لیکوال:بیل ګېتس
ژباړه: احمد جاوېد صديقي
ددې مقالې له خپرېدو وروسته ډير کسان وهڅول شول چې د یو ښه مدیر ځانګړنو ته ځير شي. که څه هم د ښه مدیریت کولو لپاره داسې کوم جادويي فورمول نشته؛ خو که چېرې تاسو د مدیریت په څوکۍ کار کوﺉ؛ دغه لس ځانګړنې به له تاسو سره ډيره مرسته وکړي.
- خپله کاري زمینه په فکر او دقیق ډول وټاکئ:داسې کار وټاکئ چې خوند ترې واخلئ. کله چې له کار سره لیوالتیا ونه لرﺉ، لرې خبره ده چې د خپلې ادارې په ګټه کوم کار ترسره کړﺉ، دغه خبره د کارکونکو لپاره هم اړینه ده چې ورته پام وکړي.
- په ځیرکتیا ګومارنه وکړﺉ او د کارکونکي په لرې کولو کې ډار لرې کړﺉ: تاسو يوې پیاوړې ډلې ته اړتیا لرﺉ، ځکه که چیرې یوه منځنۍ ډله هر څومره په ښه ډول مدیرت شي، پایله به هم په منځنۍ کچه وي. یوه تېروتنه کېدای شي د یوه شخص لپاره لویه ماته ونه ګنل شي او مدیر هم کولی شي په هغه ځای کې چې کار کوي هغه وساتي؛ ځکه چې د هغه کړنه دومره هم ناوړه نه وه؛ خو یو پیاوړی مدیرد داډول شخص لپاه ښه ځای ناستی پیدا کوي او هغه بل داسې ځای ته لیږي چې په کړنو کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
- د کار کولو چاپیریال مولد او ګټور کړﺉ:دغه موضوع یو څه ستونزمنه ده؛ ځکه د ټولو کړنو لپاره یو ډول کاري چاپیریال رامنځ ته کول ستونزمن دي. کله کله هم د کارکونکو لپاره د یوه سمبال(مجهز) دفتر جوړول د ادارې لپاره لویې لاسته راوړنې لرلی شي. کله هم د یوه کارکونکي لیږد بل ځای ته ګتور تمامیږي. کله هم د ادارې د ګټو لپاره باید له خپلو مالي سرچینو ګټه واخیستل شي.د اطلاعاتو سیستم کولای شي د ادارې له کارکونکو سره ډېره مرسته وکړي.
- له بریا ځانګړی او مشخص تعریف ولرو:کارکونکو ته مو په داګه کړﺉ چې بریالیتوب څه او د ادارې ګټې په څه کې دي او څنګه کولی شي خپلې لاسته راوړنې و اروزوي. موخې باید د واقعیتونو پر بنست وټاکل شي. د پروژو وخت باید د هغو کسانو له خوا تنظیم شي چې خپله د پروژو په عملي کولو او کار کې ښکیل وي. کېدای شي کارکونکي خپلې کړنې د موخو له پلوه په ټاکل شوې موده کې ومني؛خو د مدیریت له خوا ورته ټاکل شوې نیټه چې وخت ورته ځانګړی شوی او د دوی کړنو ته بسنه نه کوي غبرګون وښيي. د داسې موخو ټاکل چې د ادارې لپاره ستونزمن وي.
- د دې لپاره چې یو ښه مدیر واوسﺉ، باید خپلو کارکونکو سره لېوالیتا او مینه ولرﺉ او له هغوی سره ښې اړیکې وساتئ. دا داسې موضوع نه ده چې په اړه یې نورو ته دروغ ووایﺉ او نقش ولوبوئ. هر کله مو چې خپل کارکونکي خوښ نه وي او له هغوی سره د اړیکو لرلو لیوالتیا نه لرﺉ، د هغوی مدیریت کول ستونزمن دي. باید وکولی شو چې په خپله اداره کې اړیکو ته پراختیا ورکړو تاسو اړیکو ته اړتیا لرﺉ. تاسو وګړي وهڅوﺉ چې اطلاعات له تاسو سره شریک کړي چې په اداره کې مو څه تېریږي .
