لیکنه: پوهنیار همایون غفورزی
سریزه
هر کاروبار دوې عمومي موخې لري، لومړی دا چې ګټه ترلاسه کړي او دویم دا چې کاروبار نقدینګي ولري. یادو موخو ته د رسیدو لپاره عملیاتي، پانګیزې او تمویلي کړنې ترسره کوي. د کال په پای کې کاروبار خپلې کړنې ارزوي او دا سنجشوي چې تر کومې اندازې پورې دوی یادې موخې ترلاسه کړې دي.
تشبثاتي واحدونه د ګټورتیا او نقدینګۍ د سنجش لپاره د مالي کال په پای کې خپلې کړنې سنجشوي چې له تعدیل شوي آزمایښتي بیلانس نه مالي صورت حسابونه جوړوي. همدا مالي صورت حسابونه د کاروبار د داخلي او خارجي تصمیم نیوونکو د تصمیم نیوونې مالومات بلل کیږی. مالي صورت حسابونه د محاسبې کارتمام مواد دي چې د محصول په شکل د تصمیم نیوونکو او د علاقې لرونکو ډلو په واک کی ورکول کیږي. د تصمیم نیوونې جامع مالومات کلنی مالي راپور دی.
د افغانستان د سوداګرۍ په اُصولنامه کې په غیر مستقیمه توګه تشبثاتي واحدونه د دفترونو په جوړولو او ساتلو باندې مکلف ګرځول شوي دي. خو د دفترونو څرنګوالی بیا په درست ډول په کې نه دی واضح شوی. د افغانستان د مالیې د قانون له مخې هم تشبثاتي واحدونه د دفترونو په جوړولو او ساتلو باندې مکلف شوي دی، چې پرعوایدو د مالیې د قانون په تعلمیات نامه کې بیا سوداګریز دفترونه په څو شمیرو کې ذکر شوي دي، د بانکدارۍ په قانون کې هم بانکونه د کلني مالي راپور په جوړولو باندې مکلف شوي دي.
۱: کلنی مالي راپور او د هغې برخې
د مالي راپور ورکونې د نړیوالو معیارونو(IFRS) له مخې کلنی مالي راپور د لاندې برخو درلودونکی دی:
- ونډو لرونکو ته د ریس لیک.
- عملیاتي کړنو ته لنډه کتنه.
- د مدیره هیت راپور: کاروباري کړنو ته کتنه.
- د مدیره هیت راپور: د شرکت د ادارې په هکله.
- مالي صورت حسابونه:
- محاسبوي پالیسۍ.
- د عاید صورت حساب.
- بیلانس شیټ.
- د نقدې د جریان صورت حساب.
- په خپلنۍ پانګه کې د بدلون صورت حساب.
- د حسابونو نوټونه.
- د بررس راپور
په دودیز ډول د مالي راپور په پیل کې یو لیک په نظر کې نیول کیږي چې په هغې کې د شرکت استراتیژیک منجمنت ته چې د ونډو لرونکي بلل کیږي د شرکت د کړنو او لید لوري په هکله لیکل کیږي. دا لیک د شرکت د ریس نظر د کړنو په هکله بیانوي (۱۰: ۵۴).
عملیاتي کړنوته په لنډه کتنه کې (Operational review) د سرمایوي مصارفو، د شرکت د تولیدي او توزیعي ظرفیت د اوسنۍ کچې د ساتلو او یا هم د کچې د زیاتولي لپاره د پانګونې په هکله مالومات ورکول کیږي. دا برخه نظر صنعت او تشبثاتي واحد ته تیاریږي. په دې برخه کې د شرکت د تولیداتو د سلسلې (Product line) او هغه چوپړتیاوې چې د کاروبار له خوا مهیاء کیږي، د کاروبار د ټولو کړنو په هکله مالومات ورکول کیږي. دا برخه د کاروبار پایله د سهمي تحلیل(Segmental analysis) څخه په ګټه اخیستنې سره ارایه کوي.
