لیکنه: هلال کريمي
والدين د ماشوم لومړني روزونکي ګڼل کېږي، همدارنګه والدين د ماشوم د روزنې لپاره بيلا بېلې لارې چارې په پام کې نيسي، دا لارې چارې بيا د ماشوم په ټولنيزه،عاطفي،ذهني او نورو برخو په وده باندې خپله اغېزه کوي.
ماشوم په کورنۍ کې روزل کېږي، د ماشوم هر اړخېزه زده په کورنۍ کې صورت نيسي اوماشوم د کورنۍ چاپېريال څخه اغېزمن کېږي. په هره اندازه چې کورنۍ چاپېريال د امکاناتو،اصولو،غوره مديريت لرونکى وي په هماغه اندازه د ماشوم په هر اړخيزه وده اغېزمن تماميږي.
په دې مانا په هره اندازه چې کورنۍ دمادي او معنوي امکاناتو له پلوه غني وي په هماغه اندازه د ماشوم د ودې په بېلابېلو اړخونو خپله اغېزه ښندي، د بېلګې په ډول که چېرته په کورنۍ چاپېريال کې ماشوم د خپلو ماشومانه فعاليتونو او لوبو لپاره کافي اندازه لوبتوکي ولري، په هماغه اندازه يې ذهن وده کوي، همدارنګه په لوبو کې د ذهني ودې سربېره په ماشومانو کې د حرکتي مهارتونو وده، ژبنى وده، يا د خبروکولو وده، د حرکاتو همغږى او نور رامنځ ته کېدى شي.
د اصولو له اړخه ويلى شو چې د کورنۍ د روزنې اصول د ماشوم په عاطفي وده خپله اغېزه پريباسي، د بېلګې په توګه که چېرته په کورنۍ کې د اصولو له مخې مشرانو ته درناوى او په کشرانو د شفقت شتون ولري، نو ماشوم د همدې ډول شته حالاتو څخه زده کړه کوي او د ماشوم چلند بيا د ماشوم د همدې زده کړې څخه اغېزمن کېږي، کومه زده کړه يې چې په کورنۍ کې کړېده.
د پورتنيو خبرو په اساس ويلى شو چې د مور و پلار د روزنې طريقې يا لارې چارې د کورنۍ جوړښت او په کورنۍ کې د شته ارزښتونو له مخې ټاکل کېږي، خو ځېنې والدين لکه باسواده والدين هڅه کوي چې د خپلو اولادونو د هر اړخيزې ودې لپاره ښه او غوره شرايطو او امکاناتو ته زمينه مساعده کړي، مګر دا شرايط هم د شته ارزښتونو په پرتله اغېزمن نشي تمامېدى.
نو له هغه ځايه چې د ماشوم د روزلو لپاره درې ډوله کورنۍ شتون لري نو د همدې کورنيو په څېر د ماشوم د روزنې لپاره د روزنې درې مهم او ترټولو څرګندې لارې شتون لري چې د والدينو لخوا د ماشوم د روزنې لپاره ټاکل کېږي.
ياودنه: پاتې دې نه وي چې د ماشوم هر اړخېزه وده لکه عاطفي، ټولنيز، ذهني، او هېجاني وده د روزنې د لارو چارو په واسطه رامنځح ته کېږي،چې په لاندې ډول دي.
الف: ديکتاتورانه روزنه
لکه څرنګه چې له نوم څخه يې څرګندېږي،په دې ډول روزنه کې د کورنۍ مشر د کورنۍ د رهبر په توګه رول لوبوي، او د کورنۍ نور غړي اړ دي چې د مادون په څېر د رهبر د امر څخه پېروي وکړي، د روزنې دا ډول په ديکتاتوره کورنۍ کې شتون لري،په دې ډول روزنه کې د روزنې عمومي موخه د ماشوم او د کورنۍ د غړو لپاره د مادي اړتياوو لکه خوراک، څښاک، پوښاک او نور… خو د افرادو او د کورنۍ د غړو رواني روغتيا ته ځانګړې پاملرنه نه کېږي، لکه ماشوم د نظرورکولو حق نه لري، ماشوم بايد تل د کورنۍ د مشر له امر څخه پېروي وکړي، په کورنۍ کې د ماشوم لخوا تېروتنې نه منل کېږي، بنآ ويلاى شو چې د روزنې دا ډول د ماشوم د عاطفي، ذهني، او ټولنيزې ودې لپاره مناسب نه شمېرل کېږي.
ځکه لکه عاطفي وده د مينې او محبت په اساس وده کوي کوم چې په دې ډول روزنه کې نه تر سترګو کېږي، ذهني وده او نوښت د نظريانو په څرګندولو او خبروکولو په واسطه رامنخ ته کېږي چې هغه هم په دې ډول کورنيو کې شتون نه لري، همدرانګه ټولنيزه وده هم په خپل مناسبه توګه نه رامنځ ته کېږي، ځکه د ماشوم تېروتنه په هېڅ صورت د کورنۍ د مشر لخوا د منلو وړ نه ده.
