ژباړه: لېمه حلیم
معمولا ماشومان په اتمه میاشت خاپوړي پیلوي. د خاپوړو له پیل سره سم، ماشوم د شیانو راکشول هم پیلوي. پدې مانا چې نور نو د ماشوم شاوخوا پراته شیان خوندي ندي؛ ماشوم ځان ور رسوي.
لاندې لیست وګورئ او ددې سره د ماشوم لپاره د اوسیدو/لوبو محیط برابر کړئ:
- تب کې یوازې دومره اوبه واچوئ چې د ماشوم یوازې ورنونه پکې پټ شي.
- تودې اوبه ورته برابرې کړئ، د تودوخې درجه د 35 نه تر 37 سانتي ګرید پورې.
- هیڅلکه، او هیڅکله ماشوم په تب کې یوازې مه پریږدئ، حتی د یو څو ثانیو لپاره.
- په تب کې د ښویدا د مخنیوي پخاطر سپنج یا تکه وغوړوئ. تب هم پداسې تکه یا بل شي کیږدئ چې د ښویدا مخه ونیسي.
- تودې اوبه یا بل تود شي او ماشوم دواړه په یو وخت مه انتقالوئ.
- تاوده شیان هیڅکله د میز څنډې ته نږدې مه ږدئ چې د ماشوم لاس ور ورسیږي.
- کله چې پر منقل پخلی کوئ، ماشوم په غیږ کې مه نیسئ.
- د لاستي لرونکي دیګ لاستی د منقل شا ته برابروئ، که د مخې لور ته وي ماشوم لاس ور اچوي او په ځان ېې را چپه کوي.
- د منقل د دروازې او … د خلاصیدو او یا کوم بل خطر د پیښدو څخه ځان ډاډه کړئ.
په موټر کې:
- د ماشوم لپاره په موټر کې جلا چوکۍ کیږدئ او کمربند ېې ور وتړئ.
پر میز باندې:
- ماشوم پخپله چوکۍ وتړئ. حتی د څو ثانیو لپاره ېې هم آزاد مه پریږدئ.
- (لاس پاک، صابون، شمپو او نور) د ماشوم څخه لرې او ځانته نږدې کیږدئ.
کالي:
- د ماشوم لپاره د پرتوغاښ او یا تسمو کالي مه جوړوئ.
- د ماشومانو په کالیو کې د غټو تڼیو یا غوټو له کارولو ډډه وکړئ، چې د خوب او یا ملاستې پر مهال ېې تنګوي.
- د تخت پر شاوخوا د نرم دیوال جوړولو څخه ډډه وکړئ. ماشوم باید له لرې ولیدل شي.
- داسې تخت چې شاوخوا ګټاره ېې لرې کیږي، مه کاروئ.
- کوشش وکړئ د ماشوم د خوپ پر وخت زیات نرم شیان (بالښت، توشکه او یا …) و نه کاروئ.
- کله چې ماشوم له خوبه پاڅي، د هغه څخه مبایل، د لوبو سامانونه او نور څیزونه باید د تخت له سره لرې شوي وي.
- یا په بله ژبه، د ماشوم د خوب پر مهال، په تخت کې د لوبو سامان یا بل څیز مه ورسره پریږدئ.
دروازې:
- د دروازو لپاره د دروازې بندونکی (کلک نیونکی) او تکیه وکاروئ ترڅو د ماشوم کوتې و نه نیسي. ور یا دورازه باید د ماشوم د ګرځیدا او خوځیدا پر مهال، نه پوره خلاص او نه پوره بند شي.
د برقي سامانو سره:
- هغه ساکت چې څه شی ورته بند نه وي، د هغه د سرپوښ او یا بالښت یا بل مناسب شي پوسیله بند/پټ کړئ.
- برقي کېبلونه او نور شیان د ماشوم د لاس رسي نه لرې وساتئ.