د مدیره هیت راپور په دوو برخو سره ویشل کیږي: ۱: کاروباري کړنو ته د کتنې برخه او ۲: د شرکت د ادارې برخه. کاروباري کړنو د کتنې په برخه کې د مدیره هیت نظر او تحلیل د کاروبار د وضعیت او د کړنو په هکله د تیر کال د تصمیمونو د پایلې په شکل منعکس کیږي، همدارنګه د کاروبار د راتلونکې په هکله د مدیره هیت لید لوری څرګند یږي.
کاروباری کړنو ته د کتنې (Business review) په برخه کې د بیلګې په ډول د تولیداتو د کچې د توسعې د کمې ناخالصې ګټې او د ډیر لوړ رقابتي قیمتي چاپیریال سره او د دې لپاره د شرکت د استراتیژي په هکله مالومات ورکول کیږي. د تشبثاتي واحد مرام او د مدیره هیت استراتیژیک پلان هم واضح کیږي. دا برخه هم د ارقامو او پایلو پر بنیاد ارایه کیږي.
د شرکت ادارې(Corporate governance) په هکله د مدیره هیت په راپور کې د تشبثاتي واحد د نظارت او د کنترول د پروسې څخه اطمنان ورکول کیږي چې منجمنت د ونډو لرونکو د ګټو مطابق کړنې ترسره کوي. په دې پیغام کې په کاروبار کې د پانګوالو لپاره او عامه خلکو ته اطمنان ورکول کیږي، پانګوالو ته په دوو لارو سره اطمنان ورکول کیدای شي، ۱: دا چې د دوی په کارو وړل شوې پانګه د اخلاقي خطر(Moral hazard) څخه په امن کې ده او ۲: دا چې د بازار هغه خطر چې درک شوی دی، کاروبار د دې خطر سره د مخ کیدو څخه په امن کې پاتې کیږي. همدارنګه په دې برخه کې د منجمنټ تعهد د کاروبار د چاپیریال په هکله هم په نظر کې نیول کیږي(۹: ۱۴).
مالي صورت حسابونه هم د کلني مالي راپور یوه اصلي برخه تشکیلوي، چې وروسته به په تفصیل سره بحث پرې وشي. د مالي صورت حسابونو نوټونه د مالي صورت حسابونو بنیادي برخه ګڼل کیږي چې د مالي صورت حسابونو د مشخصو ارقامو په هکله توضیحي ملاحظې بیانوي(۱۰: ۵۴).
په پای کې د بررس راپور (Auditors report) د بررس نظر د حسابونو په هکله څرګندوي چې آیا دا حسابونه د نړیوالو معیارونو او د ملي او محلي نافذه قوانینو مطابق جوړ شوي دي که نه؟
۲: مالي صورت حسابونه
د بیلانس شیټ برخې د مالوماتي موخو لپاره
د شتمنیو ارزښت ایښودنه(Valuation) : هغه ارزښت کوم چې یوه شتمني په بیلانس شیټ کې په هغې سره ښودل کیږي، د احتیاطي ارزښت (Prudent value) په نوم سره یادیږي. دا هغه ارزښت دی کوم چې په راتلونکی کې یو تشبثاتي واحد دا طمع لري چې د دې څخه به کاروبار ته اقتصادی متوقعه ګټه جریان ومومي.
د شتمنیو د ارزښت ایښودنی لپاره لاندې درې میتودونه کارول کیږي:
- تمام شوی ارزښت (Historical cost valuation): دا هغه ارزښت دی په کوم سره چې شتمني د کاروبار له خوا اخیستل شوي وي او یاهم کاروبار تولید کړي وي.
- دا ارزښت ایښودنه د جاری شتمنیو لپاره کاریږي، په مشخصه توګه د ګدام لپاره کاریږي. د دوهم ډول ارزښت ایښودنې څخه هغه وخت ګټه اخیستل کیږي کله چې د شتمنۍ متوقعه تحقق موندونکی ارزښت (Realizable value) د پیر له قیمت او یا هم د تولید د قیمت څخه کم وي.
- منصفانه ارزښت (Fair value): دریم میتود ته د منصفانه ارزښت ایښودنی محاسبه وایي. د دې میتود څخه په ځانګړو شرایطو کې د ځانګړو شتمنیو د ارزښت ایښودنې لپاره ګټه اخیستل کیږي. له دې میتود نه د مالي شتمنیو د ارزښت ایښودنې لپاره ګټه اخیستل کیږي (۹: ۱۶).
