لیکنه: شهاب الدین افغان
په کال ۱۹۳۹ زیږدیز کې د پخواني چک سلواکیه هېواد مرکز پراګ کې د چارلز پوهنتون د طب پوهنځي محصلینو د اکتوبر پر ۲۸ نیټه یو لاریون ترسره کړ.(تر دې کال دمخه ۲۸ د اکتوبر د چک سلواکیه هېواد د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کیدله). د لاریون هدف د نازي جرمني دولت په لاس د چک سلواکیه اشعال غندل وو. د لاریون کوونکو د خوَرولو په موخه نازي دولت ته وفادارو فوځونو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې په ډزو کې ډیرۍ کسان ټپیان شول په ټپیانو کې یو تن د “ جان اوپلېټل (Jan Opletal)” په نوم چې په چارلز پوهنتون کې د محصلانو د حقوق مدافع او فعال وو په کلکه توګه ټپي شو او وروسته له دوو اونېو د نومبر په ۱۱مه، کال ۱۹۳۹زیږدیز کې د خپل سختو ټپونو له امله ومړ. د همدې کال د نومبر پر ۱۵ مه دده جسد د تدفین په موخه دده پلرني ټاټوبي بومیا ته راوړل شوه. دده د تدفین په مراسمو کې په زرګونو تنو محصلانو او د پوهنتون استاذانو ګډون درلود چې دغه د تدفین مراسم وروسته په یو بل لاریون بدل شو او د نازي دولت ضد غورځنګ بڼه ېې غوره کړه. په چک سلواکیه کې د نازي دولت له لوري ټاکلي چارواکو سره بېره پېدا شوه چې ددې غورځنګ لمن تر نورو سیمو ور ونه رسیږي نو یوځل بیا ېې فوځ ته د غورځنګ د ځپلو امر ورکړ فوځ یو ځل بیا مداخله وکړه او ۱۲۰۰ (یوزر دوه سوه) محصلین ېې ونیول او په نظامي کمپونو کې ېې حبس کړل. او په ټول چک سلواکیه کې ېې پوهنتونونه تعطیل کړل.ددې غورځنګ بنسټ ګر چې شپږ تنه محصلین او درې تنه د پوهنتون استاذان وو ونیول او پرته له کومې محکمې د نومبر پر ۱۷ مه کال ۱۹۳۹ زیږدیز کې اعدام کړل دې پېښې د خلکو کرکه نور هم ورزیاته کړه او دغه ورځ تر دې وروسته په چک سلواکیه کې د محصلینو د ورځې په توګه هر کال لمانځل کېده. بالاخره په کال ۱۹۴۱ زیږدیز کې بریتانيې دا ورځ په رسمي توګه ومنله.تر دې وروسته د محصلینو نړیوال اتحاديې چې په لندن کې شتون درلود او د محصلانو نړیوال غورځنګ په هلو ځلو دغې ورځې ته په نړیواله کچه د لمانځیدونکو ورځو په قطار کې ځاې ورکړل شو. اوس هم دغه ورځ د اوسني چک جمهوریت او سلواک هېواد په ګډون د نړۍ په ډیري هېوادونو کې هر کال لمانځل کیږي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.