• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ماهيانود فارم انتخاب 

Home کرنه او مالداريد ماهيانود فارم انتخاب 
د ماهيانود فارم انتخاب 

د ماهيانود فارم انتخاب 

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
۱ـ د فارم د مساحت تعين :

                       د ماهيانو د فارم لپاره تر ټولو د مخه دا فيصله بايد وشي چې څومره مساحت کې فارم جوړشي، د اقتصادي او ګټور کار لپاره تر  ټولو وړوکې فارم دوه بېسوې او تر ټولو غټ فارم مساحت تر ۱۲ ايکرو پورې کېدای شي، فارم لرونکې د خپل اقتصادي حالت او تجربې سره سم د ماهيانو د روزنې لپاره له متخصصينو سره بايد مشوره وکړي او بيا د ماهيانوپ ه روزنه شروع وکړي.
۲ـ د فارم لپاره مناسب ‎‎ځای:
د ماهيانو د فارم د مساحت له تعينولو نه وروسته بايد مناسب
‎‎ځای  انتخاب شي، د ځمکې په انتخاب کې درې خبري ضروري دي:
a  ــ د ځمکې ظاهري کېفيت
b ـــ د سطحې کېفيت ( لوړه ،ټيټه ،اواره )
c ـــ د اوبو موجوديت (ټيوبويل، سيند،نهر ) او داسې نور
په اساسي توګه بهترينه ځمکه هغه ده چې په اساني سره اوبه ور ورسيږي ، يوازې د ځمکې تعينول د ظاهري شکل په کتلو سره نه انتخابيږي، بايد د ځمکې داخلي کېفيت هم معلوم وي او کنه د بل
‎‎ځای  تعينول پکار دی. د دي کار لپاره له نوموړې ځمکې څخه نمونه بايد په لابرارتوار کې معاينه شي، که د روزلو د شرايطو سره برابر وي، بايد چې د ماهيانو لپاره فارم جوړ کړای شي، د ځمکې څخه د نموني د اخيستلو لپاره لاندې عمل اجرا کېږي:
ـ که مطلب مو په يو ايکړساحه کې د فارم جوړول وي نو پدي صورت کې 10 ايکړه ساحه انتخابيږي يا په نظرکې نيول کېږي، پدي لس ايکړه ساحه کې يوايکړمربع ځمکه په نخښه کېږي او د هغې څلورو غاړو ته يو يو مربع قطعه انتخابيږي،  پدې ترتيب پنځه قطعات انتخابېږي، د هرې قطعې ځمکې څخه د 6ft په ژوروالي سره يوفټ نمونه جلاکېږي او خاوره يې بېلابيل ايښودل کېږي او نمبر پرې وهل کېږي چې دغه عمل په ټولو قطعو اجرا کېږي او لابراتوارته ليږدول کېږي .
مناسبه مځکه:
د ماهيانو د فارم د انتخاب لپاره مناسبه ځمکه بايد د لاندې اجزاو څخه مرکب وي
۱ـ 20%_25% شګه ولري.
۲ـ 15%_53%clay  ولري.
۳ـ 27%_40% مټينه خاوره ولري.


د ماهيانو د فارم اقسام د‎‎ځای  له مخې  :
عموماّ دماهيانو څلور ډوله فارمونه مروج دي :
۱ـ په غره نيو سيمو کې ډنډونه :

           دغه ډنډونه په غره نيو سيمو کې مناسب ګڼل کېږي چې د غرنيو سيمو په سيندونو،لښتيو او‎‎چېنو کې بندونه جوړېږي، پدي توګه اوبه ډنډيږي او د ماهيانو د روزلو لپاره مناسب وي، ډنډونه بايد خاص تخنيک او مهارت سره جوړ کړای شي، ترڅو اوبه ترې ونه وځي او د اوبو د مشکل سره مخ نشو او يا هم اوبه زياتې نه وي چې د فارم د تخريب سبب شي، د دې لپاره داسې ‎‎ځای  انتخابېږي چې کلنی اورښت يې5inch وي .

fish pool

۲ـ دځمکې په لاندنۍ سطحه کې ډنډونه :

                          په مېدانې ياهمواره ځمکو کې داسې ‎‎ځای  د ماهيانو د فارم لپاره انتخابيږي چې ځمکه ژوريږي چې عموماّ مساحت يې د 12 ايکړو څخه زيات نه وي، ځکه چې بيا ساتنه يې ګرانه وي او غير اقتصادي تمامېږي، پدغه ډول فارم کې بايد يو ډنډ له دوه کانالونو څخه کم نه وي، دا ډول فارمونه د آماده ځمکو سره هم جوړېدای شي، پدې کې ځمکه ژوريږي،  بندونو او ديوالونو ته ضرورت نشته، د ضرورت په وخت کې اوبه تري د پمپ په واسیله خارجيږي.

fish pool.1


۳ـ د ځمکې د سطحې نه اوچت ډنډونه :

                   د دي ډول فارمونو لپاره د ځمکې د سطحې څخه اوچت يا پورته ډنډونه جوړېږي چې اوبه  ورته د ټيوبويل څخه د پمپ په واسطه تهيه کېږي،دغه ډول ډنډ ته ديوالونه جوړېږي، د ديوال د موجوديت   له کبله له خارج څخه ورته اوبه نه داخليږي چې دا يو  ښه خاصيت دي .

fish pool.2

۴ـ د متوسطې سطحې ډنډونه ( نيم په ځمکه اونۍم خارج له ځمکې ډنډونه ):
په ځينوسيموکې نيم په ځمکه اونیم خارج له ځمکې څخه ډنډونه ډير ګټور ثابت شويدي، ددې لپاره په يو ايکړ ځمکه کې تر 2ft پورې ژوريږي، د کيندل شوې ځمکې کېدای شي چې 4ft ديوال جوړ شي، د دې ډنډ پاکول په اسانۍ سره کېږي.

fish pool.3

د ماهيانو د روزلو لپاره مناسبې اوبه :
۱ـ تودوخه يې22co_30co پورې وي
۲ـ په اوبوکې د رڼا داخليدل 1ft_1.5ft پورې وي
۳ـ د اوبو تيزابېت يا PH بايد د 7_8 پورې وي
۴ـ په اوبو کې حل شوي اکسيجن تقريباّ 5ppm پورې وي
۵ـ کليسم کاربونيټ تر 75_300ppm پورې وي
۶ـ حل شوې مالګې1000ppm څخه بايد زيات نه وي 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د وزو او پسونودمعمولو چېنجيو ضد درملو شکلونه

د وزو او پسونودمعمولو چېنجيو ضد درملو شکلونه

Dec 13, 2015

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف د ډيورمينګ وختونه ۱- د کلمو او[...]

د غاښونو له مخې د پسونو د عمر تخمين Determining the age of sheep by their teeth

د غاښونو له مخې د پسونو د عمر تخمين Determining the age of sheep by their teeth

Oct 28, 2015

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف بالغ پسه او وزه ۳۲ غاښونه لري[...]

مرکبه خښته يا فيډبلاک

مرکبه خښته يا فيډبلاک

Oct 30, 2015

لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف تعريف:-مرکبه خښته يا فيډبلاک له هغه ضميموي[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022