• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د مارک تواین پنځوس خوږې خبرې

Home ژباړهد مارک تواین پنځوس خوږې خبرې
د مارک تواین پنځوس خوږې خبرې

د مارک تواین پنځوس خوږې خبرې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ ژوند د عقل او مینې ترمنځ له مبارزې پرته بل څه نه دي .
۲ ـــ د پرمختګ راز په پیل کولو کې دی او د پیل کولو راز په دې کې دی، چې خپلې سختې او پېچلې دندې په کوچنیو دندو چې د مدیریت وړ وي، ووېشئ او وروسته له لومړۍ څخه یې پیل کړئ .
۳ ـــ د غوره فکر له پاره په تمه مه پاتې کېږئ، غوره فکر ترسره کړئ، تر ټولو غوره به ورپسې راشي .
۴ ـــ ژوند به ډېر خوشاله وو، که چېرې په اتیا کلنۍ کې دې نړۍ ته راغلي وای او ورو ورو اتلس کلنۍ ته رسېدلی .
۵ ـــ مشران کوچینو او بې ارزښته کارونو ته ډېر ژر رسیدګي کوي .
۶ ـــ ښایي یو درواغ نړۍ وڅرخوي او بېرته یې خپل لومړني ځای ته ور وګرځي، مګر په همدې موده کې یو حقیقت شتون لري، چې د خپلو بوټونو مزي تړي، ترڅو حرکت وکړي .
۷ ـــ ستونزه دا نه ده، چې د احمقانو شمېر زیات دی، مګر ستونزه یې په نا مناسب وېش کې ده .
۸ ـــ مینه شنې چشمې دي، چې په وسیله یې انسان واښه د شفتلې غوندې ویني .
۹ ـــ چاپړوسان یوازې د دوست په څېر دي، لکه څنګه چې لېوان له سپیانو سره ورته والی لري.
۱۰ ـــ څوک چې ونشي کولای ځان مهار کړي، پرته له شکه، د نورو په مهار کولو کې به هم پاتې راځي .
۱۱ ـــ شل کاله وروسته د هغو کارونو له امله، چې ترسره کړي دې نه دي، ډېر افسوس کوې، د هغو په پرتله، چې ترسره کړي دې دي، نو په دې اساس د تسلیمېدو روحیه یوه اړخ ته پرېږده، د امنیت له څنډې را بهر شه، لټون وکړه، وګرځه، هیله وکړه، او پیدا یې کړه .
۱۲ ـــ انسان د مینې د ترلاسه کولو له پاره، په ډېرو کارونو لاس پورې کوي؛ مګر د نورو د کینې د را پارولو له پاره هر کار یې چې په توان پوره وي، نو ترسره کوي یې .
۱۳ ـــ هڅه مه کوه، چې یوه خوګ ته سندرې ویل ورزده کړې، نه یوازې خپل وخت بېځایه تېروې، بلکې د خوګ د ځور لامل هم کېږې .
۱۴ ـــ مهرباني هغه ژبه ده، چې کاڼه کولای شي وایې وري او ړانده کولای شي، چې وې ویني .
۱۵ ـــ مور مې زما له پاره ډېرې سختۍ ګاللي دي، مګر فکر کووم، چې له دې ټولو سختیو څخه یې په ژوند کې خوند اخیستی دی .
۱۶ ـــ د تعجب وړ خبره نه ده، چې رښتیا نسبت درواغو ته ډېر بېوزله او غریب دي، ځکه چې درواغ احساسات را پاروي .
۱۷ ـــ غوره ده، چې خپله خوله وتړې او احمق ښکاره شي، تر دې چې خلاصه یې کړې او ټول پوه شي، چې په رښتیا احمق یې .
۱۸ ـــ له احمقانو سره هېڅکله بحث مه کوئ، هغوی لومړی تاسو خپلې سطحې ته راټیټوي، بیا د خپل ژوند د یو عمر تجربې پرمټ تاسو ته په هغې سطحه کې ماتې درکوي .
۱۹ ـــ د پرمختګ راز پیلول دي .
۲۰ ـــ د نړۍ تر ټولو سخته کار له هغه چا سره بحث کول دي، چې له ځان سره یې ژمنه کړې ده، چې ونه پوهېږي .
۲۱ ـــ له درواغجن څخه پوښتنه مه کوه، ځکه چې درواغجن به هرو مرو د یوه درواغ ځواب په بل درواغ درکړي .
۲۲ ـــ د ستونزو د رامنځته کېدو لامل د افرادو ناپوهي نه، بلکې په ډېر څه پوهېدل یې دي، چې حقیقت نه لري .
۲۳ ـــ په هغه ځای کې چې آزادي نه شته، که چېرې رایه ورکولو څه بدلولای شوای، نو هېڅکله به یې اجازه نه وه ورکړې، چې رایه مو ورکړې وای .
۲۴ ـــ په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای د خوب تخت دی .
