• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ماشومانو په ګټه نهه حکمونه

Home ژباړهد ماشومانو په ګټه نهه حکمونه
د ماشومانو په ګټه نهه حکمونه

د ماشومانو په ګټه نهه حکمونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ له خپلو ماشومانو سره بې قید و شرطه مینه وکړئ او هغوی په دې ډاډه کړئ، چې د هغوی د کړنو ډول ته په نه پاملرنې، له هغوی سره مینه لرئ . هېڅکله خپله مینه د هغوی په بریاوو پورې مه تړئ .
۲ ـــ د خپلو ماشومانو مخ پر ودې استعدادونو او وړتیاو په تړاو خپل درک زیات کړئ . د خپلو ماشومانو د ودې په اړه او دا چې د عمر په بېلابېلو پړاوونو کې کومې بریاوې تر لاسه کولای شي، ډېر څه زده کړئ .
۳ ـــ له خپلو ماشومانو څخه واقع بینانه تمه ولرئ . والدین نباید  خپلو ماشومانو ته له لوړو معیارونو څخه وغږېږي . کومې موخې چې د خپلو ماشومانو له پاره یې ترتیبوئ، باید د هغوی له وړتیاو سره برابرې وي .
۴ ـــ خپل ماشومان په دې پوه کړئ، چې ماتې هم د ژوند یوه برخه ده، هغوی باید په دې پوه شي، چې له ماتې وروسته، څنګه بیا په خپلو پښو ودرېږي او هڅه وکړي .
۵ ـــ د خپلو ماشومانو بریاوې په جشنونو ولمانځئ او په اړه یې خبرې وکړئ . له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو وګوري او پام یې شي، چې کوم کارونه په بریالیتوب سره ترسره کولای شي .
۶ ـــ د هغه له پاره بېلګه واوسئ . خپل ماشوم ته اجازه ورکړئ، ترڅو ستاسو له تجربو، ماتو او بریاوو څخه زده کړه وکړي . ستاسو بریاوو، ماتو او کامیابیو ته کتل، ستاسو ماشومانو ته دا ورزده کوي، هغه احساسات چې له دا ډول بریاوو سره هغه ته را پیدا کېږي، څنګه یې کنټرول کړي .
۷ ـــ په کورني چاپېریال کې د خپلو ماشومانو له پاره نظم او ترتیب په پام کې ونیسئ، په کورکې ښه سازماندهي، ماشومانو ته دا وزده کوي، چې ژوند له ماتې وروسته هم دوام لري.
۸ ـــ له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل احساسات څرګند کړي . هلکان د خوند، ویاړ، ګناه، شرم، او خواشینۍ احساسات تجربه کوي او اړتیا لري، چې د خپلو احساساتو په اړه خبرې کوي . والدین کولای شي، له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل احساسات په منلي توګه څرګند کړي .
۹ ـــ له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړئ، چې خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړي، ځکه چې مثبتې اړیکې د سختیو پرمهال له هغه سره مرسته کوي . دوستان او آشنایان کولای شي ستاسو د ماشومانو له پاره د بېلګې او لارښود رول ولري .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د زرتشت پنځوس غوره ویناوې

د زرتشت پنځوس غوره ویناوې

May 8, 2016

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل ۱ ـــ په[...]

د فیثاغورث ژوند ته یوه کتنه

د فیثاغورث ژوند ته یوه کتنه

Jan 3, 2016

ژباړه: عطا محمد میاخېل      پوره نوم یې فیثاغورث[...]

کله چې له خپلې اړیکې څخه خوښ او راضي یاست، نو دا ۱۰ ټکي زده کوئ

Jul 2, 2018

ژباړه: عطا محمد میاخېل ښایي له واده او یا له[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022