• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ماشوم وده باید احساس شي

Home روغتیاد ماشوم وده باید احساس شي
د ماشوم وده باید احساس شي

د ماشوم وده باید احساس شي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ماشوم وزن مې نه زیاتېږي، په اړه یې اندېښمن شم؟
هو!
که مو ماشوم تازه په تازه ناروغ شوی وي، نو وزن به یې هم هرو مرو کم شوی وي، باید وزن یې ژر خپل اصلي حالت ته را ورګرځي، خو که وزن یې زیات نه وي کم شوی یا یې وده ګړندۍ نه وي، بیا نو ښايي په دغه عمر کې د چټکې ودې له ستونزې سره مخ شوی وي.
په هر حال، ماشوم باید تل په وده کې وي، نه داسې چې وزن کم کړي؛ څه ډول پوه شو چې ماشوم وده کوي او که نه؟ دا چې د ماشومانو د ودې چتکتیا فرق کوي، نو ښه ده چې د ماشوم ودې ته مو ځانګړې پاملرنه وکړئ او پوه شئ چې ایا ماشوم مو وزن اخلي او که ورځ تر بلې خپل وزن له لاسه ورکوي. که پوه شئ چې ماشوم مو وزن کموي هڅه وکړئ دغه خبره له اړوند ډاکټر سره شریکه کړئ.
ډاکټر به څه وکړي؟
ډاکټر له تاسو څخه ځینې پوښتنې کوي څو پوه شي چې ستونزه چېرته ده، که پوه شي چې په رښتیا هم د ماشوم په تغذیه کې ستونزه شته، هغه ده چې حل لار یې درته په ګوته کوي.
سالمه تغذیه د ماشوم په ژوند کې حیاتي رول لري.
د دې خبرې اورېدل چې ستاسو ماشوم وده نه کوي، سخته ده خو تشویش نه دی په کار، هڅه وکړئ ځان پوه کړئ چې ایا مور یې ورسره خواري نه کوي که په رښتیا هم په کافي اندازه خواړه نه خوري؟
که په ټوله کې ستاسو ماشوم په سم ډول وده نه کوي، دا په دې معنا نه ده چې په سم ډول خواړه به نه خوري او یا هغه څه چې خوري جذبولی یې نه شي، خو په ډېرو کمو مواردو کې کېدای شي بله ستونزه لکه سیستیک فیبروزیسِ، د زړه ناروغي، د هاضمې ستونزې او یا هم نور ولري. که خدای مه کړه ماشوم له پورتنیو ستونزو یوه هم ولري، پر وخت یې مخه نیولي هر څه سمولی شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

هغوی؛ چې خپلې شتمنۍ پر خیریه کارونو لګوي

Jan 24, 2018

په نړۍ کې ګڼ شمېر کسان شته چې په میلیاردونو[...]

ولې د خپلې ماتې پړه پر بل اچوو؟

ولې د خپلې ماتې پړه پر بل اچوو؟

Jul 26, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي ډېری خلک دا نه خوښوي چې خپل[...]

په طلا باید ولیکل شي!

په طلا باید ولیکل شي!

Feb 25, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي که هره ورځ له بلې نه زړه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022