لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د نورو رول او ارزښت باید وپېژنئ!
((لويه ستونزه دا ده، چې موږ کارکوونکي په يوه لويه سيمه کې نه دي روزلي. په دې حالت کې دا سيمه مربوطېږي، د هغه کار سره چې پکې وګړي کار سرته رسوي، بېلا بېلې ځانګړنې چې هغوی يې لري او د کارکوونکو د کار اړيکه له يو بل سره.)) روبرت باسال
زه داسې فکر کوم، د دې لپاره چې زه یوه ښه مدیر واوسم دا بسنه نه کوي، چې یواځې خپل کارونه سرته ورسوم باید د نورو اړوند کارونه هم مخ ته یوسم، که له هغوی یې ښه نه شم کولای، نو حداقل د هغوی په شان یې باید سرته ورسوم. زما تصور دا دی، چې په بېړنيو وختونو کې د مرستې لپاره د هغوی خوا ته ولاړ شم، ترڅو هر څه په ښه ډول مخ ته لاړ شي. که چېرې زه د هغوی پر ځای کار وکړم، نو زما دنده به څوک مخې ته بیايي؟ ځواب دا دی: چې هېڅوک هم نه.
مهمه دا ده، چې پر دې پوه شئ، ترڅو څنګه دا مختلف کارونه په ښه توګه سرته ورسوئ. او ترمنځ مو اړیکه څه ده؛ مګر د دې اړتیا نشته، چې د هغوی له کارونو او تګلارو په دقیقه توګه خبر واوسئ.
د دې ضرورت نشته، چې په بحراني حالت کې د هغوی ځانګړي کارونه، چې باید هغوی یې ترسره کړي تاسې يې مخې ته یوسئ، بلکې تاسې د خپل مدیریت پرځای پاتې شئ.
د دې پوهېدو لپاره اړینه ده، چې تاسې وپوهېږئ، چې څه شی کولی شي ستونزه حل کړي. اما دا هم حتمي نه ده، چې تاسې د ټيم دهغه غړي په ډول کار وکړئ. لکه د سپي ساتنه او اداره کول ـ تاسې باید پوه شئ، چې د سپي د ساتونکي دنده څه ده ـ دلته اړتیا نشته چې تاسې د جنایتکار شخص پسې ولاړ شئ.
((اړتيا د دې نشته، چې د خپل ټيم د غړي په ډول د هغه کار مخې ته يوسئ او څه چې هغه يې سرته رسوي، تاسې هم ترسره کړئ.))
ځینې وختونه تاسې یو په کار پوه او متخصص کس په دنده ګومارئ، ترڅو هغه کار ترسره کړي او تاسې به پرې نه پوهېدئ، چې څنګه یې مخې ته یوسئ یا یې هم شروع کړئ. ممکن تاسې د کروندې د برخې یو مدیر واوسئ؛ خو د دې اړتیا نشته، چې د کانونو په اړه پوه شئ، مګر اړتیا د دې ده، چې تاسې د هماغه مسلک یو متخصص د هماغې دندې لپاره وګومارئ، ترڅو په خپل کار لاس بری وي.
ستاسې د ټيم د غړو لپاره تر ټولو مهمه دا ده، څو هغه کارونه چې بل یې سرته رسوي، دی پرې هم وپوهېږي یا هم معلومات ترې باید ولري، نو همدا ده چې ستاسې د ټيم د غړو وفاداري او روحیه قوي کېږي.