- ټول واړه برقي شیان لکه چارجر، ویښته وچونکی، د ږیرې ماشین او نور شیان د برق له ساکته ایستلي او د ماشوم د لاس رسي څخه لرې وساتئ.
- هیڅلکه حتی د یوې ثانې لپاره، خپل ماشوم د برنډې پر سر، د تخت پر سر، د چوکۍ پر سر، د میز پر سر او یا کوم بل داسې څیز پر سر چې د لویدو شونتیا ېې وي، مه پریږدئ.
- په کړکیو کې جالۍ، او د کړکیو بریک وکاروئ. د کړکیو کنجونه په نرم څیز پټ کړئ. د کړکیو په فرش کېله ډبرې او نور تیره او تیز ساختماني شیان مه کاروئ.
- د زینې په سر او بیخ کې کوچنۍ دروازې کیږدئ ترڅو ماشوم پخپل سر د ختو یا ښکته کیدو هڅه ونکړي.
- کچیرې برنډه یا زینه کټاره لري، د کټارې د سیخانو ترمنځ فاصله، که له لس سانتي مترو زیاته وي، د پړي یا رسۍ په مرسته دا سوري بند کړئ.
د اور لګیدنې مخنیوی:
- په میاشت کې یوځل د دود موندونکي (smoke detector) بترۍ وګورئ چې چارج لري کنه.
- د اورلګیدنې پر مهال د بیړنۍ تیښتې لار وګورئ چې د مؤقتو لوښو او اسبابو پوسیله خو به نه وي بنده شوې.
- د ساده درملو یو بکس د ځان لپاره جوړ کړئ. پدې بکس د بنداژ، پلستر، وړه بیاتي، درمل لکه د سردرد، ځان درد، اسهال، پیچش، امیب، حتی پنس، نشتر او نور توکي موجود وي.
د بندیز ساحه:
- چاقو، ماتیدونکي لوښي، درانه لوښي، او نور خطرناک شیان د ماشوم له لاس رسي لرې وساتئ.
- خطرناکو ځایونو ته لکه د انګړ منځ، د ژور غالي څنډې، … د ماشوم د ورتګ مخه بنده کړئ.
- المارۍ او د میز روکونو ته کلپ واچوئ.
- هغه کثافات چې په هغه کې داسې توکي اچول کیږي چې ماشوم ځان پرې خوږوي (لکه د اوسپنې یا شیشې قطي، پاکي، پیچکارۍ او نور) د ماشومانو له لاس رسي لرې وساتئ.
- د غولي پکه او یا دیته ورته بل خطرناک شی د ماشومانو څخه لرې وساتئ.
- یخچال کلپ ساتئ. د برق لاینونه ېې د ماشومانو د سترګو او لاس رسي لرې وساتئ.
- سي-ډي پلیر او سي-ډي ګانې او بل شی د ماشوم له لاس رسي لرې وساتئ
- د میز پر سر تکه یا دسترخوان غوړیدلی مه پریږدئ. ماشوم ېې را کش کوي، کچیرې ېې پر سر څه شئ ایښي وي را غورځوي ېې.
- کچیرې د المارۍ یا میز په ځنو خانو کې خطرناک یا مهم شی ایښي وي، یوه یا څو (بې خطره) خانې ېې ماشوم ته خلاصې پریږدئ، پدې سره د ماشوم پام بدلیږي چې د هغه خطرناکو خانو د خلاصولو تکل دې وکړي. کچیرې ټولې کلپ یا بندې وي، ماشوم به د هرې خانې د خلاصیدا هیله کوي.
میز او چوکۍ:
- په کنجونو پورې نرم څیز (ګارد) ور سریښ کړئ.
- میز، چوکۍ یا المارۍ د چپه کیدا څخه خوندي وساتئ. پر دیوال ېې میخ یا وتړئ.
- تلویزیون د شا لخوا پر دیوال وتړئ ترڅو په مخ را ونه لویږي.
