ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ که چېرې خلک په دې پوه شي، چې آزادي څومره ستر نعمت دی، نو هېڅکله به یې له لاسه ور نه کړي .
۲ ـــ آزادي هغه وخت ده، چې زموږ اختیار د عقل په لاس کې وي .
۳ ـــ تر هغې ورځې، چې د راتلونکې وړاند وینه میسره نه شي، نو توکل به تر ټولو غوره او بشپړه هڅه وي .
۴ ـــ هغه څوک، چې په کور کې یې سوله او آرامي ده، د ژوند جګړه یې ګټلې ده .
۵ ـــ د پوهې خزانه، چې په هره بیه واخلئ، نو ارزانه ده .
۶ ـــ ادب، د روزنې او شخصیت ښکارندوی دی .
۷ ـــ کورنۍ نېکمرغي دوه لازم شرطونه لري، مینه او ادب، مګر له مینې څخه ادب ډېر اړین دی .
۸ ـــ مذهبونه، عادتونه او دودونه مختلف دي، خو د اخلاقو اصل په هر ځای کې یو دی .
۹ ـــ افسوس، چې ځوان نه پوهېږي او زوړ نه شي کولای .
۱۰ ـــ د ژوند ودانۍ په درواغو ولاړه ده، په هر درواغ باندې اعتراف کول داسې ده، لکه چې له دې غې ودانۍ څخه چې یوه خښته وباسې .
۱۱ ـــ د شهرت تر ټولو غوره امتیاز او وسیله، نېک اخلاق دي .
۱۲ ـــ ښه اخلاق هغه څراغ دی، چې زموږ ښه صفتونه روښانه کوي او پر بدو صفتونو مو سیوری غوړوي .
۱۳ ـــ ښه اخلاق رایجې پیسې دي، چې په هر نعمت باندې بدلېدلای شي .
۱۴ ـــ د هر چا نړۍ د هغه د فکر د پراختیا په کچه ده .
۱۵ ـــ غوره اخلاق د علم، مال، منصب او ښکلا ځای نیولی شي، مګر بل هېڅ نعمت د غوره اخلاقو بدله نه شي کېدای .
۱۶ ـــ د ښځې تر ټولو غوره ښکلا، د هغې ښه اخلاق او روغتیا ده .
۱۷ ـــ څوک چې په شعر نه پوهېږي، د هغه په زړه کې تل ژمی وي .
۱۸ ـــ کوم مرغه چې دردېدلی وي، بېرته نه راګرځي .
۱۹ ـــ په ژوند کې څو ځله د جامو اندازه بدلېږي، باید څو ځله خپل افکار او عادتونه هم بدل کړو .
۲۰ ـــ ترڅو چې سبا وي، نو باید هیله من واوسو .
۲۱ ـــ هیله هغه سراب دی، که چېرې ورک شي، نو موږ ټول به له تندې مړه شو .
۲۲ ـــ افسوس د هغه چال په حال، چې د مرغۍ قفس، ډوډۍ، اوبه او آسانتیاوې لري، مګر هڅه او هیله نه لري .
۲۳ ـــ د حق او قانون کلمې د تورې په شان دي، چې لاستی یې د واک دارانو او تېره څوکه یې د ښکته خلکو په لاس کې ده، که چېرې ښکته خلک د لوړ مقام سره ډېر کوچنی مخالفت هم وکړي، نو خپل ځانونه به غوڅ کړي .
۲۴ ـــ له هرې ګونځې نه چې په خپل تندي کې یې جوړوې، سل ګونځې دې په کار کې جوړېږي .
۲۵ ـــ کمزوري خلک د یوې هیلې او لېوالتیا له پاره ژوندي دي، که چېرې هغه هیله له لاسه ورکړي، نو ځان مړ ګڼي .
۲۶ ـــ د آزادو او فکر کوونکو خلکو له پاره، تر ټولو ستر درد هغه دی، چې د فکر کولو حق ترې واخیستل شي .
۲۷ ـــ انسان، سر ګردانه حیوان دی، چې نه پوهېږي، څه وخوري، څه واغوندي او څه وکړي .
۲۸ ـــ د نړۍ په لوبغالي کې، هرڅوک هڅه کوي، چې خپل لېونتوب د عقل په ټوکر باندې که ډېر زوړ هم وي پټ کړي، خو یوازې د مینې لېونیان دي، چې خپل نوي کالي څیرې کوي او په خپل لېونتوب ویاړ کوي .
۲۹ ـــ چېرته چې دوه کسان وي، یو حاکم او بل محکوم دی .
۳۰ ـــ انسان د بندګۍ او عبادت له پاره پیدا شوی دی، نو له دې امله هره دوکه او چل هغه د ځان لاروی او غلام جوړوي .
۳۱ ـــ هره غوښتنه، چې د انسان له ضمیره تېره شي، شونې ده .
۳۲ ـــ انسان اړ دی، چې ځان خپلواک وګڼي .
۳۳ ـــ موږ د نېکمرغۍ وسله له نورو غواړو، په داسې حال کې، چې د نېکمرغۍ اسباب په خپله له موږ سره دي .
۳۴ ـــ هرڅوک بل مین لېونی بولي، په داسې حال کې چې په خپله هم په یوه شي مین دی .
۳۵ ـــ که هر څومره له انسانانو وتښتو، نو له انسانیت څخه به تښتېدلی یو .
۳۶ ـــ د بې ایمانه سره له خوبه نه را پورته کېږي، ښه ایمان هغه دی، چې موږ نېکمرغه او خوشاله کړي .
۳۷ ـــ هیلې او بریاوې په مانا کې یو دي .
۳۸ ـــ کبر تر ټولو ستر حماقت دی .
۳۹ ـــ له ښه سړیتوب سره ادب ته هم اړتیا ده .
۴۰ ـــ باید چې له خپل دوست څخه د ګل له بوی او د سهار له وږمې څخه زیاته غوښتنه ونه لرئ .
۴۱ ـــ پوه سړی هره ورځ د ځان له پاره د تفریح موقع برابروي .
۴۲ ـــ کبرجن سړی د چلبازانو او چاپړوسانو تر ټولو آسانه ښکار دی .
۴۳ ـــ تمدن یانې ښار مېشتېدل، د ټولو ښېګڼو او بدیو سر چینه .
۴۴ ـــ د ملتونو ستروالی او کوچینوالی، کمزورتیا او پیاوړتیا د هغوی په تمدن او روزنې پورې تړاو لري .
۴۵ ـــ د مینتوب ټپ د دوست په لاس مرحم کېدای شي، خو د دوستۍ ټپ هېڅ یو مین نه شي درمل کولای .
۴۶ ـــ دا موږ په خپله یو چې ځانته دوستان او دښمنان جوړوو .
۴۷ ـــ دوستي باید په زړه کې ولټول شي، خو ډېر کم خلک په دغې پېچلې لاره درومي .
۴۸ ـــ کله چې په بل چا نیوکه کوو، په زړه کې ځان ته چیغې وهو، چې تا له دې زیات بد کړي دي .
۴۹ ـــ روغتیا د ځوانۍ ځای نیسي او مهرباني د ښکلا ځای .
۵۰ ـــ د ژوند بنسټ په تقلید ولاړ دی، خو هنرمند باید له تقلیده وتښتي او ځان وساتي .