د پورونو ارزښت ایښودنه: پورونه د هغوی د متوقعه ارزښت (Expected value) له مخې کوم چې اقتصادي ګټه یی دریمې ډلې ته لیږدول کیږي، ارزښت ایښودل کیږي. دا په دې مانا چې پورونه په بیلانس شیټ کې په احتیاطي ارزښت (Prudent value) سره ښودل کیږي، یعنې کله چې پور د تادیې وړ وګرځی نو تشبثاتي واحد به څومره تادیه کوي، چې دا د ورکړې کچه د احصایوي سنجشونو په مرسته په راتلونکې کې د پورونو د واقع کیدو د احتمال په نظر کې نیولو سره محاسبه کیږي. د بیلګې په توګه د ګرنټۍ سنجش.
د اومو موادو د عرضه کوونکو (Supplier) له وجې پورونه په اسمي ارزښت سره ښودل کیږي.
کیدای شي ځینی پورونه دوه رګه وي چې یوه برخه یې پوراو بله برخه یې خپلنۍ پانګې پوری اړه ولري، دې ډول پورونو ته دوه رګه مالي وسایل (Hybrid financial instruments) وایي. د بیلګې په ډول Convertible bounds، د IAS 39 له مخې دا ډول وسایل په دوو جلا برخو سره ښودل کیږي. د دې ډول د پور د سند، د پور برخه چې یو معمولي پور(Ordinary bound) دی، د پور په برخه کې ښودل کیږي او د خپلنۍ پانګې برخه یې چې د اخیستلو د حق اختیاري سند (Call option) دی، چې د دې په اخیستلو سره اخیستونکی دا حق حاصلوي چې په راتلونکې کې په یوه معین قیمت سره د تشبثاتي واحد ونډې واخلی، د خپلنۍ پانګې په برخه کې ښودل کیږي(۹: ۱۹).
د خپلنۍ پانګې ارزښت ایښودنه: د خپلنۍ پانګې ارزښت د مجموعي شتمنیو څخه د مجموعي پورونو د کمونې څخه په لاس راځي، چې دا د تشبثاتي واحد محاسبوي او یا هم کتبي ارزښت (Book value) بیانوي.
خپلنۍ پانګه په نورمال حالت کې د مثبت ارزښت (Positive value) درلودونکې وي. په پورونو باندې د شتمنۍ مازاد د خپلنۍ پانګې مجموعي ارزښت څرګندوي چې په ناوړه حالاتو کې همدا خپلنۍ پانګه د تشبثاتي واحد د سیالیت تضمین بلل کیږي.
د خپلنۍ پانګې برخې: خپلنۍ پانګه او د خپلنۍ پانګې برخې با ارزښته مالومات لوستونکي ته منعکسوي چې تر ټولو با ارزښته برخه یی د کلنۍ ترلاسه شوې ګټې په اړه مالومات دي.
د خپلنۍ پانګې برخې عبارت دي له :
- د ونډې د سندونو پانګه (Share capital): د تشبثاتي واحد له خوا نشرته سپارل شویو ونډو د اسمي ارزښت څخه عبارت دی.
- د ونډې د سندونو د امتیاز ذخیره (Share premium): کله چې د ونډو سندونه د هغوی د اسمي ارزښت څخه په لوړ ارزښت سره واخیستل شي، دې ته د ونډو د سندونو څخه ترلاسه شوی امتیاز وایي. د ونډو د سندونو د امتیاز ذخیره د ونډو د سندونو د پلور څخه ترلاسه شوی امیتاز ښکاره کوي.
- ساتل شوې ګټه (Retained profit or reserve of profit): ټوله شوې ګټه کوم چې د تشبثاتي واحد له خوا د عمر په بهیر کې ساتل کیږي، ارایه کوي.
- د غیرجاري شتمنیو په ارزښت کی زیاتوالی (Revaluation reserve): دا برخه د غیرجاري شتمنیو په ارزښت کې زیاتوالی د تشبثاتي واحد د عمر په بهیر کې ښکاره کوي.
