لیکنه: ریچارډ ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
هغه څه چې ترسره کوئ او هغه څه چې وایئ، پاملرنه ورته وکړئ!
- خپلو نظرونو ته متوجې اوسئ، ځکه ستاسې نظرونه ستاسې دافکارو ښکارونديي کوي.
- خپلو افکارو ته متوجې اوسئ، ځکه هغه ستاسې عملي برخه ګرځي.
- خپلو کړنو ته متوجې اوسئ، ها ستاسو په عادت بدلېږي.
- خپلو عادتونو ته متوجې اوسئ، هغه ستا په ځانګړو عادتونو بدلېږي.
- خپلو ځانګړو عادتونو ته متوجې اوسئ، هغه ستا په برخليک بدلېږي.
فرانګ اوت
ولې ځينې کارونه چې تاسې ته ګټه هم نه رسوي، غواړئ چې ترسره یې کړئ؟
نه! دا پوره برعکس ده. هر څومره چې پوه او لایقه مدیر واوسئ، په هماغه اندازه به ډېرو معلوماتو ته اړتیا ولرئ.
ولې؟ په دوه دلایلو.
لومړی: ثابتوالی. اړتیا ده، چې هرڅه یاد کړئ، ځکه په زرګونو ځلې د دې اړتیا پیدا کېږي، چې هغه چک کړئ. دا پوښتنه چې که:«دا کار مې پخوا څنګه ترسره کړی و!؟» دا خبره تل وي.
ستاسې ټيم ستاسې قوي والي ته اړتیا لري، که چېرې تاسې هرڅه په فکر کې ونه لرئ، نشئ کولای په پوره توګه ثابت واوسي.
که چېرې یو تن پخوانى قرارداد ګټلی وي او تاسې هغه ته د غذا خوړلو لپاره یو ځای ته بلنه ورکړئ او هغه ته د تېر په څېر چای او مېوه راغواړئ، نو هغه به ممکن فکر وکړي، چې هغه ته مو دومره ارزښت ورنه کړ. بیا نو هغه له ځانه سره یادداښت کړه او له ځانه سره یې وساته.
همدا ډول که ته یو اخیستونکي ته ووايي، چې د هغه بل اخیستونکي په بیه تاسره هم راکړه ورکړه کوم او هغه وروسته پوه شي، چې دا رښتیا نه وه، نو هغه اخیستونکی به نور له تاسې توکي ونه پېري او نه به درسره راکړه ورکړه وکړي، نو د تل لپاره ثابت او یو ډول واوسئ.
دويم: د سرچینو ثابتوالی. کېداى شي یو ښه مدیر کېدل ددې لامل شي، چې تاسې له ستونزو، کینو او د خلکو له بې باروۍ سره مخ شئ.
بله خبره دا چې که چېرې ستاسې ټيم ٪۱۱۰ سلنه په تاسې پورې اړه لري او ستاسې په خدمت کې وي او هغه به بې کاره مدیر وي، چې فکر کوي چې دا د ټیم ښه والى دی، چې تاسې ورسره ښه یاست او دمدیر په مقام کې خپلو نمګړيو ټکو او زیانونو ته پاملرنه نه کوئ، په داسې حال کې چې دا به ٪۶۰ سلنه پر ځان باوري وي.
نو د همدې لپاره ښه ده، چې کله کله داسې ښکاره کړې، چې کامیابه پروژې له کومه ځایه پیل کېږي او هغه څه چې تاسې ویلي پرې مو عمل کړی.
هغه پرېکړې چې کېږي، هغه ایمیلونه چې لېږل کېږي، د اخیستلو کوم لړلیک، چې استول کېږي، باید له هغو ټولو به یوه کاپي له ځان سره ولرئ.
ټول برېښناليکونه له ځان سره وساتئ، چې دا دومره ستونزمن کار نه دی، ځکه اوس دومره وړ کمپیوټرونه بازار ته راغلي، چې که ټول لېږل شوي او راغلي ایمیلونه له ځان سره په کې ثبت یا وساته د هغې کمپیوټر یوه وړه برخه به مو نیولي وي.
((هر څومره که يو مدير لايق او پوه وي، په هماغه اندازه د معلوماتو ساتلو ته ډېره اړتيا پيدا کېږي.))
نولسم قانون:
بې اتفاقیو ته ځير اوسئ!
((زما کاروبار په امان کې دی، څوک د هغې د لټې پسې نه دی.))
بامپراستيکر
کله چې تاسې د یوې ادارې ټيم واوسئ، له خلکو سره به سروکار لرئ او څه چې د هغوی په ذهن کې ګرځي، دا دي چې څنګه وکولای شي یو بل له تېروتنې سره مخ کړي.
ولې؟ الله تعالى پوهېږي. هغوی همداسې دي او د یو بل ځای ته لاس اوږدوي او د هغوی ځای نیسي.
دا چا پيل کړی؟ الله تعالى پوهېږي. ایا تاسې غواړئ هغه دې کارته دوام ورکړئ؟ نو ژر یې مخه ونیسئ.
تاسې باید د کار له پيل وړاندې د دا ډول اختلافاتو په اړه پوه شئ او په اړه یې کار وکړئ. د دې اړتیا نشته چې دا اختلافات یوه ورځ هم دوام وکړي او تاسې د مخنیوي لپاره باید لاس په کار شئ.
که چېرې تاسې کوچنی اختلاف په کوچني والي کې له منځه یونسئ، نو په لویو بې اتفاقیو او اختلافاتو به بدل شي او ټوله ډله به په یوه لویه دعوه کې راګېره شي.
پوښتنه به کوئ، چې څه ته باید پاملرنه وشي؟ چوپ پاتې کېدل نامناسبه ده؛ ګیلې، شکایتونه، غیبتونه، سیالۍ، غرور کولو ته اړتیا نشته، د مېز په سر د غیر منظمو توکو شتون، لکه د ګلدانونو یا هم د کمپیوټر د پاڼو په څېر هغه وګړي، چې په ډله يېزو ناستو او غونډو کې د برخې اخیستو او په اداري کړنو او رفتار څخه ځان په څنګ کوي.
زه ډاډه یم، چې تاسې به هم زما په اندازه له دې موضوع څخه معلومات لرئ او په خلاصو سترګو او غوږونو به همدې ته څک وي، چې مبادا کوم اختلاف رامنځه ته نشي.
د دې کار اهمیت په دې کې دی، څو وړاندې له دې چې که حالت خرابېږي، د هغې مخنیوی کوئ.
دلته ده، چې تاسې باید یو ښه سياستوال او د مور پلار په څېر واوسئ، نه داسې چې د یوې غاړې پلوی او طرفداري وکړئ، باید داسې عمل وکړئ، چې نور پوه شي چې تاسې د دا ډول کړنو د زغمولو وس نه لرئ.
هغوی را وبولئ او منطقي خبرې ورسره وکړئ. د هغوی د کار سیمه سره بېله کړئ، یا داسې یو څه وکړئ، چې په ګډه کار مخ ته بوځي.
ګډوډ کارونه ډېر زیات دي، چې تاسې کولای شئ ترسره یې کړئ او زه ډاډه یم، چې تاسې به یو ښه انتخاب وکړئ.
((داسې بايد په نظر رانشي، چې تاسې د يو چا طرفداری کوئ، ستاسې عمل بايد منطقي او پرته له کوم اړخ نيولو وي.))