- د خپلو کارکونکو وړتیاوې په داسې توګه لوړې کړﺉ خپله دندې له هغه څه چې تاسو یې غواړﺉ ترسره کړي. خپل مهارت هغوی ته انتقال کړﺉ دغه موضوع کیدای حیرانونکې موخې ترشا ولري او کیدای شي مدیر هم داسی وانګیری چې کیدای شي خپله دنده په ګواښ کې وویني او کیدای شي د کارکونکي لپاره هم ستونزمنه وي چې له خپل مدیر څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي. ډيری مدیران لیواله دي چې د څپلو کارکونکو وړتیاوې لوړې او په دې توګه په کارونو کې کارکونکو ته فعاله ونډه ورکړي چې په توګه به د کارکونکي وړتیاوې لوړې شي او مدیر باندې به د کارونو بوج کم شي.د ښه او پیاوړي مدیر لپاره هیڅ کله هم شغلي او کاري فرصتونه کم نه دي.
- لېوالتيا او زړه راښکون رامنځ ته کړﺉ.خپلو کارکونکو ته دا څرګنده کړئ چې د دوی له کاره یواځې مدیران ګټه نه اخلي، بلکه د دوی کار د ټولنې لپاره هم ډيرې ګتې رامنځ ته کوي او په دې ټوګله د دوی د کار ګټه ټولو ته رسیږي او دوی ته یې د کار کولو اهمیت په داګه کړﺉ او هغوی ته ووایﺉ چې د ادارې او خلکو لپاره ګتور دي.
- د پروژو مسولیت په خپله غاړه واخلئ: تاسو باید د اړیکو ترڅنګ ډير مسولیت ولرﺉ او خپل مسولیت د نورو غاړې ته وانه چوﺉ.هغه څه چې کارکونکی ورته د کار په وروستیو شیبو کې اړتیا لري هغه مدیر دی چې په غیر اړینو او فرعي کارونو بوخت دی. هڅه وکړﺉ چې د کارونو په جریان کې له خپلو کارکونکو سره په اړیکه کې وی او کارکونکي هم باید فکر وکړي چې تاسو په کار بوخت یﺉ، هغه کار چې د کارکونکي لپاره په زړه پورې نه دی ترسره کړﺉ او کارکونکو ته دا روښانه کړﺉ چې څنګه له ستونزو ځان خلاص کړي.
- هیڅ کله په خپل هوډ بیا کتنه مه کوﺉ: له وخت او خپل فکر په مناسب ډول ګته واخلﺉ تر څو خپل هوډ په هماغه لومړي وخت او په قطعي ډول ونیسﺉ او بیا بل لور ته ولاړ نه شﺉ. که چیرې داسې شخص وﺉ چې یوه مسئله ډير وخت ساتي او په اړه یې هوډ نیول بل بل وخت ته ساتي داسې کړنه بیا تاسو ته ستونزې پیښوي او داسې مدیر ته مو ورته کوي چې نشي کولاى د کار په پیل کې هوډ ونیسي او کارونه یې په ځنډ او ټیټ کیفیت ترسره کیږي. کارکونکي له مدیر او رهبرۍ نه ستړي کیږي چې قاطعیت ونه لري. زما موخه دا نه ده چې د هر څه په اړه په شیبه کې هوډ ونیسي او یا هم دا چې هوډ مو ونیو بیا پرې کتنه مه کوﺉ .
- خپل کارکونکي وپوهوﺉ چې د چا رضایت باید ترلاسه کړي.کېدای شي تاسو و اوسﺉ او کیدای شي بل څوک وي چې ستاسو لپاره کار کوي.که چیرې کارکونکي په دې نه وي پوه چې ستاسو رضایت ترلاسه کړي او که د بل چا په دې ډول به اداره له ستونزو سره مخ شي او په دې توګه کارکونکی نه شي کولی چې خپل کاري لومړیتونه په ګوټه کړي.
زه هیڅ کله دا ادعا نه کوم چې دغه لس ځانګړنې هغه یواځینۍ ځانګړنې دي چي باید مدیران يې په پام کې ونیسي، کېدای شي ډيرې نورې ځانګړې هم وي؛ خو دغه لس ځانګړنې له تاسو سره مرسته کوي چې خپل تر لاس لاندې کارکونکي په ښه ډول مدیریت کړﺉ.
[review]