ژباړه او ترتیب : عبدالحق ثاقب هزارناوی
د محمد صلی الله علیه وسلم له وفات وړاندې ، حجة الوداع وه …
له هغې وروسته دا آیت رانازل شو :
( ﺍﻟﻴﻮﻡ أﻛﻤﻠﺖ ﻟﻜﻢ ﺩﻳﻨﻜﻢ ﻭﺃﺗﻤﻤﺖﻋﻠﻴﻜﻢ ﻧﻌﻤﺘﻲ ﻭﺭﺿﻴﺖ ﻟﻜﻢ ﺍﻻﺳﻼﻡﺩﻳﻨﺎ (
کله چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا آیت واورېده ،
ویې ژړل .
خلکو پوښتنه وکړه :
ابوبکره ولې په ژړا شوې ، دا خو یو آیت دی او په رسول الله ص رانازل شو ؟
ویې ویل :
دا د محمد صلی الله علیه وسلم د وفات خبر دی .
محمد صلی الله علیه وسلم راستون شو ، او له وفات کېدو نهه ورځې وړاندې ،
دا آیت رانازل شو ، چې وروستی آیت شمېرل کیږي :
( ﻭﺍﺗﻘﻮﺍ ﻳﻮﻣﺎ ﺗﺮﺟﻌﻮﻥ ﻓﻴﻪ ﺍﻟﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﺛﻢ ﺗﻮﻓﻲ ﻛﻞ ﻧﻔﺲ ﻣﺎ ﻛﺴﺒﺖ ﻭﻫﻢ ﻻﻳﻈﻠﻤﻮﻥ (
له دې وروسته په محمد صلی الله علیه وسلم دردونه راښکاره شول .
ویې ویل :
غواړم د أحد د شهیدانو زیارت وکړم ،
د أحد شهیدانو ته لاړ او قبرونو ته یې ودرېد ،
ویې ویل :
د أحد شهیدانو پر تاسو دې سلامتیا وي ،
تاسو له موږ وړاندې تللي یاست او که دالله خوښه وه ، موږ درپسې یو ، که دالله خوښه وه ، زه درپسې یم .
کله چې بېرته له أحد څخه راستنېده ، رسول الله وژړل
صحابه کرام : دالله رسوله ولې ژاړې ؟
ويې فرمایل : ورونه مې یاد شول .
صحابه کرام : د الله رسوله ،آیا موږ ستا ورونه نه یو ؟
ویې فرمایل : نه ، تاسو مې ملګري یاست ، زما ورونه هغه قوم دی چې له ما وروسته به راځي ، زه به یې نه یم لیدلی ، خو پر ما به ایمان راوړي .. ..
محمد صلی الله علیه وسلم راستون شو ، او له وفات درې ورځې وړاندې پرې سخت دردونه راغلل ،
دا مهال محمد صلی الله علیه وسلم د ام المؤمنین ( میمونه ) رضی الله عنها په کور کې وو ،
ویې فرمایل : زما میرمنې راټولې کړئ !
میرمنې يې راټولې شوې .. .
رسول الله وفرمایل : ( آیا ستاسو اجازه ده چې د عائشې کور کې ناروغي تېره کړم ؟ )
میرمنې : دالله رسوله ، زموږ درته اجازه ده .
محمد صلی الله علیه وسلم هڅه وکړه چې ، پاڅي ، خو ونه شو دریدلی .
علي بن ابي طالب او فضل بن عباس راغلل او محمد صلی الله علیه وسلم ته یې اوږه ورکړه ،
او هغه یې د میمونې رضی الله عنها له خونې ، د عائشې رضی الله عنها خونې ته یوړ …
په دې حال کې ، د لومړي ځل لپاره صحابه کرامو ولیده …
صحابه کرامو په ډېرې ورخطایې سره پوښتنې شروع کړې …
په رسول الله صلی الله علیه وسلم څه وشول ؟
په رسول الله صلی الله علیه وسلم څه شوي ؟
صحابه کرام ورخطا شول او په جومات کې راټول شول ، د صحابه کرامو له ګڼې ګوڼې جومات ډېر ژر ډک شو ….
