لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
پينځه ويشتم قانون:
د نورو نظریو ته غوږ ونیسئ!
((کله چې څوک خبري کوي، نو ورته په پوره توګه غوږشئ! زيات خلک زياتره وخت د يو کس خبرو ته غوږ نه نيسي.))
ارنست همينګوى
که فکر وکړئ، چې پر هر څه پوهېږئ، نو د دې امکان به هم نه وي، چې خپلو خبرو ته هم غوږ شئ او د نورو خبرو ته به هم غوږ نه ږدئ.
مګر زه پوهېږم، تاسې هغسې انسان نه یاست؛ ځکه تاسې ته هر څوک په هر وخت کې کولای شي لارښوونه او وړاندیزونه وکړي.
کوښښ وکړئ، له هر یو سره خبرې وکړئ، د تم ځای د ساتونکي سره، مزدورکار سره، په کار پوه تن سره او تر دې چې هر څوک چې په هر کسب بوخت وي، ورسره خبرې وکړئ او مهم یې د خپل ټیم غړو ته ورسوئ. هغوی هغه کسان دي، چې د محصولاتو د تولید او توکو سره سروکار لري. هغوی ښې نظريې لري، د دې اړتیا نشته چې هر ځل په یوه وړه مسئله کې هم ورسره مشوره وکړئ؛ خو په مهم او سترو مسایلو کې دا کار وکړئ او د هغوی له ښو نظریو څخه ګټه پورته کړئ.
((له هغو سره خبرې وکړئ، له نظريو او وړانديزونو يې په کار کې ګټه پورته کړئ.))
په ټوله کې تاسې یاست، چې د هغوی خبرو ته به ارزښت ورکوئ. تاسې اورئ داسې نه، چې هغوی څه وايي او تاسې به يې عملي کوئ؛ بلکې واورئ او د هغوی نظرونه د خپلو تېرو تجربو سره پرتله کړئ او که لازم و، ترې ګټه پورته کړئ. دا هم سمه نه ده، چې یواځې یې نظرونه اورئ او ترې به ګټه نه پورته کوئ، هغوی به تاسې ته ووايي:
«نو رئيس ته زما نظر ويل څه ګټه کوي او هغه به زما له نظره ګټه پورته نه کړي.»
باید تاسې د هغوی خبرې واورئ؛ خو هغوی ته به داسې احساس نه ورکوئ، چې ګواکې له نظرونو به یې ګټه پورته کوئ، دا د دې لپاره که یې له نظرونه ګته پورته نه کړئ، هغوی به ناهیلي نشي؛ خو هغوی ته دا احساس ورکوئ، چې په عمومي توګه ستاسو له نظرونو ګټه پورته کوم.
رښتیا هم د ټيم هر غړی کولای شي، د خپل ټیم د کارونو د ښه والي او همدا ډول د تېروتنو، چې تر دا شېبې شوي، خبرې وکړي او ګټور نظرونه وړاندې کړي. که چېرته د اورېدو توان لرئ، پر ځای او مناسبې پوښتنې مطرح کړئ او بې له دې چې قضاوت وکړئ او یا د هغوی خبرې پرېکړئ هغوی ته غوږ شئ. په دې کار سره به ستاسې موقف د نورو مدیرانو په نسبت لوړ شي.
شپږ ويشتم قانون:
د کاروبار لاره د ټيم هر غړي ته روښانه کړئ!
((تاسې د يو وګړي په واک کې ياست، ستاسې ځانګړي مهارتونه، چې د شرکت ضرورت پوره کولی شي او داسې ځانګړي مهاروتونه لرئ، چې د رئيس پام مو ځانته خواته رااړولی، همدارنګه د کار ډول مو دی، چې تاسې ته يې بريا په نصيب کړې، تر کله چې تاسې د شرکت او د غړو اړتيا يې ورپوره کوئ، تاسې به بريالي اوسئ.))
استفان سی.ريف
د کړو وړو او خپل سیستم روښانول، په دې مانا نه دی، چې سړی دې په یوه خوا روان وي؛ بلکې دا په دې مانا ده، چې هر هغه څوک چې تا سره په کار بوخت وي، ورسره حساس واوسئ.
کېداى شي ستاسې په ټیم کې داسې کسان هم وي، چې زړه یې غواړي د ټولو په مخکې تشویق او وستایل شي؛ خو داسې کسان به هم وي، چې ډېر به چوپ او غلی خوى لري او که چېرته د ټولو په مخکې وستایل شي، نو لرې نه ده، چې له شرم او حجالته به مړ شي، د دوی هیله دا وي، چې په یواځې ځان افرین ترلاسه کړي، نه د ټولو په مخکې. دلته ده، چې تاسې خپله کړنلاره د خپل شخصیت سره برابره کړې.
زما د ټيم یو غړی، يو ډېر ښه غړی، چې خپل کارونه ډېر ښه سرته رسوي، خو دې ته غاړه نه ږدي، چې د ټولو پر وړاندې دې وستایل شي. هغه دې ته حاضر دی، چې هر کار ترسره کړي؛ خو نه حاضرېږي، چې د ټولو مخکې دې تشویق شي او زه باید هر شپږ میاشتو وروسته د خپل ټيم د غړو کارونه وڅېړم؛ نو دلته ده، چې باید خپل خوى بدل کړم. له بله اړخه زما د ټیم نور غړي شته، چې هر سهار په سلام او پوښتنو د خپل کار په اړه زما نظر غواړي.
((تاسې بايد د ټيم له هر غړي سره، حساس واوسئ.))
که چېرې ما اجازه ورکوله، نو له ما به یې هر ورځ ستاینې غوښتې. دا دواړه ډله غړي خپل کارونه ښه سرته رسوي، که چېرته دا ډول نه وای، هغوی به په ټیم کې نه وای، خو له هغوی سره زما سلوک توپیر کوي. زه دې دواړه ډلو ته د کار لپاره اړتیا لرم، نو باید له هغوی سره زما په سلوک کې توپیر موجود وي.
په همدې ډول د ټیم ځينې غړي دا خوښوي، چې یواځې واوسي، ترڅو ښه کار وکړي او سرته یې ورسوي او که څه ته یې ضرورت وي تاسې ته وايي. خو ځینې وخت د ټیم ځینې غړي دا خوښوي، چې د کار په سرته رسولو کې ورته رهنمايي وکړئ او د هغوی ځانګړې پروژې وغواړئ، البته دا ډول خلک ډېر مه څارئ، ځکه دوی زړه تنګي کېږي او سم کار نشي کولای، همدا ډول لومړۍ ډله خلک هم همداسې مه پرېږدئ، ځکه دا هم ښه پایله نه لري.
په خلکو کې سوچ وکړئ. فکر وکړئ! چې څه څه ته ضرورت لري او څه دي، چې هغوی ته یو ډول د انګېزې د پیداکېدو لامل ګرځي او دې مواردو ته په پام د خپل مدیریت تګلارې ته بدلون ورکړئ.