لیکنه : ریچارډ ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د خپل ټيم لپاره ښې سرچینې برابرې کړئ!
((د يوې بنسټيزې او معلومې برنامې پر اساس به يو ښه او روښانه راتلونکی، ښه احساس، په نفس باور او ځانګړی قوت به له تاسې سره وي.)) برايان تريسي
که چېرې ټیم ستاسو لپاره سامانونه دي، چې تاسو شان او شوکت ته ورسوي، نو د هغوی لپاره سرچینې او معلوماتو زمینه برابرول هم سامانونه دي، چې هغوی دې موخې ته ورسوي. ډېر مدیران فکر کوي، چې په لږو سامانونو او معلوماتو کولای شي هم څه لاسته راوړي، چې له هغې په کوم ځای کې ګټه پورته کړي؟
په جنت کې؟ فکر نه کوم ـ تاسې باید د خپل ټیم لپاره ښې سرچینې او توکي په لاس کې ورکړئ. که نه ستاسې پرمختګ او ستاسې دټيم کامیابېدل به ستونزمن شي.
زه ډېر مدیران پېژنم چې وايي:« هغوی کولای شي، په همدې وينډوز ٩٥کاله نور هم تېر کړي.» یا هم «يا يو څه ترې ساتم، چې د هغوی په کار دي، شايد په راتلونکي کې مو په درد وخوري.»
باید تر ټولو ښه امکانات د خپل ټیم لپاره اماده کړئ؛ تر څو هغوی وکولای شي ډېر ښه کارونه، چې پکې ستاسې ګټه ده، وړاندي کړي. که چېرې ستاسې د ټيم غړي داسې یوې ټکنالوژۍ ته، چې د اسمان او ځمکې ترڅنګ راوستل وي، د هغوی لپاره يې چمتو کړئ.
که چېرې زیاتو کارکوونکو ته اړتیا ولري، که لویو او مجهزو دستګاګانو ته اړتيا ولري او که باکیفیته توکي او سامانونه غواړي، دا ټول ورته برابر کړئ. دا هرڅه چې دي د دې لپاره دي، چې کار په صحیح ډول، په تېزۍ او اسانۍ سره، ښه او ارزانه ترسره او وړاندې کړي؛ نو په کار ده چې ورته چمتو يې کړئ. تر دې چې که امکان وي، بودجه ورته زیاته کړئ، یا هم له چا سره پرې مشوره، بحث او هیله وکړئ، یا یو بل څه وکړئ، خو ورته یې برابر کړئ.
((ډېر ښه امکانات د خپل ټيم لپاره چمتو کړئ او پرېږدئ، چې خپل کارونه په ښه او منظمه توګه ترسره کړي.))
په پوره توګه نشئ کولای، چې د دې تمه ترې ولرئ، چې (الف) ښې هڅې وکړي او (ب) یوه انګېزه ولري او تاسې یې په حق کې بې پروايي کوئ. هغوی له نورو خلکو سره غږېږي او د نورو کارکوونکو پام کېږي، چې په هماغه شرکت یا سازمان کې یا هم هغه ملګري، چې په نورو شرکتونو کې لري، هغوى متوجې کېږي، چې تاسې هغوی ته کومې زمینې نه دي برابرې کړي او دا د دې لامل ګرځي، چې هغوی په خپل کار کې بې پروا او نا امیده شي؛ نو دلته ده چې کار به په سمه توګه پرمخ نه ځي او دا خو ستاسې په زیان دی.
او په پایله کې به تاسې هم پرمختګ ونه کړئ او ماتې به وخورئ.
نو تر ټولو ښه امکانات ورته مساعد (برابر) کړئ.
اوولسم قانون: نمانځنې او جشنونه ترسره کړئ!
((که چېرې د ټيم يو غړی په خوښۍ سره کار ته راځي، له وېرې پرته له خطا سره مخ کېږي تفرېح کوي، که چېرې خپلو کارونو ته متوجې وي، نو دا دلته يو مشر يا مدير شته، چې ورته لاره ښايي.)) رابرت تان سند
زه هره ورځ د خپل ټيم د غړو د ستاینې لپاره یوه لاره ګورم او د یوې وړې لاسته راوړنې لپاره یې جشن جوړوم. که چېرې تاسې هم همداسې وکړئ، ډېر بافکره کارکوونکي لرئ او د هغوی عادت جوړېږي، چې د هرې بریا لپاره جشن جوړ کړي او دا ډېر ارزښت لري.
او ستاینې؟ کوچنۍ. یو څه غذا او ځينې نور توکي له دفتر بهر وتل او په لمر کې ناسته. زه کله ځینې ورځې د ځانګړو ورځو په نوم نوموم او هغوی ته بلنه ورکوم، چې په کې ګډون وکړي او ستړیا یې له منځه ولاړه شي. هغوی ته اجازه ورکوم، چې ټوکې وکړي، تر دې چې کوم وخت بریالي شوي هم نه اوسي، همداسې کوم.
زه تېروتنو او ماتو ته هم جایزه ورکوم. ولې!؟ ځکه چې هغوی خپله هڅه کړې او خولې یې توى کړي.
ولې باید جایزې ورنه کړو؟ د دې لپاره چې په کار کې له ماتې سره مخ شوئ؟ زه د هغوی د هڅو ستاینه کوم، زه یې هڅو، خوارۍ او د خپلو دندو ته د وفادارۍ له امله ستاینه کوم او هغوی نازوم.
((ولې بايد جايزې ورنه کړو؟ د دې لپاره، چې په کار کې مې ماته خوړلې، خو دا په دې دلالت نه کوي، چې هغوی هڅې نه دي کړي.))
نو پر دې اساس یواځې لويې بریاوې مه نمانځئ، وړو بریاوو ته هم جشن ونیسئ او ونمانځئ. په توازن سره د وړو بریاوو لپاره وړې نمانځنې ونیسئ.
د هر لارې د چای څښلو او هلته خبرې اترې او کیسې څومره لګښت لري؟ ډېرکم لګښت خو هغه احساس چې د ټيم دغړو ترمنځ پیدا کېږي ډېره ګټه لري.