لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
شلم قانون:
دوستانه فضا رامنځته کړئ!
((که چېرې ډېر ستر شخصيتونه اداب او نزاکت ونه لري، هغه کسان دي چې په ژوره توګه به د خلکو زړونه له ځانه تور او د مننې کولو موقع به له لاسه ورکوي.))
هنري کلى
د يوې دوستانه فضا رامنځته کول دومره اسانه کار نه دی، خو الزامي او جبري دی. که چېرې ستاسې کارکوونکي، بې حوصله، بې انګېزې او زړه ماتی وي او دا هرڅه به تاسې د هغه په کار، کړو وړو، له پېروونکو او همکارانو سره او همدا ډول به یې یو له بل سره او له تاسره کړه وړه معلوم شي.
او هغه کار، چې تاته یې ترسره کوي، په هغه کې به هم تاته درښکاره شي.
که چېرې هرسهار په ډېر ادب سره یو بل ته (السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته) ووایئ، کومه ستونزه به نه رامنځته کېږي. دا دومره ستونزمنه خبره نه ده، چې ټول د چای څښلو پر مهال پوښتنه وکړي:«نن دې حالت څنګه دى؟» چې دا یوه ثانیه وخت هم نه نیسي.
د هرې کاري سیمې لپاره درې قوانين شته:
- ادب او نزاکت.
- ملګرتوب.
- مهرباني.
زه پوهېږم هغه رئيسان چې شکایت، فریاد او ناسم چلند کوي ښه کار نه کوي. په داسې حال کې چې د ټولنې وګړي د کار په ساحه کې دې شیانو ته اړتیا لري:
- درناوی.
- ښه چلند (سلوک).
- عزت.
((تاسې له ټيم پرته هېڅ ياست، تاسې له ټيم سره يو ټيم ياست.))
که تاسې نشئ کولای دا شیان هغوی ته ورکړئ، بیا نو مه مدیر کېږئ؛ خو زه ډاډه یم، چې تاسې يې کولای شئ.
د یو ښه دوستانه کاري ټيم د جوړولو دنده او مسوولیت ستاسې دی، اوس نو باید تاسې خوشاله، ګټور او له هغوی سره مرسته کوونکي واوسئ.
وګړي ستاسې تر ټولو مهمې سرچینې او سامانونه دي، ترڅو لویو لاسته راوړونو ته ورسېږئ. تاسې له هغو پرته هېڅ یاست او له هغوی سره به یو ټیم شئ.
نو له همدې کبله له هغوی سره ښه چلند او سلوک کوئ او بې ځایه ګټه ترې مه پورته کوئ. د هغوی او خپل ژوند ته متوجې او پام وکړئ او که چېرې وخت نه لرئ، دا وخت ورته پیدا کړئ.
فکر کوم، هغه څه چې موږ یې لټه کوو، هغه« نرمي او خاکساري» ده. او همدې دوو کلیمو په تېر کې غرونه اوبه کړي. بندې دروازې يې خلاصې کړي او ددې لامل به شي، چې کارکوونکي مو په خوښۍ او ارامۍ سره خپل کار وکړي.
يوويشتم قانون:
د خپل ټیم روحیه او وفادارۍ ته لوړتیا ورکړئ!
((تاسې تل کولای شئ، د کار کولو لپاره دلايل پيدا کړئ او همېشه يو کار د بل د ترسره کولو لپاره همداسې پاتې کېږي؛ خو که هغوی سستي ونه کړي، دا به ګټوره ثابته نشي او هغوی به نور خوشاله هم نه وي، دا کار د دې لامل کېږي، چې پر نورو تاثيرات وغورځوي.))
کريسا بيان چى
که چېرې په ګډه کار وکړئ او هغوی د خپلې کورنۍ غړي وبولئ، د دې امکان شته چې د ټيم غړي به مو هم د خپلې کورنۍ نه په لوړه سترګه درته وګوري.
ښه دا ده، چې د تل لپاره همداسې واوسئ او دا دې لپاره نه ده، چې تاسې د یو بل عاشقان شئ، مګر باید یو موټی او یوه کورنۍ واوسئ. ښه لاره دا ده، چې د هغوۍ په روحیه کې د وفادارۍ حس لپاره کار وکړئ.
او تاسې باید د یو مدیر په توګه د کورنۍ مشر واوسئ.
((تاسې بايد د ټيم غړي، د خپلې کورنۍ غړي وبلئ.))
تاسې باید هغوی ته د درناوي وړ واوسئ او هغوی باید ستاسې په لټه کې وي او تاسې باید د هغوی اعتماد او ملاتړ وکړي. هغوی دې ستاسې د امر هرکلی وکړي، یو باصلاحیته کارکوونکی ـ ایا کولای شئ دا ټول په تاسې کې وي؟ هو کولای شئ! یواځې دا لاندې کارونه ترسره کړئ:
- هغوی ونازوئ.
- هغوی وستایئ.
- پر هغوی مهربانه واوسئ.
- پر هغوی باور وکړئ.
- روحیه ورکړئ.
- هغوی ته، لارښوونه وکړئ.
- هغوی ته، انګېزه ورکړئ.
- هغوی وروزئ.
- او د هغو ساتنه وکړئ.
دا هغه جملې دي، چې ویل یې اسانه؛ خو عملي کول یې ستونزمن دي. ممکن له پورته نوم لړ ولولئ او وبه وایاست چې:«زه هرومرو دا کار کوم.» ایا رښتیا هم دا سرته رسوئ؟ کولای شئ، په ښه توګه یې سرته ورسوئ؟ هغوی چې فکر کوي، دا کارونه سرته رسوي، دا چې رښتیا هم یې سرته رسوي، سره توپیر لري. له چا وپوښته چې په رښتينې توګه تاسې ته ووايئ، د ټيم غړی وي یا هغه تن وي، چې ستاسې ټیم څاري، چې ستاسې د کړنو په هکله څه نظر لري؟
په تېر وختونو کې ما په یو شرکت کې کار کاوه، د هغه بل شرکت مدیر زما د یو کارکوونکي سره یو ځای اوسېده او زما د ټيم غړي سره به یې د خپلو پروژو او اوسنيو برنامو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کولې او هرځل به زه په دې بریالی کېدم، چې هغه له ماتې سره مخ کړم او زما په اړه به یې خپل رئيس ته څه نه ویل او له هغه یې کرکه لرله.
د هغه رئيس ستونزه دا وه، چې د خپلو کارکوونکو سره یې چلند ښه نه وه او هېڅ مهرباني یې پرې نه لرله. په داسې حال کې چې ما ورته سره ډېر ښه چلند او ورته مې درناوی کاوه، په حقیقت کې د دې اړتیا نه وه، چې زه دې د بریالیتوب لپاره زیات کار وکړم.