لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
دېرشم قانون:
پر دې ځان ډاډه کړئ، هغه څه چې تاسې له خلکو تمه لرئ، ورته یې پاملرنه کړي وي
((ډېره اسانه ده، يواځې هغه څه چې تاسې يې ترې غواړئ، چې هغه يې بايد ترسره کړي ورته يې په ګوته کړئ، ترڅو لاس په کار شي. وبښئ زيات وګړي يې نه کوي، ډېر کارونه وي، چې د ترسره کېدو تمه ترې کېږي.)) کرايس الو
ډېر ساده خبره ده، څو کار چاته وسپارو یا هم یو قرارداد ورته ورکړو او ورته تم شو، ترڅو خپل کار ترسره کړي. د د دې لامل ګرځي، څو هغه کسان چې په خپلو کارونو کې سرګردانه وي، ورسره مخ شو او ډېر وخت به مو هم مصرف شوی وي. غوره دا ده، هغه کارونه چې د کولو هیله یې له هغوى لرو، ورته یې په نښه او معلوم کړو.
((تاسې بايد د کار په پيل کې هغوی پر دې پوه کړئ، چې ترې د څه هيله لرئ.))
تاسې له هغوی څه تمه لرئ؟ ستاسې تمه ډېره مخکې ده، د خپل وخت څخه چې هغوی یې ترسره کړي. تاسې باید په دقیقه توګه د هریو کارکوونکي په رول فکر وکړئ او وګورئ، چې له هغوی څه تمې لرئ.
دا اړینه ده، چې خلک پوه شي، چې د یو ځانګړي کار ترسره کېدونکی دی او تاسې ترې څه تمه لرئ.
لازمه ده چې د ټيم هر غړی هغه ارزښتونه چې چې ترې یې هیله کېږي باید وپېژني.
رښتينې واوسئ؟ پام لرونکی واوسئ؟ ایا ترې د دقیقتوب هیله کېږي او یا هم کوم ډول چلند غوره کړي د خپلو همکارانو، له اضافه کار سره، د مخ پر ځوړ مدیریت او له نورو سره.
همدا ډول نوي کارکوونکي ډېرې مرستې ته اړتیا لري. د مثال په توګه که کله نوي کارکوونکي د تجربه لرونکو کارکوونکو سره کېني؛ نو پکار ده، چې ورته مبهم کارونه روښانه شي او دا یوه عادلانه لار ده، چې هغه وکړي، پرې پوه شي او کله چې هغه په هر حالت کې وي، د دې اړتيا نه پیدا کېږي، چې په کوم کار پوه نشي او دا موقع به نه وي، څو له تاسو شکایت وکړي.
يو دېرشم قانون:
د ګټورې انګېزې له ورکړې ګټه پورته کړئ!
((ولې يو مدير بايد بدلون وکړي؟ ځکه هر څوک، چې خپل کار ښه سرته رسوي، ښې پايلې به لاسته راوړي. وګړي په خوښۍ سره هغو اهدافو ته، چې له مخکې ترتيب شوي وي خوښوي، د دې علت چې هڅه يې نه کوي څه دی؟))
لاری جونز
که چېرې ستاسې کارکوونکي کارونه ښه پرمخ بیايي، هغوی ته وايي بیا ځلې يې ورته ووایاست او بیا یې هم ورته ووایاست، تر دې چې په لیکلې بڼه هم.
لیک ورته ولیکئ، ترڅو یې د یادګار په توګه له ځانه سره ولري او یا یې هم د شرکت په مجله کې چاپ کړئ، یا هم هغه کار چې ټول وپوهېږي.
دا لاره ډېره اسانه او پرته له کوم قیمت ترسره کېدای شي او دا به ستاسو کارکوونکو ته انګېزه ورکړي او هغوی به هم په دې پوه شي، چې تاسې هغوی ته ارزښت ورکوئ او تاسې هرڅه ته متوجې یاست او یو هڅوونکی او پالونکی شخص یاست.
کله که تاسې څوک ستایئ، په ساده کلیمو یې وستایئ. که چېرته یې له خپلې اندازې زیات کار وکړ، ورته ووایاست:
«دا چې ډېر کار دې وکړ، درنه مننه کوم. ستا په نه شتون کې مې نشو کولای، چې دا کار مخې ته یوسم. ستا ژر، تېز او ستونزمن کار هر څه اسانه کړل.مننه.»
تاسې باید ساده هڅوونکي جملې وکاروئ، ترڅو ټول په دې پوه شي، چې تاسې یې د څه لپاره تشویقوئ.
(زه) له کلیمې ګټه پورته کړئ، نه د (مدیریت). ووایاست:«زه له تاسو مننه کوم» داسې مه وایاست:«مديريت له تاسو مننه کوي. د کار د سرته رسېدو په پای کې د مننې او قدردانۍ الفاظ استعمال کړئ او هر کله يې چې اضافه کار سرته رساوه، تشويق يې کړئ، هغه وخت چې د عادي ورځو خلاف يې ډېر کار سرته ورسولو.»
که چېرې دا مثبت رول ته مو پام وکړ، نو په یقین سره چې به مو د تکرار سره د دا ډول کارونو ته لاره هوارکړي وي. نه پاملرنه، څه نه ویل، نه هڅول؛ ستاسې د ټيم د پرمختګ مخه نیسي، نو څوک دی، چې دا کارونه به نه ترسره کوي؟
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.