لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
اووه ويشتم قانون:
پرېږده، چې هغوى فکر وکړي!
پرېږده، چې هغوی فکر وکړي، له تاسو ډېر پوهېږي، په داسې حال کې چې نه به پوهېږي!
((دا سمه ده، چې زه به بريالی په نظر نه ښکارم؛ خو په لومړي ځل مې دا په سمه توګه سرته ورساوه.))
بامپر استيکر
دا قانون ډېر ساده دی، خو ترې بیا هم ډېر کم مدیران ګټه پورته کوي. ځکه دا دې باعث کېږي، چې وګړو ته د ځانګړي شتون او مهم شتون احساس ورکوي. یواځې دا بسنه کوي، چې خپلو کارکوونکو ته وواياست:«ته په دې اړه معلومات لرې او نظر دې پرې څه دی؟» د دې قانون مهم ټکي عبارت دي له:
- د هغوی نظر، د یوې مسئلې په اړه وپوښتئ.
- د هغوی پر نظرونو او وړاندیزونو ځان پوه کړئ.
- د تېر په پرتله ورته مسوولیتونه زیات ور ترغاړې کړئ.
- د نويو موضوعاتو په اړه له هغوی سره نظرونه تبادله کړئ.
- تشویق یې کړئ.
- هر وخت هغوی یو «مطلق کارکوونکی» مه پېژنئ.
که چېرې په دې هم پوهېږئ، چې د یوې مسئلې په اړه له هغوی ډېر معلومات لرئ، بیا هم دا ټکي مراعات یا هم پاملرنه ورته وکړئ. هغوی به ښه احساس وکړي او په خپله دنده کې به ښه کوښښ وکړي.
هغوی ستاسې له خبرو څه زده کوي، هغه ډول چې تاسې هم شاید د هغوی څه زده کوئ.
څنګه چې ویل شوي، د کار پر مهال د کار د کولو لارې چارو سره هغوی اشنا کړئ، ترڅو د یوې ادارې په یوه برخه کې هم پاتې رانشي.
هغوی ته باید تاسې وخت ورکړئ، چې خپل رول په هغه څه کې، چې هغه پکې په کار بوخت دی، وپېژني او پردې پوه شي، چې د دې ارزښت پکې څه دی او د خپل ځان ارزښت درک کړي.
له هغو سره د یو ښه پلورونکي په توګه چلند وکړئ، هغوی د خپل کار په راز او رمز پوه کړئ:«موږ له xp8 په نوم له سيليکانو څخه ګټه پورته کوو او نور شرکتونه له xp5، چې پخوانی ډول دی، کاروي؛ مګر دا راز له ځانه سره وساته، ځکه تېر کال موږ په دې پلور کې ډېره ګټه ترلاسه کړې وه.»
همدا ډول هغوی په کار کې له پرمختګونو خبر کړئ، ځکه تاسې به غواړئ، چې خپل پرمختګونه په صنعتي مجلو او ورځپاڼو کې نشر کړئ او هغوی به د هغه څه په اړه، چې په ورځپاڼو کې ګوري، په ډېر څه به پوهېږي. دا کار د دې لامل کېږي، چې هغوی ته یوه انګېزه پیدا شي، چې ډېر وپوهېږي او له دې زیات یاد کړي.
(( هغوی وهڅوئ چې په ډېر څه پوه شي او ډېر څه ياد کړي.))
اته ويشتم قانون:
تل پر دې ځانه مه مجبورئ، چې وروستۍ خبره وکړئ!
((ټول بايد په اورېدو کې تېز واوسي او د خبرو کولو او غوسې پر مهال ارامه واوسي.))
جېمز
هو! پوهېږم، چې تاسې رئيس یاست، مدیر یاست او یو ښه مدیر یاست؛ خو دا خبره سمه نه ده، چې تاسې وروستۍ خبره وکړئ، دا قضیه د هغه ماشومانو سره چې کوڅه کې لوبې کوي توپیر لري.
که چېرې د ټيم غړي مو په ښکاره له تاسو سره مخالفت کوي، دا به دوه دلیلونه ولري. شاید په خپل نفس به دومره باور لري، چې د خپلې خبرې دفاع کوي او پوهېږي، به چې خپل کار یې ښه سرته رسولی، یا هم له خپله حده یې زیاتی کړی او تاسې پر هغوی انضباطي قوانین پرې نه دي عملي کړي او د هغوی مخه مو نه ده نیولې، خپله قضاوت وکړئ. که هغوی له خپل حد ووتل او تاسې چلندونه او انضباطي قانونونه پر ښه ډول پلي کړي، نو د دې اړتیا ده، چې له هغو سره په ځانګړي ډول خبرې وکړئ او هېر نه کړئ، چې ستاسې ټیم د پخوا په پرتله ډېر تغيير کړی؛ نو خپلو کارکوونکو ته وخت ورکړئ، چې هغوی رښتينې کسان شي، يانې کله مخالفت او بحث وکړي او کله هم غوسه وکړي. دا ښه ده، چې وګړي په دې وتوانېږي، چې د ټیم نورو غړو ته وښايي، چې صبر او حوصله ولري. ((په پوره توګه دا به په يو کمزوري ټيم کې عملي نشي.))
البته تل به همداسې نه وي، چې د وروستۍ خبرې کول لازمي وي، یا به تل رښتیا یا حق له تاسې سره وي، یا هم د دې اړتیا وي، چې په وړه مسئله کې هم د خپل کارکوونکي اصلاح کول وغواړئ. ځينې وخت دا غوره ده، چې دا باید معلوم نه کړو، چې دا د هغوی حق دی که نه؟، ځينې وختونه باید سترګې هم پټې کړو. د مسئلو د ارزښتونو او اهمیتونو ترمنځ پر توپیرونو باید تاسې پوه شئ او پر دې باید ځان پوه کړئ، چې کوم ځای کې وروستۍ خبره کول پکار وي او په کوم ځای کې نه وي پکار.