- درانه شیان د المارۍ په ټیټو خانو کې ځان پرځای کړئ او د امکان تر حده ېې وړاندې ور د ننه کړئ
- لوړ او چپه کیدونکي شیان د فرنیچر یا بل استوار شي شاته کیږدئ.
زهرجن توکي:
- ټول زهري توکي لکه ظرف شويي، صابون، درمل، ویټامین، د تشناب ټول پاکونکي (صابون، کیسه، شامپو، سفید کننده، بوی وژونکي او نور)، الکول، تیزاب، او نور د ماشومانو له لاسرسي لرې وساتئ او یا ېې کلپ کړئ.
- د امکان تر بریده زهري توکي په کور کې مه ساتئ، یوازې د ضرورت په اندازه ېې کور ته راوړئ.
- په انګړ کې د زهري بوټو د را شنه کیدو مخه ونیسئ
- د بیړنیو طبي مرستو د ادارو او روغتونو شمیرې درسره وساتئ – داسې مهمې شمیرې معمولا د هندارې مخته یا د یخچال پر مخ لګول ښه دي.
ویده کیدا:
- ماشوم معمولا پر شا څملوئ
- ماشوم پر بالښت او یا بل مسترح بستر مه څملوئ
- ماشوم د اوبو پر تخت یا بل دیته ورته نرم څیز مه څملوئ
لمر
- د امکان تر بریده ماشوم له لمر څخه پټ وساتئ
- په بهر کې، ماشوم د خولۍ، جامو، او نورو شیانو په مرسته له لمره وساتئ
تشناب
- کمود ته کلپ واچوئ
- تب همیشه خالي ساتئ، چې د ماشوم د ډوبیدا مخه نیول شوې وي
د لوبو سامان
- د لوبو سامان باید پاک او منظم وي
- د لوبو سامان باید کوچنۍ پرزې لکه: کوچني ټایرونه، میخک، سترګې، غاښونه، او یا نور واړه بیلودنکي پرزه جات ونلري چې د ماشوم په خوله کې د ځاییدا وړ وي.
- باید ډیر درانه وي چې د لاسه لویدو پر مهال خپل ځان (پښې) او یا د بل ماشوم سره د لوبو پر مهال بل ماشوم پرې خوږ نه کړي
- باید له 30 سانتي مترو اوږده رسۍ یا پړی ونلري.
- د لوبو هغه سامان چې ستاسو د ماشوم د عمر سره برابر نه وي مه اخلئ. د لوبو په سامان د ماشوم عمر لیکل شوی وي، د خریدارۍ پر مهال پام ورته کوئ
- د ماشوم په غاړه ځړیدونکي شیان مه کاروئ. داسې سامان چې د ماشوم په غاړه کې واچول لکه پړی یا حلقه هم د ماشومانو نه لرې ساتئ.
- پر دیوال میخ او یا بل داسې شی چې د پړي د بندیدا او یا د یو څیز د ځړیدا قدرت ولري مه پریږدئ. ډیرو ماشومانو په همدې توګه ځانونه اعدام کړیدي.
اوبه
- حتی د یوې شېبې لپاره هم، خپل ماشوم د حوض او یا ډنډ سره څیرمه یوازې او یا پداسې حال کې چې ستاسو پام بل پلو ته وي مه پریږدئ.
- د حوض چاپیره مانع (جالۍ) نصب کړئ او حوض ته اومات بندیدونکې دروازه ولګوئ
- واړه حوضونه د کارونې وروسته سمدلاسه تش او نسکوروئ
کړکۍ:
- د کړکیو د پردو تارونه د ماشوم له لاسرسي لوړ تړئ
- د کړکیو دروازې ښویدونکې ښې دي او ښیښه چې په رنګه تیپ په نښه شوې وي ښّ ده
- ماشوم پرانیستې کړکۍ کې مه پرېږدئ
اخځای: BabyCenter.com