د محمد صلی الله علیه وسلم له تندي ډېره خوله لاړه ….
آغلې عائشه رضی الله عنها وایې ،
ما په خپل ژوند کې ، څوک نه وو لیدلی ، چې دومره زیاته خوله ترې تللي وي …..
ما به د محمد صلی الله علیه وسلم لاس رانیوه ، او دهغه په لاس به مې د هغه مخ وچولو …
ځکه د محمد صلی الله علیه وسلم لاس زما له لاسه ډېر پاک او برکتي وو ….
عائشه وایې : محمد صلی الله علیه وسلم به داسې ویل :
(ﻻ ﺍﻟﻪ ﺇﻻ ﺍﻟﻠﻪ، ﺇﻥ ﻟﻠﻤﻮﺕ ﻟﺴﻜﺮﺍﺕ )
په دباندې جومات کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه صحابه کرام ډېر ورخطا وو ،
ګڼه ګوڼه وه ،
د ورخطايي خبرې او پوښتنې وې ..
صحابه کرامو ژړل …
دمحمدصلی الله علیه وسلم په تکلیف ټول دردېدل او ژړل یې …
رسول الله وفرمایل : دوی څه کوي ؟
عائشې وفرمایل : ای دالله رسوله ، پر تا خپه دي ، ځکه راټول شوي دي …
رسول الله : ما ور اوباسئ !!!
هڅه یې وکړه چې پاڅي ، خو په ودرېدو ونه توانېده !!! ….
یو څه اوبه یې پرې واچولې ، بیا ورکې یو څه حرکت راپیدا شو …
محمد صلی الله علیه وسلم ، د صحابه کرامو په مرسته منبر ته وخوت ….
دالله رسول وروستۍ خطبه وکړه او ویې ویل :
ای خلکو ! تاسو پر ما خپه یاست !
صحابه کرام : هو ، دالله رسوله ..
دالله رسول : ای خلکو ! زموږ او ستاسو ځای دنیا نه ده ، موږ او تاسو به ( حوض ) سره مخامخ کېږو ،
قسم په الله ، ماته هغه مقام له دې ځایه ښکاري ….
ای خلکو ! قسم په الله ، زه پر تاسو له فقر نه ډاریږم … بلکې له دنیا درباندې ډاریږم … ویریږم چې تاسو به د پخوانیو په څېر په دنیا باندې یو بل سره سیالي وکړئ … هسې نه چې دهغوی په څېر هلاک شئ …
ای خلکو ! قسم درکوم لمونځ ته پام وکړ ئ !! قسم درکوم لمونځ ته پام وکړئ !!
دا خبره یې څو څو ځله همداسې تکرار کړه …
ای خلکو !
د ښځو په اړه ، له الله جل جلاله وویریږئ !! د ښځو په باره کې ، له الله جل جلاله وویریږئ !! دښځو په اړه درته ، د نېکۍ وصیت کوم !!!
ای خلکو !
یو بنده ته الله اختیار وکړ چې ، که په دنیا کې پاتې کیږي ، او که الله ته ورځي ….
هغه بیا ،
الله غوره کړ ….
ددې خبرې په مطلب هیڅوک پوه نه شول … دهغه مطلب خپل ځان وو …
یوازې ابوبکر رضی الله عنه ، ددې خبرې په مطلب پوه شو ،
ډېر سخت په ژړا شو … له ژړا یې سلګۍ ووهلې … چيغې يې کړې … ودرېده … او د محمد صلی الله علیه وسلم خبره یې پرې کړه … ویې ویل :
زموږ پلرونه دې درنه قربان وي ، زموږ میندې دې درنه قربان وي ، زموږ بچیان دې درنه قربان وي ، زموږ میرمنې دې درنه قربان وي ، زموږ مالونه دې درنه قربان وي ….. !!!!
داخبرې يې څو ځله په لوړ غږ او په ژړا تکرار کړې … خلکو ابوبکر رضی الله عنه ته کتل چې ،
څنګه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره پرې کړه !!!
