لیکنه: نبي ساحل
له ښاغلي لېوال صاحب سره له ژمنې سره سم، غواړم سر له نن څخه هغه تجربې درسره شریکې کړم چې لودیځ یې پر مټ د ښه او هوسا ژوند خاوند شوی دی. ښه خبر دا ده چې لودیځ دا تجربې تیارې کړې دي، موږ یې یوازې کاپي کولو ته اړتیا لرو، وخت مو نه پرې ضایع کېږي او لګښت مو هم نه پرې راځي.
له ډېر فکر څخه وروسته مې نیت وکړ چې له هغه ځایه یې باید شروع کړم چې په هېواد کې یې پلي کول اسانه وي. نو ځکه یې له فارمونو پیلوم. شاید لیکل مې مسلکي نه وي، خو څه چې وینم او معلومات را ټولوم درسره شریکوم یې خدایوکړي چې زما لږ ولس ته ډېر په ګټه تمام شي.
۱- د مالدارۍ فارم: د نیوزلنډ د فارمونو په تاریخچه خبرې نه کوو، راځو هغو ټکو ته یې چې موږ ترې ګټه اخیستلی شو. ستاسې د معلوماتو په خاطر دومره ویلی شم چې نیوزلنډ تېر کال ۱۶ بیلیون ډالر د لبنیاتو صادرات درلودل. د هغه هېواد چې نفوس یې پنځه میلیونو تنو ته نه رسېږي او یوازې له یو قلم صادراتو څخه یې دومره عواید وي، د ژوند سطحه به یې څومره لوړه وي.
د دې هېواد د ټولو تجربو په رڼا کې په لاندې ډول دغه صنعت موږ کاپي کولی شو:
الف: انفرادي،
ب: خصوصي سکټور،
ج: په دولتي کچه،
الف: افغانستان به یو وخت کرنیز هېواد و، خو اوس ندی. د دې لپاره چې کرنه او مالداري پکې دود او میکانیزه شي په دولتي کچه کار پکار دی. زه راځم د مالدارۍ په برخه کې چې څنګه کولی شو په انفرادي توګه فارم جوړ کړو. خپله ځمکه که وکرو ډېره ګټه لري او که فارم پرې جوړ کړو؟
زموږ یو کروندګر که دوه جریبه ځمکه وکري، چې ډېر ښه حاصل ترې واخلي د کال ممکن ۳ خرواره غنم، واښه یې، دوه خرواره کچالو، یو خروار پیاز او یو څه نور شیان. که یې پیسې حساب کړې د کال تر یو لک افغانیو یا دوه زره ډالرو نه اوړي. خو همدغه کروندګر که په دوه جریبه ځکه کې فارم جوړ کړي او لس غواوې وساتي عواید یې څو چنده زیاتېږي. دلته به حساب وکړو:
۱۰ غواوې، هره غوا په څلورویشت ساعتونو کې له ۱۵ تر ۲۰ کیلو شیدې کوي (په افغانستان کې، په بهر کې هره غوا تر ۳۰ کیلو زیاتې شیدې کوي، ځکه نسلونه او خواړه یې توپیر لري). که یې ۱۵ کیلو حساب کړو په یوه ورځ کې ۱۵۰ کیلو شیدې تولیدوي.
د شیدو نرخ له فارم څخه کیلو په ۲۵ افغانۍ دی. که ۲۵x۱۵۰ کړو ۳۷۵۰ افغانۍ د ورځې نا خالص عواید کېږي چې د یوې میاشتې به ۱۱۲۵۰۰ افغانۍ شي او دا د پخواني حساب له یو کال عوایدو سره برابر دي. البته د غواوو او فارم مصارف چې ډېر کم دي باید ترې و ایستل شي. د مال یا خوسکیانو زیاتوالی او فاضله مواد یې کلنۍ ګټه شمېرل کېږي چې لوستونکي یې دې خپله حساب کړي.
د انفرادي فارمونو د مارکیټ ظرفیت شته، کولی کابل ته نږدې ولایتونه یې ګذرګاه لبنیات ته او نورو ولایتونه یې دوکانونو ته وړاندې کړي. دا چې زموږ شیدې زر خرابې نشي او پروسس څنګه وکړو دا به په راتلونکو برخو کې تاسې ته په تفصیل تشریح کړم. اوس همدومره.
نور بیا