ژباړه: حبیب وقار
په ارواپوهنه کې که هر غوښتل شوی چلند په یوه ښه او مثبته پايله پای ته ورسېږي او يا هم دا چې هر چلند بايد په پای کې يو هڅونه ولري چې دې ته يو پیاوړی چلند ویل کېږي او د دې چلند پايله او پرلپسې والی دی.
نو دې حقیقت ته په کتو سره چې انسان له پایلې تښتېدونکی او د هڅونې غوښتونکی دی او هر انسان په هڅونه، منلو، مينه، احسان او تقدیر ښه پوهېږي. له شک پرته چې د سمو چلندونو د پرلپسې والي او پياوړتيا له پاره هڅونه او مينه ښې لارې دي.
څرګنده ده چې غوښتل شوو موخو ته د رسېدو له پاره له ناغوښتل شوو لارو کار اخيستل شوني نه دي. له همدې امله بدني ګواښ، سپکول، شرمول، ښکنځل او نور ستاسې د ماشوم د اصلاح له پاره کار نه ورکوي.
همدا ډول د ماشوم يا نوي ځوان چلندونو او فعاليتونو ته پاملرنه کول د دوی له پياوړتيا سره مرسته کوي. هماغه ډول چې د دوی ناغوښتل شوو چلندونو ته پاملرنه د دوی د پياوړتيا لامل کېږي.
يو سم چلند بايد تکرار شي چې په عادي ډول يې ترسره کړي. کله کله ماشوم يو چلند په ناڅاپي توګه کوي او بيا انتظار کوي چې ستاسې چلند وګوري که تاسې د ماشوم له چلند سره په مسوليت سره مخامخ شئ او د هغه ښه چلند وستايئ، ماشوم زده کوي چې کوم کارونه تکرار او ادامه ورکړي.
په مقابل کې که چېرې تاسې د هغه ناسمو چلندونو ته پاملرنه وکړﺉ، د هغه بدو زده کړو ته مو لاره برابره کړې. د روزونکو ارواپوهانو له څرګندونو سره سم د پاملرنې، ورکړې او هڅونې په اړه هر چلند (موسک کېدل، د هو په توګه د سر ښورول، غلي کېدل، د ماشوم اوږې په لاسونو ټپول او نورو) سره د هغه چلند پياوړی او تکرارېږي.
نو هڅونې باید له عمر، جنس او د کار له موقعيت سره سمې وکارول شي. هڅه وکړئ د ماشوم نېک کارونه مو د نورو په ځانګړې توګه د هغه چا په وړاندې چې ماشوم ته درناوی لري، ياد کړئ او په دې سره يې وهڅوئ.
کله چې ناسم کار کوي په پټه توګه يې ورته ياد کړئ او د دې ډول کارونو د کولو پوښتنه ترې وکړئ، څو په ماشوم کې په ورو ورو ډول فکري وده پياوړې شي او خپله وکولای شي خپل چلند او عمل وڅېړي.
کله چې د ماشوم نېک کارونه ستایئ په دې سره له هغې سره مرسته کوئ څو له ځان سره په فکر کولو او ارزولو سره ځان ته د ارزښت ورکولو احساس وکړي او په ځان باور پيداکړي.
اولادونو ته مو وواياست چې تاسې د دوی کوم چلندونه خوشاله کوي او څه هيلې ورڅخه لرئ.
د بېلګې په توګه، کله چې مېلمه راشي، تاسې ډېر ښه چلند وکړ، کله چې ما په مبايل خبرې کولې تاسې په آرامه لوبې کولې. په ارواپوهنه کې هڅوونکو تګلارو ته پياوړې کوونکې لارې وايي.
دغه هره لاره کولای شي هڅوونکې اغېزه ولري. مسوليت ورکول، مبايل ته ځواب ورکول، ټليفون کول، د لوبو د وخت ډېرول، د خپلې خوښې د فلم کتل، پارک ته تلل، مېلمه کېدل او کله هم په خبرو سره کولای شئ ماشوم وهڅوئ او ويې منئ، لکه:
آفرين، ډېر ښه، په دې کار دې خوشاله کړم، ته زما وياړ يې، زه دې په دې کار ډېر خوښ شوم. ستا کارونه ډېر ښه شوي او هره ورځ پرمختګ کوې.
همداراز له ماشوم سره مرسته وکړئ چي د جزا او ډالۍ تر منځ په توپير پوه شي او په دې هم پوه شي چې له فعالیت پرته جزا او ډالۍ نه ترلاسه کېږي په ټوليزه توګه د پوهنې او روزنې موخه، د سمو کارونو پراختيا او ډېروالی او د ناسمو کارونو له منځه وړل دي.
ماشوم ته بايد داسې شرایط برابر شي چې ځان خپله وهڅوي او پوه شي چې ډېر ارزښت لري. له همدې امله:
هڅونه، مننه، د نوي ځوان يا ماشوم د ښو کارونو ستاينه، د هغه د پياوړو کارونو ملاتړ له ماشوم يا نوي ځوان سره د اړيکو نيولو تر ټولو ښه لاره ده.