ژباړه: نصیر احمد مصلح
د تهران پوهنتون د مدیریت پوهنځي یو تن استاد، ښاغلی سید حمید رضا عظیمي د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ د توپیرونو په برخه کې څو مهمو نقطو ته اشاره کړې او په ټوله کې یې د مدیریت او رهبرۍ ترمنځ پینځه اړین توپیرونه په گوته کړي دي.
استاد عظیمي وایي:
دا یوه ننگونه ده چې تل يې شتون درلودلی، چې ایا مدیریت او رهبري سره توپیر لري، او یا باید په یوه گوني ډول د دوی سره چلند وشي؟
ځینې دا دواړه مفهومونه سره یو ډول بولي. په داسې حال چې د دوی مفهوم او دندې سره یو شان ندي، او یو له بل سره پینځه اړین توپیرونه لري چې په لاندې ډول دي:
۱- رهبري د مدیریت په پرتله یو لوی مفهوم لري. د مدیریت کلمه د سازمان په سلسله مراتبو، رسمي واکونو او راپور ورکونې او اخیستنې د پروسې په روڼوالي پورې اړه لري. نو په همدې اساس یوازې د سازمان په چوکاټ کې د مدیریت کلمه د تفسیر وړ ده. اما رهبري له مدیریت څخه پراخ مفهوم لري او د سازمان په چوکاټ پورې تړلې نه وي.
ځکه چې امکان لري یو کس د سازمان په ټیټه کچه کې دنده ترسره کوي اما د سازمان څخه بهر شاید هغه په لویو کچو او چارو باندې نفوذ ولري، هغه نفوذ چې وکولی شي د هغوی په کړنو باندې اغیز شیندي. نو بیا هغه وخت دا کس یو رهبر بلل کېږي.
۲- په رهبرۍ کې پالونکي او پیرو ته د منلو او قبلولو ډول مطرح دی، خو په مدیریت کې بیا حتمي نه ده.
۳- په مدیریت کې موخې خامخا د ادراې موخې دي، په داسې حال کې چې په رهبرۍ کې شونې ده د ادارې له موخو ور ها خوا نورې موخې هم مطرح وي.
۴- نفوذ، دستورونه او فرمانونه د د مدیریت په پرتله په رهبرۍ کې زیات دوام کوي او قایم وي.
۵- په مدیریت کې زیاتره ادارې قدرت له لوړې کچې څخه ټیټې کچې ته د استفادې وړ وي. اما په رهبرۍ کې د پلویانو منل مطرح دی او قدرت د ټیټې کچې څخه لوړې کچې ته د استفادې وړ دی.
د پاسنیو مواردو په نظر کې نیولو سره. باید ووایو چې هغه څه چې رهبري له مدیریت څخه بیلوي، مفهوم او ذهني حالات دي. کنه پرته له دې څخه ، د یو لړ مشخصو موخو په وسیله د کارونې په برخه کې هماغه د سازمان د اهدافو لاسته راوړل دي ، نور څه توپیر نه لري.