ژباړه: صفي الله حسن زی
61) کوښښ وکړئ دسازمان (ادارې) ټولو غړو ته دخبرو کولو وخت ورکړی؛پدې سره کیداي شي تاسو ښه اوغوره اندونه لاسته راوړی.
62) دسازمان (ادارې) کارکوونکو ته مو دمتعهد لقب وکاروئ؛ پدې سره کارکوونکې نور هم سازمان ته ګټور تمامیږي.
63) کوښښ وکړئ چې څوک موپه ستړیا اوناهیلۍ پوه نشي.
64) کوښښ وکړئ چې دخلکودبې هدفه څرګندونو ښکارنشئ؛ همدارنګه په ډیرپام سره قضاوت وکړئ.
65) د اوږدو جلساتو ستړیا مو په خوش طبعی سره لرې کړئ.
66) په جلساتوکې دخلکو له مسخره کولوڅخه په کلکه ډډه وکړئ.
67) دسازمان ټولو کارکوونکوحتي لیک راوړونکي اوخدمې ته په احترام قایل شئ.
68) له خپل منشي څخه مو وغواړئ چې دکارکوونکو د زیږیدنې دورځې په مناسبت ستاسو په لاس لاسلیک شوی دمبارکۍ کارت ورته ولیږي.
69) دمکتوبونو دلاسلیک په وخت کې پوره پاملرنه وکړئ؛ کله چې دستړیا احساس لری د مکتوب له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړئ.
70) ښه ویناوال واوسئ.
71) کارمندانو ته درناوی ولرئ؛ د هغوي کاري انرژي زیاته کړئ همدرانګه د هغوي حسن خلاقیت تقویه کړئ.
72) د وینا په وخت کې پرخپل نفس اعتماد ولرئ؛ دمخاطب سترګو ته وګورئ او پخپله څیره موموسکا خوره کړئ.
73) هیڅکله دخپلې موخې دترلاسه کولو لپاره نوروکسانو ته په بې بنسټه وعدودوکه مه ورکوئ.
74) کوښښ وکړئ چې دکارکوونکو نمونه مویادکړی اودخبروکولو وخت کې هغوي ته په خپل نامه غږوکړئ.
75) کوښښ وکړئ چې تل مُودبانه کليمې اوجملې وکاروئ.
76) کوښښ وکړئ چې دلاس لاندې کارکوونکوغلطۍ مو هغوی ته ډیرې یادې نکړئ.
77) ریښتونی اوصادق واوسئ.
78) پرخپلو غلطیومو ټینګارمه کوئ؛ کوښښ وکړئ چې خپلې غلطۍ مو ومنی.
79) په کنایه لرونکو خبروچاته دعبرت درس مه ورکوئ.
80) په ډیرې آرامۍ سره دنوروخبرو ته غوږشئ؛ هیڅکله دهغوي خبرې مه قطع کوئ.
81) ترډیرې اندازې کوښښ وکړئ چې دمالي حسابونو په طریقه پوه شئ ترڅو وکولاي شی د سازمان (ادارې) ګذارش تحلیل او ارزیابي کړی.
82) په جلساتوکې ساعت ته ډیرمه ګورئ.
83) خپل پوښاک ته موپوره پاملرنه ولرئ.
84) له چاپلوسۍ څخه په کلکه ډډه وکړئ.
85) کوم کتابونه چې تاسومطالعه کوی دهغه څخه جالبې او پند لرونکې جملې له ځان سره یادښت کې ونیسئ؛ او په مناسب وخت کې ورڅخه ګټه پورته کړئ.
86) انعطاف کوونکي واوسئ.
87) له عقیدوي توهین پرته له نورو کسانوسره مخالفت وکړئ.
88) په خپله وعده باندې وفا وکړئ.
89) په بحراني حالاتو کې پرخپل ځان پوره کنټرول ولرئ.
90) دخبروکولو لپاره ښې اوغوره کلیمې وټاکئ.
You also might be interested in
ژباړه: صفي الله حسن زی لومړۍ برخه 1) دکارونو په[...]
لیکنه: صفي الله حسن زی بریالی مدیر هغه څوک دی چه[...]
ژباړه: صفي الله حسن زی 91) تل له ځان سره[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی