لیکنه: ذبیح الله رحیمزی
پينځم قانون:کار وکړئ او له خوښۍ ډکې ناستې ولرئ!
((مه وايه چې د شوخ طبعۍ حس مو له لاسه ورکړی.))
راجر رابيت
په دې پوهېږم، چې په دا تېره دومره کاري موده او اوسني بریالتوب ته د رسېدو لپاره به مو ډېرې بې مفهومه او زړه تنګې لیدنې او ناستې لرلي وي.
زما په اند باید چې دا هر څه له منځه ولاړ شي او د بدلون لپاره زما هیلې له تاسره دي. د لیدنو پرمهال باید زړې لارې چارې ودرول شي او تاسې بهترین شخص یاست د دې زړو لارو چارو د درولو لپاره، بیا نو خپلې ناستې خوشالونکې ناستې وګرځوئ، مخکې د بحث له دوام څخه ځينې ټکي چې ما لوستي درته لیکم.
کیداى شي، د ناستې هرغړي ته پينځه سکې ورکړئ او کله چې هریو غوښتل خبرې وکړي؛ نو سکه به پورته کوي او کله چې د یو تن سکې خلاصې شوې بیا د خبرو کولو اجازه نه لري.
دا کار د دې باعث کېږي، چې وګړي هغه څه چې وايي پاملرنه ورته وکړي او خپلې سکې د بې ارزښته خبرو قرباني نه کړي.
((بايد دا، چې د ليدنو پرمهال زړې لارې چارې ودرول شي او تاسې غوره شخص ياست، د دې زړو لارو چارو د درولو لپاره.))
دا کار شاید ښه لار وي؛ خو له بله اړخه د دې سبب کېږي، چې تاسې به د یوې ناستې د ښه رئیس په توګه ونه شمارل شئ؛ نو د همدې لپاره ځینې نور وړاندیزونه هم لرو.
- د خوښۍ بښونکي جامو اغوستل.
- خواړه یا څښاک (که چېرته د سبانهاري وخت وي اجباري ده، یا هم خپل کاري ټیم یو رستورانت ته یوسئ.)
- چې نورې لیدنې او ناستې نشته؛ بلکې یوه اجباري ناسته ده ـ یا یوه مننه. (۱۷ قانون ) ته ورشئ.
- لوبې، یا یوه بله پوښتن پاڼه.
- پر مېز د خوږو یا مېوې ایښودل .
کېداى شي دا ټول کارونه د دې لامل شي، چې ټول کارونه خراب کړي او یوه بې ځایه عمل به په نظر راشي، بیا نو کومه لاره ده، چې یوه ناسته په ښې ناستې بدله کړو؟ یوه خوښوونکې ناسته دا چې سخت ګېري نه کول يانې دا څه وکړئ، چې ټول وګړي موجود وي او خپلې مرستې او وړاندیزونه وړاندې کړي.
یوه خوښوونکې ناسته دا چې هر هغه څه چې غواړي ورته وخاندي، بې له دې چې په هره خبره کې ټینګار وکړي، خوښوونکې ناسته مانا دا چې وګړي وکولای شي، یوه کیسه یا حکایت چې د کار اړوند وي او چېرته یې اورېدلي وي واوروي. خوښ پاتې کېدل يانې نرمښت تر دې چې د نورو وړاندیزونه ومني.
کېدای شي ستاسې په شرکت کې د ناستو یو لوی تالار وجود ولري، ایا کېداى شي چې هلته ناسته وکړئ؟ او یا هم که هوا ښکلې وي، کولای شئ چې په ازاده هوا کې ناسته وکړئ؟
پر خپل نفس یو بااعتماده مدیر ـ چې تاسې یاست ـ کولای شئ ځان تر نورو ټيټ وبولئ، ځکه چې په خپل نفس اعتماد لرې؛ خو یو سخت زړى او قهرېدونکی مدیر چې د ناامنۍ احساس کوي، تل د سختۍ لار نیسي، څو پر خپل نفس د باور کمی له دې لارې پوره کړي.
