لیکنه: محمدقاهر وردګ
په مخکني فصل کې مو د مخابراتو د پالیسۍ په اړه د یوه لارښوونکي سند په توګه بحث وکړ خو د مخابراتو پالیسۍ ته کیدای شي په اغیزمنه توګه په مخابراتي سکټور کې د سیاسي لومړیتوبنو او نورو هغو اصولو کوم چې حکومت غواړي د سکټور په پر مختیا او کنټرول کې منعکس او وکارول شي د تفصیلاتو په سترګه وکتل شي. هغه ترټولو ارزښتمنه وسیله چې یو داسې چارچوکاټ رامنځ ته کوی ترڅو دا ټول څیزونه په عمل کې پلي شي، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له قانون څخه عبارت ده.
د مخابراتي خدمتونو دتنظیم د قانون جوړښت او محتویات له یوه هیواد څخه بیا تر بل هیواد پورې توپیر لري. نوموړی توپیر په یوشمېر عواملو لکه متداول حقوقي سیستم، اقتصادی او کلتوري ملاحظات، د مخابراتي مارکیټ وضعیت او ( په ملی، سیمه ایز او نړیواله کچه ) عمومي سیاسي حالت پورې اړه لري.
په ټولیزه توګه کولای شئ د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په قانون کې لاندې مطالب و ګورئ:
په مخابراتي سکټور کې د خدمتونو د وړاندې کوونکو او تنظیموونکي یا ریګولټور د سازماني چارچوکاټ تعریف.
د جواز ورکولو اړوندو چارو او د اړینو سرچینو د کنټرول په اړه احکام.
د ارزښتمنو خدمتونو د پراخ لاسرسي ( ټولیز لاسرسي) د تضمین لپاره د اقداماتو په پام کې نیول.
د مارکیټ دسیالۍ پر بنسټ د را چورلیدونکي چاپیریال د ایجاد او ساتنې په اړه احکام.
هغه لارې چارې چې د هغه په واسطه قانون پلی کیږی او د هغه ارګان صلاحیتونه کوم چې په قانون کې راغلي مسئولیتونه ور په غاړه وي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون په عمومي توګه لاندې مسایل په ځان کې رانغاړي:
لومړی مبحث: سازماني چارچوکاټ او مسئولیتونه
سازماني چارچوکاټ او مسئولیتونه د مخابراتو په هر قانون کې له هغو ارزښتمنو احکامو او اسبابو څخه عبارت دي چې هغه بنسټیز ارګانونه یا اجنسۍ تعینوي چې د هغو په واسطه د مخابراتي فعالیتونو د تنظیم لپاره قانوني احکام او مقررات را منځ ته کېدای او پلي کېدای شي.
په نړۍ کې ډېر پرمختللي مخابراتي مارکیټونه درې پړاویز سازماني جوړښتونه لري چې په هغو باندې د پالیسۍ د پرمختګ لپاره مسئولیتونه تکیه کوي، دا درې پړاویز جوړښتونه عبارت د دولت له ټاکل شوي وزیر، د ورځنیو تنظیمي چارو لپاره د تنظیم ملي اداره او د خدمتونو د وړاندې کولو، عملیاتي او سوداګریزو چارو لپاره د خدمتونو متعدد وړاندې کوونکي دی. د مارکیټ د دې ډول جوړښت لپاره یو معیاري د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون لاندې څیزونه په ګوته کوي:
د مخابراتو د سکټور په تنظیم کې د قانوني احکامو د رامنځ ته کولو او تطبیق، د سکټور له کارنده والي او پرمختیا څخه د څارنې، په سکټور کې د پرتو ارزښتمنو ملي شتمنیو د کنټرول او ادارې او په نړیوالو مخابراتي کړو وړو کې له هیواد څخه د استازیتوب په اړه د وزیر صلاحیتونه او مسئولیتونه.
د ریګولټور د جوړښت ، بودیجې، هغه پروسې چې د هغه په واسطه د سکټور د تنظیم په اړه تصمیمونه نیول کیږي ، اعلام کیږي او بیا غور پرې کیږي او د تنظیموونکي د هغه مسئولیتونو چې حکومت، مشترکینو او د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو ته باید مناسب ځوابونه ورکړي په شمول د وزیر یا حکومت لخوا د جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق په اړه د تنظیموونکې ملي ادارې واکونه، مسئولیتونه او کار کړنې .
د مخابراتي سکټور لپاره په یوه نوي آزادیدونکي چاپیریال کې د مخابراتي خدمتونو دتنظیم قانون باید د تنظیم د یوې خپلواکې ادارې د بنسټ رامنځ ته کولو د سند په توګه کار ورکړي، او یا داچې د نوموړې ادارې ایجاد باید د یوه ځانګړي تقنیني سند له لارې ترسره شي.
د دې لپاره چې د ټولو اړخونو مسئولیتونه په واضح توګه څرګند او درج شي نو قانون باید په صراحت سره توضیح کړي چې تنظیموونکی باید له سیاسي جوړښتونو څخه تر کوم حده له خپلواکۍ څخه برخمن وي او همدارنګه په هغو حالاتو کې کله چې د ریګولټور او وزیر ترمنځ له معمولي بېلتون څخه د لوړې کچې موضوعات رامنځ ته کیږي نو قانون باید موږ ته د تصمیم نیولو له صلاحیتونو څخه د نوموړو موضوعاتو د بهر کېدو او یا هم ریګولټور ته د تفویض شویو صلاحیتونو په چوکاټ کې د هغه د پاتې کیدو به اړه لازمې لارښوونې ولري.