لیکنه : نیکل جادهان
ژباړه: بهار سمسور
کریکټ هغه لوبه ده چې زیاتره وخت يې د یو شمېر لوبغاړو تر منځ ورته والی او یو شان والی تر سترګو کیږي . موږ یو شمېر لوبغاړي چې په دغه وخت کې لوبیږ وینو چې د دوی تر منځ د خوی ، او د لوبې اندازه سره ورته وي . نن ورځ موږ د کریکټ پّ نړۍ کې دوه غټ لوبغاړي او ددې لوبې ځلانده ستوري د هند کریکټ لوبډلې لوبډل مشر مهندرا سنګ دوني او د افغانستان د کریکټ لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عسی خېل هغه دوه سره ورته لوبغاړي مقایسه کو چې د دوی له برکته د دغه دواړو هیوادنو د کریکټ راتلونکی او د ټيم راتلونکی يې ښه تضمینیږي .
Big hitter’s_ 1 د غټو شاټونو وهونکي:
اېم اېس دوني چې کله هم د خپل نړیوال کریکټ پّ ابتدا کې قرار درلود نو د پاکستان خلاف يې په یوه لوبه کې غټ شاټونه تر لاسه کړل چې په هغه لوبه کې يې نیمه سلیزه هم تر لاسه کړه دا د اېم اېس یوه ورځينۍ لوبه وه چې دی په لومړیو کې د ټاکونکې ډلګۍ له لوري د خپل رقیب ټيم پاکشتان خلاف ټيم ته انتخاب شوی و.
له بل لوري محمد نبي عسی خېل هم د افغانستان له لوري تر ټولو ښه hitter یا غټ شاټ وهونکی دی دغه الراونډر لوبغاړی ښې قوي مټې لري ده د خپلې وړتیا له برکته افغانستان ته زیاتې لوبې ګټلې ډي . زموږ په یاد دي چې نبي په متحد عرب اماراتو کې د نړۍ د غښتلي ټيم اسټرالیا خلاف میدان ته راښکته شو او غټ برید يې پیل کړ که څه هم لوبه يې ونه ګټله خو اسټرالیاویان يې وارخطا خو موږ يې خوشال کړ،
Match winners_2 لوبه ګټونکي:
دواړه دوني او نبي په منځيني بېټ لاین کې میدان ته ښکته کیږي . دا اسانه هم نه ده چې په پنځم او شپږم نمبر توپ وهنې ته راښکته کېږې په داسې حال کې چې محدود اورونه هم په واک کې لرې او ویکټساتنه هم درته مهمه وي خو که تاسو دغه دوه ستوري ګورئ دیو دغه شان لوبې هم هند او افغانستان ته ګټلې دي په یاد مو دي چې د شل اوره لوبې وروستۍ شیبې هغه چې بنګلادېش په یوه منډه هند ته لوبه وبایلله ؟ هغه د دوني له برکته چې وروستی لوبغاړی د بنګلادېش يې په منډه کې وسوځاوه او نا ممکین يې ممکنه کړه بل خوا نبي د ده اف سپېن هنډي بال یو ځانګړی نوم لري همدا شان یو چوست فلډر هم دی د نبي په دواړو برخو کې ځانګړې وړتیا ده چې پر مټ يې افغانستان زیاتې باریاوې تر لاسه کړې دي لکه د همدغه بنګلادېش خلاف په ډاکه کې همداشان د کاناډا خلاف پّ اماراتو کې چې نبي د لوبي وروستي اورونه وکړل .
Huge fan following 3د مینوالو له خوا په زیاته پیمانه تعقیب کیدل :
اېم اېس دوني د خپلې بریالۍ کپټانسۍ پر مټ په زیاته اندازه هندي او نړیوال مینوال خپل کړي دي چې شخصي لوبه يې هم د مینوالو په زړه کې ځای لري . هندوستان دده تر لوبډل مشرۍ لاندې لومړی شل اوریزه نړیوال جام ورپسې
۵۰ اوریزنړیوال جام په ۲۰۱۱ کال کې سم دواره په ۲۰۱۳ کال کې نړیوال جام همدا شان په ټېسټ نوملړ کې د هندوستان لومړی مقام تر لاسه کول چې د دغه سنګین سړي دوني له برکته وو ،چې دلته نو په نړیواله کچه تر ټولو زیات د مینوالو له لوري پر هر ډول رسنۍ کې تعقیب شو ، په بل څنګ کې تر ټولو مینه ناک لوبغاړی محمد نبي دی که تاسو چېرته ټولنیزې رسنۍ وګورئ او تعقیب يې کړئ نو د محمد نبي عسی خېل مینوال به درته رښتیا په اثبات ورسیږي چې دغه مینه ناک لوبغاړی څومره مینوال په خاص ډول د فېسبوک استعمالونکي مینوال لري .
