لیکنه: ارش ننګیال
دلته عام ذهنیت داسې دی کله چې د ماشوم د ادبیاتو نوم اخیستل کېږي ورسره ذهن ته کتابونه او مجلې راځي. موږ فکر کوو چې د ماشومانو ادبیات عبارت دي له څو کیسو، شعرونو او کیسیو نه.
د ماشوم د ادبیاتو موخه څه ده؟
ـ د ماشوم غوره روزنه.
دغه ادبیات دي چې له نورو ګڼو عواملو سره لاس یو کوي او د ماشوم په غوره روزنه کې خپله ونډه ترسره کوي.
دا سمه ده چې کتاب او لیک خپل ارزښت لري. هغه مهال چې د پیغام رسونې او عامه پوهاوي نورې وسیلې نه وې نو کتاب یواځينۍ وسیله وه چې خلکو ترې ګټه اخیسته.
اوس چې موږ د پرمختګونو اوج کې ژوند تېرو، کولی شو چې د ماشومانو د ادبیاتو لمن پرخه کړو او نویو پرمختګونو نه دماشومانو د غوره روزنې لپاره ګټه واخلو.
ـ تلویزیون : زموږ د هېواد په تصویري رسنیو کې د ماشومانو په هکله خپرونې په نشت حساب دي خو د ماشوم لپاره یې تر ټولو غوره خپرونه هماغه تکراري خپرونه ده چې یوه یا دوه کسه کوربانه ماشومان، درې څلور نور ماشومان یې په څوکیو کېنولي وي او هماغه تکراري پوښتنې او مطالب، نوم دې څه دی؟ کوم ټولګي او ښوونځي کې یې؟ او خپلو همزولو ته دې څه ډالۍ راوړې؟
ایا همدا د ماشوم غوښتنه او اړتیا ده؟
) پيشو او موږکTom & Jerry(
دا کارتون د هالیوډ کمپنۍ لخوا جوړ شوی دی او ټوله نړۍ کې ښه پرېمانه لیدونکي لري.
یاد کارتون یا( انی میشن) یوازې ماشومان نه بلکې غټان یې هم ګوري. خو موږ هېڅ کله هڅه نه ده کړې چې د کارتون جوړونې په برخه کې هڅه او کار وکړو، شاید دوه درې کسانه هم ونه لرو چې په یاده برخه کې مهارت ولري.
له اقتصادي پلوه د موږک او شپیو کارتوني نړۍ کې ډېر خرڅېدونکي او د ډېرو پیسو ګټونکی کارتون دی.
تصویري رسنۍ کولای شي هم د ماشومانو لپاره او هم د ماشومانو په هکله غوره او ګټورې خپرونې جوړې کړي. هغه مهال دا کار کېدای شي چې د ماشومانو د روزنې په ارزښت پوه شي او ځان مسول وګڼي.
موږ ته د ماشومانو لپاره خپرونه جوړولو بې ارزښت او بې ګټې ښکاري ځکه چې موږ له خپل نظر او دید نه ورګورو نه د ماشوم. موږ د تجارت په نظر ورګورو نه د معنویت.
تصویري رسنۍ کولای شي چې غوره ښوونځې او تفریحي خپرونې جوړې کړي. لنډ مالوماتي، علمي، تصویري خپرونې، لنډ هنري فلمونه، کارتون، مرکې، د موډیلونو یا بېلګو معرفي، مهارتونه او…
ډېری رسنۍ له نورو بهرنیو کمپینو نه ځینې خپرونې په ګرانه بیه اخلي، په لوړو مصارفو یې جوړوي یې او بیا یې موږ تاسو ته نشروي. دا ډول چارې ددې لامل شوي چې له یوې خوا پردی کلتور او فرهنګ زموږ کورنو ته راشي او بل دا چې موږ له خپل توان، ځواک، فکر او ستعداد نه استفاد ونه کړو، هېڅ کله مو د تخلیق فکرنه دی کړی.
ـ راډیو: د ماشومانو د ذهني فعالیت، تصویر جوړونې، تخیل، فکر او داسې نورو برخو کې ډېره ګټوره ده، راډیو کولای شي ماشوم ته په ډېرې اسانۍ پیغام وړاندې کړي او د جذب وړ یې وګرځوي
فرضا که یوه کیسه راډیويي کړو، له غږونو، میوزیکونو، فضاګانو او نورو اړینو موادو سره یې (میکس) یا یو ځای کړو نو دا به د ماشوم لپاره دېره ګټوره وي، کله چې ماشوم راډيويي کیسه، یا ډرامه اوري نو د ماشوم ذهن په فعالیت پیل کوي، خپل ذهن کې د کیسې سیمه جوړوي، کرکټرونه، څېرې، جامې، حالتونه تصور کوي، ښه ورته غوږ نیسي او پیغام ښه جذب کوي.