- ساتل شوې ګټه او یا ضرر (Retained profit or loss): د اوسني کال ساتل شوې ګته او یا ضرر ښکاره کوي.
- ګټه او یا ضرر (Gains or loss): ګټه او تاوان مستقیما د خپلنۍ پانګې سره معامله کیږي. دا ګټه او ضرر د ګټې او د تاوان په صورت حساب کې نه ښودل کیږي. دا هغه تخنیکي ذخایر دي چې د مالي وسایلو په ارزښت کې د بدلون له امله منځ ته راځي او یا هم د شتمنیو او پورونو په ارزښت کې د بدلون څخه عبارت دي چې د تبادلی په نرخ کې د بدلون له امله رامنځ ته کیږي.
د عاید صورت حساب برخې او مالوماتي موخې
د عاید صورت حساب د یوه تشبثاتي واحد کړنې د ګټې په شکل سره ښکاره کوي، یعنې څرنګه یوه تشبثاتي واحد اومه مواد (Input) په ارزښتناکه محصولاتو (Out put) باندې تبدیل کړي دي.
ناخالصه ګټه (Gross profit): نا خالصه ګټه د یوه تشبثاتي واحد له خوا د هغو اومو موادو په ارزښت کې زیات شوی ارزښت ښکاره کوي چې د خرڅ شویو محصولاتو د تولید لپاره په کار وړل شوي وي.
د ناخالصې ګټې معادله عبارت ده له:
د خرڅلاو حاصلات – د خرڅلاو مصارف = نا خالصه ګټه
په پورته معادله کې:
- د خرڅلاو حاصلات (Sales revenue)هغه ارزښت دی کوم چې د تشبثاتي واحد د مشتریانو څخه د تولیداتو د خرڅلاو په بدل کې ترلاسه کړی وي. د خرڅلاو څخه حاصل د حاصلاتو (ًRevenues) ، خرڅلاو (sales) او دTurnover په نامه هم یادیږي.
- د خرڅلاو مصارف (Cost of sale) یا هم د پلورل شویو توکو مصارف (Cost of goods sold) د پلورل شویو تولیداتو د تولید د مصارفو څخه عبارت دي. دا په دې مانا دی، چې هغه محصولات چې تولید شوي دي خو تر اوسه پلورل شوي نه دي، مصارف یې دلته نه شاملیږي او د عاید د صورت حساب په کوم بل ځای کې هم نه لیکل کیږي(۱۰: ۲۴۱).
عملیاتې ګټه او د ربحې او د مالیې نه مخکې ګټه: کله چې د ناخالصې ګټې سره غیره عملیاتي حاصلات(Other operating revenue) جمع اوغیره عملیاتي مخارج (Other operating expenses) ترې منفي کړو، نو عملیاتي ګټه (Operating Profit) په لاس را ځي.
غیره عملیاتي مخارج هغه مخارج دي چې د خرڅلاو په مصارفو کې نه شاملیږي. په دې مخارجو کې اداري مخارج د بیلګې په توګه د شخصي دفتر د چلولو مخارج، د قانوني مشورو مخارج، د محاسبې د دیپارتمنت مخارج او د توزیع مخارج (Distribution expenses) د بیلګې په توګه د بازارموندنې، د محصولاتو د ترانسپورت، د محصولاتو د تشهیر مخارج، په کې شاملیږي.
په غیره عملیاتي حاصلاتو کې ټول هغه حاصلات چې د تشبثاتي واحد د عملیاتو په پایله کې ترلاسه کیږی، شاملیږي. د بیلګې په توګه له تولید، پلورلو، پیرودلو، دریمې ډلې ته د نمونې د حق، لوګو، سوداګریزې نښې او داسې نورو د لایسنس ورکولو څخه حاصلات په دې شرط چې دا حقونه د همدې کاروبار له خوا نه وي رامنځ ته شوې، په غیره حاصلاتو کې شاملیږي.
