لیکنه: محمود سعيد
– د مديريت (Management) له ټکي سره به ښايي ټول بلد وي. که څه هم د مديريت ډېر تعريفونه کېدای شي خو په عمومي ډول:
مديريت د يوه ځانګړي هدف د لاس ته راوړلو لپاره د مادي او انساني سرچينو همغږي او په سمه توګه کارونه ده. مديريت په خپله غېږ کې پلان جوړونه، پرېکړه، همغږي، نوښت، جوړښت، اړيکې، رهبري، سمبالول او هڅونه رانغاړي. د ښه مديريت لپاره لاندې څو لارښوونې وړاندې کيږي.
- موخې وټاکئ:
د يوې پروژې د هدف ټاکل لومړنی او د پروژې تر ټولو مهم ګام دی.
تاسې ولې دا پروژه بشپړول غواړئ؟ له دې پروژې څخه مقصد څه دی؟
په دې پوهېدل په کار دي چې ستاسې د پروژې په هدف کې کوم څه نه دي ځای پر ځای شوي. که چېرې مو له خپل مشر يا رئيس څخه پوره مالومات نه وي تر لاسه کړي؛ د پروژې هدف په خپله روښانه کړئ او د تائيد لپاره ئې لوړپوړو کسانو ته واستوئ. - تر لاس لاندې سرچينې په نښه کړئ:
کوم وګړي، توکي يا پیسې بايد ولرئ، تر څو د پروژې مقاصد تر لاسه کړئ؟ د پروژې د يوه مدير په توګه ښايي په مخامخ ډول دې سرچينو ته لاسرسی ونه لرئ؛ ولې ښايي په مخامخ ډول ئې مديريت ستاسې دنده وي. ومومئ چې د دې سرچينو کارونه څومره سخته يا آسانه ده. - مهال ليکه وګورئ:
دا پروژه به کله بشپړه شي؟
که څه هم د پروژې د پای ته رسېدو نېټه څرګنده وي؛ بيا هم د پروژې د کار پر مهال له وخت څخه د ښې ګټې اخستنې لپاره د پروژې پلان ته پراختيا ورکړئ. که تاسې غواړئ چې له مهال وېش سره د سمون لپاره اضافي وخت وکاروئ، نو بايد د پروژې د بوديجې له محدوديت سره ئې پرتله کړئ. - د پروژې ټيم مو همغږی کړئ:
د خپل ټيم غړي يو له بل سره وساتئ او خبرې اترې رامنځته کړئ. دوی تخنيکي ماهرين دي؛ ځکه د دې پروژې لپاره ګمارل شوي دي. ستاسې دنده دا ده چې ټيم اداره کړئ. - ستر پړاوونه لړ کړئ:
د پروژې لوېې برخې څه دي؟ که نه پوهېږئ؛ له خپل ټيم نه په پوښتلو ئې پیل کړئ. دا به ښه وي چې د نېټو په ترتيب ئې واووډئ، خو په اړه ئې اندېښنه مه کوئ. لارښود ته هر وخت بدلون ورکولای شئ. - واړه پړاوونه لړ کړئ:
په هر ستر ګام کې وړې کړنې لړ کړئ. دا به بيا هم ګټوره وي چې دا لړ کول د نېټو پر بنسټ وي. دا چې د پروژې په پړاوونو کې څومره ژور ولاړ شئ؛ ستاسې د پروژې په کچه او پېچلتيا پورې اړه لري. - لومړني پلان ته پراختيا ورکړئ:
ټول کاري پړاوونه په يوه پلان کې راونغاړئ. لومړی بايد څه وشي؟ بل ګام څه دی؟ د بېلابېلو سرچينو په مرسته کوم کارونه په يوه وخت کې تر سره کېدای شي؟ د هر کار تر سره کوونکی څوک دی؟ دا به څومره مهال ونيسي؟ د دې پلان د اتومات جوړولو لپاره ډېر کمپيوټري پوستکالي (سافټويرونه) شته چې په آسانۍ ګټه ترې اخستل کېدای شي. له خپلو نورو ملګرو وپوښتئ چې دوی څه کاروي. - بنسټيز مهالوېش جوړ کړئ:
د خپل لومړني پلان په اړه د خپل ټيم او نورو ګډونوالو غبرګون تر لاسه کړئ. خپل مهالوېش او کاري جدول ترتيب کړئ؛ تر څو پروژه پر خپل وخت تر سره شي. په لومړني پلان کې اړين بدلونونه راوړئ تر څو بنسټيز مهالوېش جوړ کړای شئ.
- د پروژې د سمون غوښتونکي شئ:
ډېر کله د پروژې لپاره وخت، پیسې او کاري ظرفيت بسنه نه کوي. دا ستاسې دنده ده چې له محدودو سرچينو څخه د خلکو له تمې زياته ګټه پورته کړئ. که څه هم ځينې محدوديتونه واقعي بڼه نلري. تاسې اړ ياست چې د دې محدوديتونو د بدلون په اړه خپل مشر ته دلايل وړاندې کړئ. مخکې له دې چې له کوم څه سره په ستونزه کې ولوېږئ؛ د بدلون لپاره ئې د پروژې په پیل کې وړانديز وکړئ. - د پلان له مخې مخ ته ولاړ شئ؛ ولې د هغه لپاره ځان مه وژنئ:
پلان جوړول اړين دي؛ ولې کېدای شي هغه بدلون ومومي. تاسې پلان لرئ چې د کار لپاره هر سهار په موټر کې ولاړ شئ، ولې ګورئ چې په يوه ځای کې سړک د موټرو د ټکر له کبله تړلی دی. کولای شئ، پلان مو بدل کړئ او له بلې لارې ولاړ شئ. همدا ډول د پروژې لپاره هم پلان ته د اړتيا پر مهال بدلون ورکولای شئ. - د خپل ټيم پرمختګ وڅارئ:
تاسې ښايي د پروژې په لومړيو کې لږ پرمختګ ولرئ، ولې وروسته وګورئ چې هر څوک په څه بوخت دي. دا به مرسته وکړي چې د ستونزې له رامنځته کېدو مخکې د هغې مخنيوی وکړئ. - هر لاسوند (سند) وساتئ:
ياداښتونه وساتئ. هر مهال چې بنسټيز مهالوېش ته بدلون ورکوئ؛ لاندې ترې وليکئ چې بدلون څه او ولې اړين وو. د پروژې نوې اړتياوې په نښه کړئ او ياداښت کړئ چې دا اړتيا له کومه شوه او څه ډول د پروژې بودجه يا مهالوېش د هغې له کبله سمون وموند.تاسې نه شئ کولای، هر څه په ياد وساتئ؛ ځکه نو هغه وليکئ او د پروژې په پای کې ئې تر نظر تېر کړئ او يو څه ترې زده کړئ. - هر څوک خبر وساتئ:
د پروژې د پرمختګ په اړوند د پروژې ټول ګډونوال خبر وساتئ. د پروژې د هر پړاو له بشپړېدو وروسته د خپلې بريا په اړه هغوی خبر کړئ. همدا ډول د ستونزې په اړه هم هغوی ته خبر ورکړئ. همدا ډول خپل ټيم خبر وساتئ. که چېرې د بدلون په اړه فکر کيږي، خپل ټيم ته د هغه په اړه خبر ورکړئ. ځان په دې ډاډمن کدئ چې د ټيم هر غړی د بل غړي د کړنو په اړه خبر دی.
سرچينې: بېلابېلې وېبپاڼې
–