both know how to lead the team_4 دواړه پوهیږي چې څنګه ټيم مخ پر وړاندې بوزي :
د کریکټ دواړه ستوري دوني او نبي په دې ښه پوهیږي چې څنګه په ټيم کې ځوان لوبغاړي تشویق کړي او څنګه يې پوه کړي . دا په ټوله مانا واقعیت هم دی ځکه دوی دواړه د کریکټ په لوړه صطحه پوه او با استعداده دي . نبي هغه څوک وه چې تر لوبډل مشرۍ لاندې يې لوبډله زیاته مخ ته ولاړه خو د اضغر په مشرۍ هم ښه روانه ده ، همداشان اېم اېس دوني هم چې زیاته هڅه يې دا ده چې نورو ځوانو لوبغاړو ته څنګه د لوبې په جریان کې هم زده کړه ورکړي .
Passion for the Game 5د لوبې لپاره جزبه:
پنځم ورته والی د نبي او دوني تر منځ دا دی چې دوی د لوبې لپاره ځاګړې جزبه او وقار لري چې تر نورو يې زیات دوی د شهرت په لوړ بام ودرولي دي . کله که دوی توپ نیونه تر سره کوي نو لیدل کیږي چې ۱۰۰٪ فصده انرژي په کار اچوي ، او دوی نبي او دوني پّ دې پ،هیږي چې لوبه څه ډول ګټل کیږي ؟ په میدان کې د دوی چوپ ودریدل او خاکساري له ورایه ښکاري ، غټ ورته والی او ګډ استعداد د دغه دوه نړیوالو ستورو تر منځ دا دی چې دوی د لوبې پر ګټلو فکر کوي او له خپل ځان څخه رضایت څرګندوي .
A Team Players 6یوه لوبډله لوبغاړي:
د ټیل لپاره لوبه کول یوه بله ځانګړنه ده د یو ورزشکار لپاره . دوني ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکوي هغه وخت چې د روهیت شرما ټيم ته د راتګ پوښتنې سره مخ شو نو ده ورته منطقي ځواب ورکړ او روهیت شرما نن ګورئ چې څه ډول لوبغاړی دی او په یوه ورځينیو لوبو کې د روهیت شرما وړتیا وینی ، د یوه ورځينیو لوبو په تاریخ کې روهیت شرما لومړی لوبغاړی دی چې دوه سلیزې يې تر لاسه کړي دي ، هغه ځوان هندي توري وینی چې که یو وخت ورته ټيم ټول پرېښودل شي هم مخ ته يې وړالی شي هغه ټول د اېم اېس دوني د ملاتړ او داد له برکته .
بل اړخ ته محمد نبي هغه څوک دی چې په کورنیو لوبو کې يې تر ټولو ځوان لوبغاړي له ده سره وو او څومره ښه يې ټیم مخ ته یووړ بل ښه مثال يې دا دی چې کله دی له لوبډل مشرۍ لرې شو نو د اضغر تر لوبډل مشرۍ لاندې يې هم په ټيم کې د ځوانو لوبغاړو شا وتړله او مهمه دا ده چې اضغر چې تر ده په تجربه کې کم دی د هغه لوبډل مشرۍ لاندې لوبیږي .
Ability to handle Pressure_7 وړتیا چې څنګه فشار په ځان واخلي :
وروستۍ استعداد چې د کریکټ دغه لوبغاړي يې لري دا دی چې که په یو اور کې يې ۱۵ منډې هم په کار وي دغه دواړه داسې لوبغاړي دي چې بیا هم فشار په مقابل لوبغاړي باندې وراچوي دوني یو ښه لوبه پای ته رسونکی دی خو د سوریش رینا، یوراج سېنګ ، او ویرات کهلي ، یادول هم ښه دي خو دوني هغه څوک دی چې د فشار اخیستو پوره قوت لري هغه که په توپ وهنه کې وي یا هم په لوبډل مشرۍ کې وي . که د محمد نبي عسی خېل په اړه خبرې وکړو د پاکستان سوپر لیګ په لړ کې د کوټه ګلیډټرزلپاره په وروستي اور کې ۱۵ منډې پاتې وې چې د لاهو رلوبډلې خلاف نبي میدان ته راغی او پرله پسې يې دغه اور له رنځونو ډک کړ او لوبه يې د خپل ټيم په بري پای ته ورسوله . دوني او نبي د په زیاته اندازه د خلکو خوښیږي چې دا د دوی او د دوی د هېوادونو لپراه د ویاړ او خوشالۍ خبره ده .