محمد صلی الله علیه وسلم د ابوبکر دفاع کوله ،
ویې ویل : (( ای خلکو ! ابوبکر پرېږدئ !! په تاسو کې چې هر چا کوم غوره والی درلود ، امتیاز مو ورته ورکړی …خو ما ونه شو کړی چې ابوبکر ته مناسب امتیاز ورکړم …دده مکافآت او انعام مې الله ته پرېښی ، جومات لور ته به ټولې دروزاې تړل کیږي ، مګر د ابوبکر دروازه به خلاصه وي …هیڅکله به نه تړل کیږي !!! ))
مخکې له دې چې رسول الله صلی علیه وسلم له منبر راښکته شي ، مسلمانانو ته یې دعاء وکړه ،
ویې فرمایل : الله مو وساته !! الله مو خوندي کړه ! الله مو بریالي کړه ! الله مو ټینګ کړه ! الله مو مل شه !
محمد صلی الله علیه وسلم ، خپل امت ته وروستۍ خبره داسې راپرېښوده !
ای خلکو ! زما سلام زما ټولو پلویانو ته ورسوئ !
له دې وروسته بیا محمد صلی الله علیه وسلم کور ته انتقال کړی شو …
هغه په داسې حال کې ، چې ، دابوبکر ځوی ، عبدالرحمن راننوت ، دهغه په لاس کې مسواک وو … خو له ډېره درده یې مسواک نه شو وهلی ….
محمد صلی الله علیه وسلم مسواک ته کتل …
عائشه رضی الله عنها د محمد صلی الله علیه وسلم په کتلو پوه شوه …
له خپل ورور عبدالرحمن یې مسواک واخیست ، او د محمد صلی الله علیه وسلم په خوله کې يې کېښود … او مسواک یې ورته وواهه .. .
مسواک یې به یې بیرته په خپله خوله کې نرمولو ، بیا به یې محمد صلی الله علیه وسلم ته خوله کې واهه …….
عائشه : وروستی شی چې د محمد صلی الله علیه وسلم خولې ته لاړ ، هغه زما لیاړې وې …
دا ماته د ویاړ ځای او دالله مهرباني وه چې د محمد صلی الله علیه وسلم له وفاته وړاندې ، زما او دهغه لیاړې سره یوځای شوې …
بیا د محمد صلی الله علیه وسلم لور ، فاطمه رضی الله عنها راننوته ،
سخته په ژړا شوه …
محمد صلی الله علیه وسلم د ودرېدلو توان نه درلود … ..
پخوا به محمد صلی الله علیه وسلم ، د خپلې لور ، فاطمې تندی ښکل کولو … خو د درد له امله یې دا ځل ونه شو کړای ….
فاطمې ډېر زیات وژړل …
محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
ماته رانږدې شه !
په غوږ کې يې ورته څه وویل :
فاطمې ډېر زیات وژړل …. .. .
له ژړا وروسته وروسته ورته بیا دالله رسول وویل :
رانږدې شه !
بیا یې ورته په غوږ کې یو څه وویل :
فاطمې وخندل …..
د محمد صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته ، یو چا له فاطمې پوښتنه وکړه ،
محمد صلی الله علیه وسلم درته څه وویل چې ودې ژړل :؟
فاطمه : ای فاطمې ، زه نن مړ کیږم !! نو ځکه مې وژړل ….
نو بیا دې ولې وخندل ؟
فاطمه : کله چې زه خپل پلار محمد په ژړا ولیدم ، نو راته یې وویل :
ای فاطمې ! ته به زما له کورنۍ لومړی کس یې چې ما پسې به راځې !!!!
نو ځکه مې له خوشالۍ وخندل …
عائشه رضی الله عنها فرمایې :
محمد صلی الله علیه وسلم له وفات وړاندې وویل :
په کور کې چې هرڅوک وي ، ویې باسئ !!! او ویې فرمایل :
عائشې ماته رانږدې شه !!!
محمد صلی الله علیه وسلم ، د خپلې مېرمنې په غېږ کې سر کېښود …
اسمان ته یې لاس پورته کړ … او ویې ویل :
( بل الرفیق الأعلی … بل الرفیق الآعلی ) له ستر ملګري سره وصل شوم ..