ب: آزاده روزنه
دا ډول روزنه په همدې ډول کورنيو(آزاده) کورنيو کې شتون لري په دې ډول روزنه کې د کورنۍ مشر د کورنۍ د غړو مادي اړتياوې په ښه ډول ورته پوره کوي خو رواني اړتياوو ته يې ځانګړى پاملرنه نه کوي، د کورنۍ د غړو ترمنځ مينه نه ترسترګو کېږي، او که شتون ولري نو هغه هم په هغه اندازه چې د هغوي رواني اړتياوې ورته نشي پوره کولاى، د کورنۍ غړي پرته له دې چې يو له بل سره د يو کار د ترسره کولو په هکله نظريات شريک کړي کار ترسره کوي چې دا په خپله نورو ته د ارزښت نه ورکولو يو وسيله ګڼل کېږي، چې دا کار له يوې خوا عاطفي وده زيانمنوي او له بلې خوا لکه خرنګه چې د کورنۍ غړي په ځانګړى توګه ماشومان له دې ډول کارونو او کړنو څخه زده کړه کوي نو هغوى هم په همدې ډول روزل کېږي، چې دا کړنې او روزنه په راتلونکي کې هغوى له يو شمېر رواني، او په ځينو حالاتو کې د ټولنيزو ستونزو سره مخ کوي.
مګر د روزنې دا ډول تر يوه بريده ذهني ودې لپاره ګټوره ده ځګه هرڅوک په خپل خوښه کړنې کوي او د خپلو تېروتنو او سمو کارونو څخه زده کړه کوي،البته دا ډول زده کړه پرته د لارښوونې څخه صورت نيسي کېداى شي ځېنې تېروتنې له ځانه سره ولري چې د ټاکلى شخص څخه علاوه نورو ته دمنلو وړ نه وي.
همدارنګه د ټولنيزې ودې لپاره دا ډول روزنه مناسبه نه ده ځکه ماشوم چې د کورنۍ او هم د ټولنې غړې ګڼل کېږي، په خپله خوښه د کړنو په ترسره کولو عادت شوى وي نو نشي کولاى په اسانې سره د ټولنې سره جوړښت وکړي، چې ددې کار پايله بيا ماشوم او ټولنه له ګواښ سره مخ کولاى شي، جرمونو ته لاره هواروي او ماشوم ته ټولنيز ضد روحيه ورکوي، يا په بل عبارت د ټولنيز ضد شخصيت روزلو ته لاره هواروي.
ج: ديموکراتيکه(عادلانه) روزنه
لکه څرنګه چې د عنوان په پيل کې مو يادونه وکړه، د ماشوم يا اولاد روزنه د کورنۍ د جوړښت څخه سرچينه اخلي که چېرته کورنۍ نظام غوره وي نو د ماشوم روزنه هم په ښه ډول صورت نيسي، که چېرته کورنۍ سيستم او يا نظام ناسم وي نو د نظام مطابق روزنه هم په هماغه شکل صورت نيسي، نو د کورنيو په نظامونو کې ترټولو غوره او ښه نظام همدا عادلانه نظام دى، په دې ډول کورنيو کې ماشومان د څرنګوالى او هم څنګه والى له اړخه په ښه ډول روزل کېږي، ځکه په کورنۍ کې د ماشوم حق معلوم، د مادي اړتياوو د پوره کولو سربېره د ماشوم د رواني اړتياوو پوره کولو ته هم پاملرنه کېږي، ماشوم ته په کافي اندازه د کړنو، عمل،وينا او نظر د بيانولو ازادي ورکول کېږي، چې په دې کار سره ماشوم د جسمي ودې سره هم مهاله د رواني، عاطفي، ټولنيزې، ذهني، نوښتيز مهارتونو او نورو له اړخه هم وده کوي، په دې مانا چې د ماشوم د ذهني ودې لپاره امکانات شتون لري او د تېروتنې په وخت کې ورته په ښه ډول لارښوونه کېږي، د ټولنيزې ودې لپاره ورته د خبروکولو اولوبو وخت ورکول کېږي، د عاطفي ودې په برخه کې ويلى شو چې ماشوم په کافي اندازه د کورنۍ او په ځانګړى توګه د مور او پلار د مينې څخه برخمن وي، نو ويلى شو چې د ماشوم د روزنې لپاره د روزنې غوره لاره کوم چې د ارواپوهنې له اصولو سره همغږيتوب لري همدا لاره ده.
په پايله کې ويلى شو چې د ماشوم روزنه ترنورو ځايونو ډېر د کورنۍ څخه اغېزمن کېږي، يا د ماشوم د روزنې، او د ټولنيز، ذهني، عاطفي ودې لپاره ترټولو غوره او اساسي ځاى کورنۍ ده که چېرته په کورنۍ کې ماشوم تر فشار او ړبړونې لاندې ونيول شي نو علاوه له دې چې د جسمي ودې په لړ کې د خنډونو سره مخ شي بلکه د رواني او ټولنيزې ودې له اړخه هم د ستونزو سره مخ کېږي، له بلې خوا بشري ټولنه او بشريت ورځ په ورځ د پېچلتيا په لور روانه ده، او له راتلونکى پېچلى ژوند او ټولنې سره جوړښت کول تر نننى ژوند او نننى ټولنې خورا ګران دى، د همدې لپاره ګران والدين دې هڅه وکړي چې حالاتو او شرايطو ته په کتو سره د ماشوم د روزنې لپاره داسې لاره غوره کړي چې هم ماشوم پکې هر اړخيزه وده وکړي او هم د راتلونکى ژوند سره د جوړښت په برخه کې له ستونزو سره مخ نشي.
هلال کريمي