شپږم قانون:
خپل ټيم، مو له ځانه ښه وروزئ!
((دا هم يو د ژوند د هغه عجيبه طنزونو يوه عجيبه طنز دی، هغوی چې د نورو په پرتله سخت کار کوي، هغوی چې ډېر باادب دي او هغوی، چې له ډېرو خوندونو تېرېږي، ترڅو خپلې ځانګړې موخې ته ورسېږي، تر ټولو خوښ او خوشاله وگړي دي.))
بورتوس هاميلتون
یو رښتینی ښه مدیر چې تاسې اوسئ، پوهېږي چې کله یې وزرې پرانیستل کېږي، لوړ پرواز کوي او پورته خېژي؛ نو دا به هم ورسره پورته وخېژي.
دا چې د دې لپاره کار وکړئ، چې ټیم مو سرلوړى وي، نو ټیم مو تشویق، جدي پرېکړې او ډېرو هیلو ته اړتیا لري او کله چې غواړې خپل ټیم له خپل ځانه هم ښه وروزئ، نو پر هغوۍ اعتماد وکړئ. ښه معلومات او لازمې سرچینې ته یې د لاس رسي زمینه برابره کړئ، هغوی ته لازمې زده کړې ورکړئ، څو له تاسو وړاندې وي په هغوی باور وکړئ، خو کله چې له تاسې ډېر پرمختګ کوي، چې درسره خیانت ونه کړي او دومره پرخپلو مټو باوري اوسئ، چې د هغوی پر وړاندې مو کینه رانشي.
تاسې باید رښتیا هم یو ښه مدیر اوسئ، چې دا کارونه ترسره کړئ. باید چې تل په خپل موقعیت کې ارامه اوسئ او خپل ټيم تل سیالۍ ته تشویق کړئ. راځه چې ستا ټيم وڅېړو؛ ستا په ټیم کې څوک دي؟ څوک به په راتلونکي کې ستاسې ځای ونیسي؟ دې څوکۍ ته د رسېدو لپاره تاسې کولی شئ، چې له هغې سره مرسته وکړئ؟
هغوی چې کېداى شي، یوه ورځ ستاسې ځای ډک کړي، هغه کسان دي، چې باید تاسې یې وروزئ او هغوی پوه، بافکره، له حده وتلي هیله مند او زیرک وګړی دي.
ما یو ځوان همکار درلود، هغه دومره تېز او ویښ و، چې زه یې وارخطا کړی وم.
زه چې لږې لوړې پوړۍ ته ورسېدم، هغه زما ځای ډک کړ، هغه تل یو قدم له ما وروسته، خو په څنګ کې راسره په حرکت کې و. اصلي خبره دا وه، چې په زیاتره برخو کې له ما غوره و او په هره څه یې ښه عمل کاوه؛ خو هېڅکله یې ونه غوښتل په هغه سطحه کې چې زه وم، له ما مخکی والی وکړي، کېداى شي هغې داسې انګېرله، چې بې احترامي به وشي؛ خو نه هغه همداسې عادت درلود. کله چې تاسې کوښښ وکړئ، چې یوه ښه ټیم وروزئ، د هغوی عادت ګرځي، چې تاسې د یو ښه مدیر په صفت له ځانه سره ولري او دلته چې یو ښه احساس رامنځته کېږي، چې د دې اړتیا د سیالۍ چې تاسې یو مدیر یاست نه راپیداکېږي.
کله چې د ټيم ټول غړي مو ورته کارونه ترسره کړي، د هغوی ترمنځ پریو بل باور لا پیاوړی کېږي.
نو باید خپل ټیم ښه وروزئ، ور زده یې کړئ، تر دې چې تر ټولو ښه ټيم وي.
(( کله چې مو يوه ښه ټيم رامنځته کړ؛ نو هغوی عادت کېږي، چې تاسې بايد مدير واوسئ))