لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
دا معلومات د ځينو تېرو برخو تفصیلات دي، که وخت او حوصله لرئ او په غور یې ولولئ، هغه معلومات به مو لا پراخ شي چې په تېرو پاڼو کې مو ولوستل.
د روغتيايي متوازنو خوړو لپاره لس لارښوونې
روغتیایي خواړه لدې پیلېږي چې مېوې او سابه پکې تل موجود وي، پروټین او غله باب یې متوسط او خواږه، غوړي او مالګه یې کم وي. تاسو خپل د خوراک لوښی داسې تنظیم کړئ چې ټول ضروري مواد ترې واخلئ، خو اضافي کالوري وانخلئ. لبنیات هیڅکله هېر نکړئ، یا یې تر خوړو وروسته او یا یې په منځ کې وخورئ.
- خپل نيم لوښی له مېوو او سبو ډک کړئ
مېوې او سابه له ضروري غذایي موادو ډک دي او روغتیا مو ښه کوي. د سرو، ژېړو، نارنجي او شنو رنګونو لرونکي سابه لکه پالک، براکولي، رومیان او الوګان مه هېروئ.
- د پروټين لرونکو خوړو بې غوړو برخه استعمال کړئ
د خوسي د ورانه سره غوښه، چرګ، فیل مرغ، لوبیا او هګۍ پخپل لوښي کې ولرئ. ماهي په اونۍ کې دوه ځلې وخورئ.
- پوره غلې دانې استعمال کړئ
غلې دانې مو باید نیمایي داسې وي چې تصفیه شوي نه وي. لکه سبوس لرونکي اوړه او په اصلي حالت کې وریجې چې زیات غذایي الیاف لري.
- لبنيات مه هېروئ
شیدې، مستې او د شیدو نور محصولات پخپل غذایي رژیم کې شامل کړئ، خو هڅه وکړئ چې غوړي یې کم وي. پدې صورت کې پوره اندازه کلسیوم او نور ضروري غذایي مواد لري، خوانرژي یې کمه وي.
- د اضافي غوړيو مخه ونيسئ
اضافي غوړ خواړه لکه غوړې شورواګانې او کبابونه به مو د انرژۍ اخیستل زیاتوي چې د وزن زیاتېدو او ناروغیو ته مو اماده کوي او روغتیا مو له خطر سره مخامخوي. د هغو په عوض د ترکارۍ شوروا، د کم غوړو پنیر سوپ او نور استعمال کړئ.
- په خوراک وخت ولګوئ
خواړه ورو ورو وخورئ، ښه یې وژووئ، خوند ترې واخلئ. په بیړه خوراک د زیات خوراک چانس زیاتوي، هوا مو له غذا سره معدې ته بیایي چې په کولمو کې مو نفخ و باد تولیدوي.
- کوچنی لوښی وټاکئ
د کم خوراک د یقیني کولو لپاره کوچنی لوښی استعمال کړئ. پدې صورت کې د خپل لوښي ټول خواړه خوړلی شئ او درباندې زیاتېږي نه.
- د خپل خوراک کنټرول وکړئ
کوښښ وکړئ چې په کور کې خوراک وکړئ چې پوه شئ څه شی، څومره اندازه خورئ. که بیرون خوراک کوئ، نو د غذا ډول او اندازه وګورئ، صحي خواړه وټاکئ لکه د سرو کړو په ځای جوشولي خواړه.
- نوي خواړه وازمايئ
تل کوښښ وکړئ چې نوي خواړه مو پر معمول لست ور زیات کړئ. څکه ټول خواړه چې الله تعالی پیدا کړي دي، له نورو په یو ډول جلا دي؛ بېله ګټه او خوند لري. نوې مېوې او سلاډونه وخورئ او له ملګرو او انټرنټ څخه هم نوي ډولونه زده کړئ.
- د خوږو ضرورت مو په صحي ډول پوره کړئ
هغه خواږه وخورئ چې طبیعي وي؛ لکه تازه مېوې، شات (عسل)، د مېوو او مستو سلاد، د مڼو او بهي مربا او دې ته ورته خواړه.
له ناپاکو خوړو څخه پېداکېدونکې ناروغۍ
هر کال په میلیونونو انسانان له ناپاکو خوړو څخه د راپیدا شوو ناروغیو څخه ځورېږي. په پرمختیایي او پر مختللیو دواړو ملکونو کې دا ستونزه ډېره ستره ده. د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې منبع له مخې ۴۸ او د بلې له مخې ۷۶ میلیونه کسان هر کال د خوړو په تسمم اخته کېږي چې ۳۲۰ زره یې بستر کېږي. په استرلیا کې څلور نیم میلیونه او په فرانسه کې هر کال ۷۵۰ زره کسان هر کال له غذایي تسم سره مخ کېږي.
له خوړو زیږیدونکې ناروغۍ په لسګونو دي، چې بیړنۍ او خطرناکې ناروغۍ دي او زیاتره له ناپاکو او ځنډنیو خوړو څخه پیدا کیږي. معمولا عامل یې میکروب یا د میکروب ذهر وي.
له میکروبونو څخه راپیداکیدونکې ناروغۍ هغه دي چې په خوړو کې موجود میکروب بدن ته ننوزي او د بدن د انساجو د میکروبي کېدو او تخریب په نتیجه کې ناروغي رامنځته کړي. دا میکروبونه کېدای شي، فنګسونه، باکتریاوې، پرازیتونه او یا هم ویروسونه وي. د دې ډلې ډېر خطرناک میکروبونه د کولرا عامل، د محرقې عامل، شګیلا، یرسینا، اشیرشیا کولای، کمپیلو باکتر، ویبریو پارهیمولایتیکس، لستیریا، کاندیدا، سپوروتینیک، وانیلا، هیپاتایتیس الف، نورواک ویروس، د پولیو ویروس او نور ډېر دي.
ذهر جن مواد چې له خوړو سره بدن ته ننوزي او یا بدن ته د داخل شوو میکروبونو څخه ازادېږي، معمولا د کلستریدیم بوتولیزم، کلستریدیم پرفرینجس، باسیلس سیریس او نورو توکسینونه دي.
له خوړو څخه زېږېدونکې ناروغۍ ډېرې خطرناکې وي، بیړنۍ درملنې ته ضرورت لري، خو ښه دا ده چې له اخته کېدو څخه یې ځان وساتو. د ساتنې لار یې هماغه دي چې پاس مو د خوراک د ساتنې په برخه کې په پنځه مادو کې تشریح کړې.
د ځینو ذهر جنو خوړو خوړل هم د ناروغیو او یا ممکن مړینو سبب شي، چې باید په کلکه ترې ډډه وشي.