۲۵ ـــ هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې څوک ستاسو له پاره لومړیتوب ولري، په داسې حال کې چې تاسو د هغه له پاره یوازې یوه ټاکنه واوسئ .
۲۶ ـــ ستاسو په ژوند کې دوه ډېرې مهمې ورځې شتون لري، هغه ورځ چې نړۍ ته راځئ او هغه ورځ چې د ولې ؟ د موندلو په لټه کې یاستئ .
۲۷ ـــ تاسو نه شئ کولای، چې په خپلو سترګو باور وکړئ، کله چې فکر مو متمرکز نه وي .
۲۸ ـــ سمه ده، چې په دې ځای کې یوه ښه خوړنځي ( هوټل ) شتون درلوده، مګر دا چې څه نه ثابتوي، نو یو وخت زه هم ښه هلک وم .
۲۹ ـــ هر انسان باید خپله په یوازې ډول هوډ وکړي، چې څه سم دي او څه ناسم .
۳۰ ـــ که چېرې تل رښتیا ووایې، نو اړتیا نه لرې، چې څه دې حافظې ته وسپارې .
۳۱ ـــ راځئ، چې د احمقانو له شتون څخه منندوی واوسو، که چېرې هغوی نه وای، نو نور کوم ځای ته نه شو رسېدلای .
۳۲ ـــ هرکله دې چې ولیدل، له ډېرو سره یې، نو دا هغه وخت دی، چې باید صبر او فکر وکړې .
۳۳ ـــ د خپل ځان له پاره تر ټولو غوره هڅونه، د نورو هڅول دي .
۳۴ ـــ زه نه د پوستکي له رنګ، نه قوم او نه هم ملت سره تعصب لرم، یوازینی څیز چې ورته ډېر ارزښت ورکوم، هغه دا دی، چې څوک انسان دی او که نه، له دې پورته نه شم اوسېدلی .
۳۵ ـــ د خلکو دوکه کول ډېر آسانه دي، په دې باندې د هغوی له پوهولو څخه، چې دوکه یې خوړلې ده .
۳۶ ـــ د هر چا آسمان د هغه د زړه د رڼا او تیارې په کچه دی، رڼا او تیاره .
۳۷ ـــ د هر چا له پاره تر ټولو رښتینی، تر ټولو بې تمې، تر ټولو ګټور او تر ټولو تل پاتې ملګری کتاب دی .
۳۸ ـــ موږ په خپل ژوند کې د ډېرو ستونزو او سختیو له پاره اندېښمن یو، چې له هغو څخه ډېری یې هېڅکله نه را منځته کېږي .
۳۹ ـــ الماس د ځمکې له تل څخه پرته په بل ځای کې نه شو موندلای او حقیقتونه له ژور فکر څخه پرته نه شو پیدا کولای .
۴۰ ـــ څوک چې ښه کتاب نه لولي، په هغه چا باندې هېڅ غوره والی نه لري، چې کتاب نه لولي .
۴۱ ـــ کتاب لوستل مهم نه دي، بلکې ښه کتاب لوستل مهم دي .
۴۲ ـــ له مینې څخه کرکه لرم، ځکه چې یو ځل مین شوم او خپله مور مې هېره کړه .
۴۳ ـــ واده دوه کسیز تړون دی، چې په ټوله نړۍ کې اعتبار لري .
۴۴ ـــ کله چې خپله موخه له لاسه ورکوو، نو اړ یو چې خپله هڅه څو برابره کړو .
۴۵ ـــ په دې ژوند کې چې ټول اړین څیزونه لرئ، ناخبري او پر ځان باندې اعتماد دی او بریا حتمي ده .
۴۶ ـــ کاشکې هېڅکله مې د وېرې حس نه وای تجربه کړی او نه مې وای موندلی، ځکه چې دا حس مې شېبې را خرابوي او خوښۍ مې له منځه وړي .
۴۷ ـــ موږ په دې ځمکه کې له درې څیزونو څخه برخمن یو : ویښ وجدان، د بیان آزادي او اړین احتیاط، د دې له پاره چې له دوه لومړیو څخه یې هېڅکله ګټه وانخلو .
۴۸ ـــ لومړی حقایق پیدا کړه، بیا چې هر ډول دې زړه وغواړي تحریفولای یې شې .
۴۹ ـــ کله چې شکمن یې، نو حقیقت ووایه .
۵۰ ـــ له مرګ څخه وېرېدل، له ژوند څخه د وېرېدلو په مانا دی، هغه انسان چې په سم ډول ژوند کوي، نو هره شېبه مړینې ته چمتو دی .

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د نړۍ لس غوره بانکونه

د نړۍ لس غوره بانکونه

Jul 5, 2015

  د نړۍ لس غوره بانکونه ژباړن: عطا محمد میاخېل[...]

ذهني آرامتیا

ذهني آرامتیا

Aug 29, 2016

ژباړن : عطا محمد میاخېل هر څوک چې یاستئ او[...]

دغه څه مو عادت وګرزوئ!

دغه څه مو عادت وګرزوئ!

Dec 22, 2015

ژباړه: حمیدالله حمیدي کله، چې له یو چا سره روغبړ[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d