د ربحې او د مالیې نه مخکی ګټه (Profit before interest and tax) هغه ګټه څرګندوي کوم چې یوه تشبثاتي واحد له مالي حاصلاتو (Financial income) او د هغوی د مصارفو څخه پرته کاروبار ترلاسه کړی وي. یا په بل عبارت له دې کرښې څخه ښکته غیره حاصلات چې په مالي پانګونو پورې اړه لري ، قرار لري.
له مالیې نه وروسته ګټه او ساتل شوې ګټه: کله چې د ربحې او مالیې نه مخکې ګټې څخه مالیه منفي شي نو د مالیې نه وروسته ګټه لاس ته راځي. مالیه د دولت د پالیسۍ مطابق په ګټه باندې وضع کیږي.
د مالیې له ورکړې نه وروسته ګټې ته Profit attributable to share holders وایي. د دې ګټې یوه برخه د ویشل شوي ګټې په شکل (Dividends) ونډو لرونکو ته ویشل کیږي او یوه برخه یې په کاروبار کې ساتل کیږي. چې همدې ساتل شوې برخې ته ساتل شوې ګټه (Retained Profit) وایي(۹: ۲۷).
د نقدې د جریان د صورت حساب برخې او مالوماتي موخې
د نقدې د جریان صورت حساب د یوه تشبثاتي واحد کړنې د نقدې د بهیر په شکل سره ښکاره کوي.
د نقدې د جریان صورت حساب په دریو برخو سره ویشل کیږي، ۱: د عملیاتي کړنو نه د نقدې جریان، ۲: د پانګیزو کړنو نه د نقدې جریان او۳: د مالي کړنو نه د نقدې جریان.
د عملیاتي کړنو څخه د نقدې د جریان په برخه کې د سوداګریزو پور ورکونکو لپاره تادیه، کاریګرې قوې ته تادیه، د بل تادیه د کاروبار څخه د نقدې د وتلو سبب ګرځي. او د محصولاتو د خرڅلاو څخه ترلاسه شوې پیسی او د چوپړتیاوو د ترسره کولو څخه ترلاسه شوې پیسی کاروبار ته د نقدې د راتلو سبب ګرځي(۷: ۳۰۱).
د پانګیزو کړنو څخه د نقدې د جریان په برخه کې د غیر جاری شتمنیو د پیردولو لپاره تادیه د کاروبار څخه د نقدې د وتلو او د غیرجاری شتمنیو انهدام کاروبار ته د نقدې د راتلو سبب ګرځي.
د مالي کړنو څخه د نقدې د جریان په برخه کې د پورونو ترلاسه کول او د خپلنۍ پانګې ترلاسه کول کاروبار ته د نقدې د راتګ او د پورونو او د کلنۍ ګټې ویشل د کاروبار څخه د نقدې د وتلو سبب ګرځي.
په خپلنۍ پانګه کې د بدلون د صورت حساب برخې او مالوماتي موخې
په خپلنۍ پانګه کې د بدلون صورت حساب په خپلنۍ پانګه کې د بدلون توضیحات د مالي دورې د پیل نه تر پایه پورې ارایه کوي.
لاندې موارد په خپلنۍ پانګه کې د بدلون سبب ګرځي:
- د نویو د ونډو د سندونو نشر ته سپارل: په دې حالت کې د ونډو د سندونو په پانګه او د ونډو د سندونو د امتیاز (share premium) په ذخایرو کې زیاتوالی په نقده او دبتور کې په زیاتوالي سره بیلانس کیږي.
- د ملکیتونو په ارزښت کې زیاتوالی: په دې حالت کې د ارزښت زیاتوالی په ذخایرو کې زیاتوالی د غیرجاري شتمنیو په ارزښت کې په زیاتوالي سره بیلانس کیږي.
- د خاصو مالي وسایلو په ارزښت کې بدلون: دا حالت هغه وخت منځ ته راځي کله چې د ځینو مالي وسایلو لکه: د ونډې سندونه، مشتقات (Derivatives) او داسې نور په منصفانه ارزښت سره معامله شي (۹: ۳۱).
