارکس به د تاریخ څخه هغه څه اخیستل چې د ده په خوښه به و او هغه څه چې د ده له فکر سره به په ټکر کې و، پاملرنه یې نه ورته درلوده. ځکه نو نشو کولی د هغه استخرابي قوانین د ټول تاریخ سره تعمیم کړو. حتا نشو کولی چې هغوی د قانون په حیث په رسمیت وپېژنو.
زمونږ د دې ادعا تر ټولو قوي شاهد؛ اسلام دی. اسلام هیڅکله هم د قریشو د طبقاتي نظام زیږنده نه وه. اسلام د ظالمانو د مالونو او امتیازونو لپاره د خوندیتوب ارتجاعي دین نه و. اسلام به د فقر او بېوزلی د منلو لپاره بېوزلان نه تخدیرول. ځکه اسلام د ژوند له نعمتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د اعتدال او د ظالم استثمارګر سره د جګړې بلنه کوي.
دوهم: له یوې خوا مارکسیستي فکر انسان ایثار او قربانۍ ته هڅوي چې دا کار د دیني انګیزې او معنویت څخه پرته ناشونی دی. له بلې خوا کاملا معنویت او تدین نفې او داسې تیوري وړاندې کوي چې ټوله په مادیت ولاړه ده.
کله چې د نازیانو ټانګونه د سټالینګراد تر دروازو ته راورسېدل، سټالین یو روسۍ بزګر ولید چې لاس او پښې یې لړزېدلی. هغه څنګه له مرګ نه استقبال کړی وی په داسې حال کې چې نه یې په آخرت ایمان درلود او نه هم جنت. همدا و چې سټالین د کلیسا او جومات دروازې پرانیستې تر څو د خلکو زړونه ژوندي کړي.
درییم: د اقتصادي عامل او تاریخي ماټریالیزیم فکر د علمي نظره دړې وړې شو. نن د ټولنیزو پېښو په حوزه کې د یوازیني، خپلواک او موثر علت خبره څوک نه کوي بلکې د ګڼ شمېر عواملو خبره مطرح ده. ډیری وخت داسې کېدای شي چې نن دې یو علت بنسټیز وي خو سبا ته دې ثانوي شي. ځکه اقتصادي عامل خداي نه دی چې د هر څه سرچینه وي، بلکې ملي، رواني، نژادي او ایدیولوژیکي لاملونه هم شتون لري چې د اقتصادي عامل څخه څو برابره قوي دي. مثلا د چین او روسيي تر مینځ شخړه تاریخ جوړوي خو دا شخړه اقتصادي طبقاتي نه ده. ځکه دواړه هېوادونه کمونیست دي او د پرولتاریا په رهبرۍ اداره کیږي.
مشت نمونه ی خروار ما د مرحوم مصطفی محمود نیوکو ته اشاره وکړه چې په مارکسیزم یې درلودلی. دا ټولې هغه خبرې نه دي چې زمونږ عارف فیلسوف یې لري. په دې لنډه لیکنه کې زه کله کولی شم چې د ده په لسګونو کتابونه ځای کړم.
مصطفی محمود ۵۰ عنوانه کتابونه لري. ځینې یې دا دي:
۱. رحلتي من الشک الی الایمان. له شک څخه ایمان ته زما سفر.
۲. الله. خدای
۳. رأیت الله. خدای مې ولید.
۴. الطریق الی الکعبه. کعبې ته لاره
۵. القرآن محاولة لفهم العصري. قرآن، د فهم او پوهې لپاره هڅه.
۶. المارکسیة والاسلام. اسلام او مارکسیزم.
۷. حوار مع صدیقي الملحد. د ملحد ملګري سره مرکه.
۸. محمد.
۹. الشیطان یحکم. د شیطان حاکمیت.
۱۰. السر الاعظم. لوی راز.
۱۱. من اسرار القرآن. د قرآن له رازونو څخه.
۱۲. لغز الموت. د مرګ معما.
۱۳. التوراة.
۱۴. عصر القرود. د بیزوګانو عصر.
۱۵. انیشتین والنسبیة. انشتین او نسبیت.
۱۶. لماذا رفضت المارکیسة؟ مارکسیزم مې ولې پرېښود؟
۱۷. الوجود والعدم.
۱۸. المسیح الدجال.
۱۹. العنکبوت.
۲۰. الشیطان یسکن في بیتنا. شیطان زمونږ په کور کې اوسیږي.
د دې تر څنګ یې ګڼ شمېر مقالې لیکلی. د (العلم و الایمان) تر نامه یې ۴۰۰ حلقې درسونه د تلویزیون له لارې ثبت او خپاره کړي.
مصطفی خدای ته ورغی. هغه خدای ته چې په اړه یې ویل: رایت الله( خدای مې ولید). هو! مرحوم مصطفی محمود خدای ولید، مینه یې ورسره وکړه او ورغی. الله دې ترېنه راضي وي.
You also might be interested in
لیکنه: اسد سعید له بده مرغه په افغانستان او ټوله[...]
لیکنه: اسد سعید د مسلمانانو تر مینځ چې کله د توندلاریتوب[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی