لیکنه: ریچارډ ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
څلورويشتم قانون:
ځانګړو توپیرونو ته درناوی وکړئ!
((موږ بايد ټولو کولتورونو ته درناوی او لوړتيا ورکړو، هغه ځانګړي کولتورونو ته هم، چې ځانکړو اشخاصو ته ارزښت لري.))
پرنس ادوارد
زه څو زامن لرم او زه ترې تمه لرم، چې هغوی د یو ټیم په څېر عمل وکړي؛ خو دومره هم پوهېږم، چې هغوی له یو بل سره ډېر توپیرونه لري، که چېرې زه ټولو سره یو ډول چلند او یو ډول قوانين ورته وټاکم، نو له ستونزو سره به مخ شم، البته زما مطلب له انضباطي او په ټولیزه توګه له قانون څخه نه ده. زه باید د هغوی ځانګړو توپیرونه وپېژنم او هغې ته درناوی وکړم او باید وکولای شم، چې په دواړو حالاتو کې په ځانګړي او په ټوله کې له هغوی سره کار وکړم.
ستاسې ټیم هم همدا ډول دی، ځينې غړي مو په تېزۍ سره کار کوي او ځینې داسې نه. ځينو ته باید سرعت ورکړل شي او له ځینو باید سرعت واخلې. ځينې په خندا کار ځای ته راځي او ځینې داسې دي، چې سهار یې باید خواته لاړ نه شئ، ځينې له نوو سامانونو سره ډېر ښه کار مخې ته بیایي او ځينې نشي کولای. (۲قانون ) او د (بلبین) وینا بیا ولولئ او وګورئ، چې د ټیم هر غړی مو د وړاندې کولو لپاره څه لري او د هغه توپیرونه څه دي، چې تاسې کولای شئ، د ښه ټيم حساب پرې وکړئ.
د زامنو په اړه مې؛ که زه وغواړم یو کار ژر ترسره شي، پوهېږم چې له چا مرسته وغواړم او که چېرې اړتیا نه وي ژر سرته ورسېږي، بیا نورو ته غږ کوم.
یوه خبره، دا په دې مانا نه ده، چې هر څوک هر څه غواړي هماغسې دې وکړي. تاسې باید انضباطي قوانين په پام کې ونیسئ . د یو کسب او دندې لپاره د وړ کسانو ټاکنه ستاسې په لاس کې ده. د خدای شکر ادا کوم، چې موږ ټول د یو بل سره توپیر لرو. د دې فکر چې د ټولې نړۍ انسانان دې زما په شان وي، وېروونکې ده. او همدا توپیرونه دي، چې یوه ښه ټیم ترې جوړېږي او یو ټيم کولای شي، په ګټوره توګه په خپلو کې سره په کار بوخت شي.
اوس که چېرته تاسې د یو ټیم خرڅوونکې اداره واوسئ او تاسو سره ټول غړي د ټیم تکړه او وړ کسان وي، خو یو له هغوی څخه په ټولنه او پېرېدونکو سره ښه چلند کوي، په داسې حال کې چې هغه خوښ ګڼي، عادي جامې واغوندي، سملاسي د هغې په ښو او بدو یادونو مه سر کېږئ؛ بلکې د هغه کار، لاسته راوړنې او پایلې وګورئ او پرې بیا قضاوت وکړئ.
((توپيرونه د دې لامل ګرځي، چې ټيم مو له يو بل سره په ګډه ښه او ګټور کار وکړي.))
پينځه ويشتم قانون:
د نورو نظریو ته غوږ ونیسئ!
((کله چې څوک خبري کوي، نو ورته په پوره توګه غوږشئ! زيات خلک زياتره وخت د يو کس خبرو ته غوږ نه نيسي.))
ارنست همينګوى
که فکر وکړئ، چې پر هر څه پوهېږئ، نو د دې امکان به هم نه وي، چې خپلو خبرو ته هم غوږ شئ او د نورو خبرو ته به هم غوږ نه ږدئ.
مګر زه پوهېږم، تاسې هغسې انسان نه یاست؛ ځکه تاسې ته هر څوک په هر وخت کې کولای شي لارښوونه او وړاندیزونه وکړي.
کوښښ وکړئ، له هر یو سره خبرې وکړئ، د تم ځای د ساتونکي سره، مزدورکار سره، په کار پوه تن سره او تر دې چې هر څوک چې په هر کسب بوخت وي، ورسره خبرې وکړئ او مهم یې د خپل ټیم غړو ته ورسوئ. هغوی هغه کسان دي، چې د محصولاتو د تولید او توکو سره سروکار لري. هغوی ښې نظريې لري، د دې اړتیا نشته چې هر ځل په یوه وړه مسئله کې هم ورسره مشوره وکړئ؛ خو په مهم او سترو مسایلو کې دا کار وکړئ او د هغوی له ښو نظریو څخه ګټه پورته کړئ.
((له هغو سره خبرې وکړئ، له نظريو او وړانديزونو يې په کار کې ګټه پورته کړئ.))
په ټوله کې تاسې یاست، چې د هغوی خبرو ته به ارزښت ورکوئ. تاسې اورئ داسې نه، چې هغوی څه وايي او تاسې به يې عملي کوئ؛ بلکې واورئ او د هغوی نظرونه د خپلو تېرو تجربو سره پرتله کړئ او که لازم و، ترې ګټه پورته کړئ. دا هم سمه نه ده، چې یواځې یې نظرونه اورئ او ترې به ګټه نه پورته کوئ، هغوی به تاسې ته ووايي:
«نو رئيس ته زما نظر ويل څه ګټه کوي او هغه به زما له نظره ګټه پورته نه کړي.»
باید تاسې د هغوی خبرې واورئ؛ خو هغوی ته به داسې احساس نه ورکوئ، چې ګواکې له نظرونو به یې ګټه پورته کوئ، دا د دې لپاره که یې له نظرونه ګته پورته نه کړئ، هغوی به ناهیلي نشي؛ خو هغوی ته دا احساس ورکوئ، چې په عمومي توګه ستاسو له نظرونو ګټه پورته کوم.
رښتیا هم د ټيم هر غړی کولای شي، د خپل ټیم د کارونو د ښه والي او همدا ډول د تېروتنو، چې تر دا شېبې شوي، خبرې وکړي او ګټور نظرونه وړاندې کړي. که چېرته د اورېدو توان لرئ، پر ځای او مناسبې پوښتنې مطرح کړئ او بې له دې چې قضاوت وکړئ او یا د هغوی خبرې پرېکړئ هغوی ته غوږ شئ. په دې کار سره به ستاسې موقف د نورو مدیرانو په نسبت لوړ شي.