- په ملي کرنسۍ سره د بهرنیو پیسو د ښودلو نه رامنځ ته شوي بدلونونه: دا بدلونونه هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې د شتمنیو او د پورونو په ارزښت کې چې د یوه کاروبار د مختلفو فرعو څخه چې په نورو هیوادونو کې شتون ولري، ملی کرنسی ته د هغوی د ارزښت د بدلون څخه ګټه او ضرر رامنځ ته شي.
پایله اخیستنه
دا چې د یوه تشبثاتي واحد د مالي راپور ګټه اخیستونکې او تصمیم نیوونکې کیدای شي د یوه هیواد نه بهر ډلې او سازمانونه وي او د مالي مالوماتو بهرني ګټه اخیستونکې د تشبثاتي واحد د مالي راپور له مطالعې او د مالي صورت حسابونو له تحلیل وروسته د تشبثاتي واحد په هکله تصمیم نیسي. اوس د دې لپاره چې د هیواد د ننه او د هیواد نه بهر ټول محاسبوي مالومات معیاري شي، ترڅو کورني او بهرني ګټه اخیستونکی د محاسبوي مالوماتو نه موثره ګټه واخلي او د تشبثاتي واحد په هکله معقول تصمیم ونیسي. د محاسبوي مالوماتو د معیاري کیدو لپاره نړیوال محاسبوي معیارونه (IAS) او د مالي راپور ورکونې نړیوال معیارونه (IFRS) د مالي محاسبې د معیارونو د بورد(FASB) له خوا جوړ شوي دي، چې باید په افغانستان کې د کاروبارونو له خوا عملي شي.
د راپور ورکونې د نړیوالو معیارونو له مخې باید مالي راپور لاندې برخې ولري:
- ونډه لرونکو ته د ریس لیک.
- عملیاتي کړنو ته لنډه کتنه.
- د مدیره هیت راپور: کاروباري کړنو ته کتنه.
- د مدیره هیت راپور: د شرکت د ادارې په هکله.
- مالي صورت حسابونه:
- محاسبوي پالیسۍ.
- د عاید صورت حساب.
- بیلانس شیټ.
- د نقدې د جریان صورت حساب.
- په خپلنۍ پانګه کې د بدلون صورت حساب.
- د حسابونو نوټونه.
- د بررس راپور.
په افغانستان کې د مالي راپور ورکونې د نړیوالو معیارونو له مخې ټول تشبثاتي واحدونه د کلني مالي راپور په جوړولو باندې باید مکلف شي، ترڅو تصمیم نیوونکي د مالي صورت حسابونو له تحلیل وروسته وکولای شي د تشبث په هکله معقول تصمیم ونیسي. په دې سره به ټول محسابوي مالومات معیاري شي او د تشبثاتو د پرتله کولو زمینه به په ملي او بین المللي کچه باندې مساعده شي.
اخځلیکونه
- (2013).The Financial Reporting Framework for Small and medium- Sized entities. New York. American Institute of Certified Public Accountants.
- BPP Learning Media Ltd.(2009).ACCA Paper F7 Financial Reporting (International), London.
- Cunningham, Billie M, Bazley, John D and Nikolai, Loren A. (2000). Accounting Information for Business Decisions .USA .Harcourt, Inc.
- (2013). IFRS in your Pocket .London .The creative studio at Deloitte.
- Eliott, Barry & Elliott, Jamie. (2011).Financial Accounting and Reporting, Free eBook.
- Gibson, Charles H. Financial Reporting Analysis.
- Malik, Gul Amir. (2011).An Easy Approach to Financial Accounting. Pakistan. Naveed Publication.
- Meigs, Robert Williams, Jan R, Haka, Susan F and Bettner, Marks S. Accounting the Basis for Business Decisions. Eleventh Edition.
- Mongiello, Marco. (2010).International Financial Reporting, Free eBook.
- Needles, Belverd E and Powers, Marian. (2001). Financial Accounting. Seventh Edition .USA .Houghton Mifflin Company.
- Thomas, Andrew. (2002).Introduction to Financial Accounting. Fourth Edition .Singapore .McGraw- Hill Education.
- Walter, Larry M and Skousen, Christopher J. (2009). The Accounting Cycle. Free eBook.