له ژوندیو راډيويي خپرونو نیولې ترې وړو سپاټونو، کیسو، ډرامو، نکلونو او نورو راډیويي فارمټونونه ګټه اخیستلی شو.
ددې ترڅنګ موږ کولای شو چې د ماشومانو لپاره ځانګړي کتابونه ثبت او( سي ډي) کړو، هم یی له کتابونو سره یو ځای خرڅولی شو او هم یې بېل بېل.
د تلویزیون او راډيو تجربې ما په خپله کړي دي، زما وړوکی ورور انوش ننګیال په شپږ کلنۍ کې مو دې ته اماده کړ چې شمشاد تلویزیون کې د ماشومانو لپاره د ستیج خپرونې پرمخ بوځي.
زما شپږ کلن زوی، اته کلنه لور او ځوانکی انوش د ماشومانو لپاره یوه ساعته ژوندۍ راډيويي خپرونې جوړولې او پر مخ بیولې. د خپرونې مواد دوی خپله پیدا کول، ثبتول، اډیټ، میسک یانې د نشر لپاره اماده کول. دوی په خپله یو ساعته ژوند خپرونه کې بیلابیل ثبتي توکي هم نشرول، لکه ټوکې، کیسۍ، سریالي کیسې، ډارمې، طنزونه، شعرونه، عام مالومات او داسې نور.
یادې خپرونې د ماشومانو او کورنیو لپاره ډېرې جالبې وې، اورېدونکو به خپل واړه ماشومان خپرونې ته راوستل او په کورنو کې یې هم خپلو ماشومانو باندې یاده خپرونه اورېده، د کورنیو مشرانو به خپرونې ته زنګونه وهل او خپل ماشومان به یې د خپرونې له کوربنو سره غږول.
ـ موږ کولای شو چې له پوسټرونو او بروشرونو ګټه واخلو، تصویر لکه وینا هسې ګټه لري، ډېر کله ماشومانو له خبرو نه تصویر ته ډېر ارزښت ورکوي. زموږ په کورنو او ښارونو کې د ماشومانو د عامه پوهاوۍ لپاره څومره تصویرونه، پوسټرونه او نور تصویریي مواد شته؟
ـ نندارتون او موزیمونه : دا هغه ځایونه دي چې ماشوم ته پکې جرات، غیرت، تاریخ، ویاړ، ناکامي، بریالیتونه، مینه، محبت، هنر او….ورمعرفي کوي او پېژني یې.
نندارتونونو او موزیمونو ته تللوسره ماشومانو کې په ځان باور پیدا کېږي، له نورو سره اړیکې جوړول زده کوي، له چاپیریال او ټولنې سره اشنا کېږي، د مالوماتو ذخیره یې پیاوکړې کېږي او…
د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې زده کوونکو ته دا فرصتونه برابر شوي وو، زه هم څو ځله نندارتونو او موزیمونه ته تللی یم. د کابل نندارې سیمه کې د نقاشیو یو نندارتون ته یې بیولي وو، هلته مې د وحشي انسانو ځینې انځورنه ولیدل، د انسان خوړونکو انځورونه مې ولیدل چې د ماشومتوب له مزو یې بې برخې کړی وم، هره شپه به مې خوب ته راتلل، ما به ترې منډې وهلې، هوا به مې کوله، چیغې به مې وهلې خو غږ به مې نه پورته کېده.
نو دا په غټانو پورې اړه لري چې د ماشومانو ذهن ته کوم ډول تصویر ورسپاري.
ـ همدا ډول موږ کولی شو چی پارکونه، ژوبڼ، سپورټي کلبونه فیسبوک، یوټیوب ټوله کی انټرنټ نه د خپلو ماشومانو د غوره روزنې لپاره ګټه واخلو. دا مو یو چې د ځان او ماشومانو لپاره مو محدویتونه ټاکلي دي.
نو پای کې افغان حکومت، د ماشومانو د ملاتړ موسسې، د رسنیو خاوندانو او د کورنیو مشرانو ته زما مشوره داده چې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ له امکانانو ته زموږ د هیواد د ماشومانو د غوره زورنې لپاره باید ګټه واخیستل شي څو چې ښه راتلونکی ولري.
21 Sep 2015